روسيه او امريکا مو ماته کړه، خو ځان مو کله جوړ کړ او کله يې جوړوو؟
اسماعيل خېل وطندوست

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
انګریز مو مات کړ، روس مو مات کړ، امرېکا مو ماته کړه… سمه ده ټول ماته مو کړل، خو ځان مو کله جوړ کړ او کله یې جوړوو!؟
د بل ماته هلته ثابتېږي، چې ته بیا ځان جوړ کړې او تر مات شوي زیات غښتلی او ځواکمن شې. امریکایانو هم د انګرېز امپراتوري ماته کړي وه، استقلال یې ترې اخیستی ؤ، خو بیا امریکان سوالګر او ګدایګر پاتې نه شول، بلکې امریکا خپله امپراتوره شوه چې تر ننه يې د امپراطورۍ واک روان دی.
ویتنام امریکایان مات کړل، خو ویتنام بیا کنډر کنډر نه شو، نه یې ملت رسوا رسوا او ګدایګر شو، بلکې ویتنام یو پرمختللی هېواد او د نړۍ یو منلی اقتصاد شو.
روسانو جرمنیان مات کړل، خو روسان بیا سروالي او بروالي پسې نه ګرځېدل، بلکې د جرمنیانو عقل یې وکارواه او روس د نړۍ زبرځواک شو.
نلسن منډېلا د انګریزانو پر ضد مبارزه وکړه، نیم عمر یې زندان کې تېر کړ، په کلکه اراده یې انګریزان مات کړل، خو سويلې افریقا در په دره هېواد نه شو، ملت یې د تعصباتو او قومي ټېکه دارانو منګولو کې ښکېل نه شو، بلکې متحد او غښتلی هېواد او ملت شو او د نړۍ سیال شو.
تاريخ ته وګورئ، هر هېواد او ملت چې بريدکوونکي مات کړي، نو هغه هېواد او ملت سر لوړی شوی، سیال شوی، نړۍ کې یې با وقاره ځای موندلی دی. خو مونږ د بل په ماتې کې څه خیر لیدلی؟ د ماتې وروسته مونږ لا نه یو تباه شوي، لا نه یو رسوا شوي لا نه یو ګدایګر شوي، لا نه یو ډلیله شوي؟
د بل د لاسه هم نه، بلکې د خپلو له لاسه او خپلو کې هم د هغو له لاسه چې د ټولنې مقدسان دي، روحانیون دي، باشعوره بلل کیږي، د ټولنې ناصحین بلل کیږي… په ټوله کې د همداسې مقدسو طبقو له لاسه بیا وطن او ملت سخت مات مات، ذلیله او رسوا شوی دی.
د بل په ماتولو هېواد نه سیال کیږي، خو په جوړولو سیال هم کیږي او د بل له بريد او تېري څخه پند اخيستل کېږي. مګر نه مو زده کړه وکړه، نه مو عبرت واخيست او نه ښه شوو.
او ورځ تربلې مو حال له بدو نه لا بد کېږي! تر کومه او ولې؟