د وسله والو طالبانو له خوا د پخواني حکومت د ملکي او پوځي کارکوونکو نيول او شکنجه کول د وسلو د لرلو په پلمه دوام لري. په ډېرو ولایتونو کې طالبان د پخوانیو پوځيانو په لټه کې دي او په ځینو مواردو کې یې ملکي مامورین هم نیولي او زنداني کړي. دغه بندیان تر هغه وخته د طالبانو له خوا شکنجه کېږي چې خپله د لاس وسله دوی ته وسپاري. هغه خلک چې وسله نه لري د سختي شکنجې له امله طالبانو ته د یوه میل وسلې قیمت ورکوي.
په دې راپور کې د تېر حکومت د یوه ملکي مامور د نیول کېدو او شکنجه کېدو کیسه څېړل شوې ده. د دې لپاره چې هغه بيا د طالبانو له خوا و نه نيول شي او شکنجه نه شي، د هغه لپاره مستعار نوم غوره شوی دی. دغه سړی د میدان وردګو ولایت د بهسودو د لومړۍ برخې اوسېدونکی دی او ۳۶ کاله عمر لري.
محمد ابراهیم (مستعار نوم) شاوخوا درې اونۍ وړاندې په میدان وردګو کې د طالبانو د استخباراتي مامورینو له خوا د پخواني دولتي کارمند او د وسلو او دولتي موټر د پټولو په تور ونیول شو. محمد ابراهیم له یوې اونۍ راهیسې د بهسودو ولسوالۍ په لومړی حصه کې د طالبانو په یوه پټنځای کې بندي و او شکنجه شوی دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، تر هغه وخته چې د سیمې مشرانو د ده ضمانت نه و کړی او پخپله طالبانو ته د یو میل وسلی قیمیت ورکولو ته چمتو شوی نه وم، د دغې ډلې د استخباراتو له خوا خوشې نشوم.
محمد ابراهیم اوس د یوه ملګري په کور کې اوسېږي. نوموړی زیاتوي چې په تېر حکومت کې یو عادي کارکوونکی و او د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې دوه کاله د جمهوري ریاست دچارو په اداره کې د موټر چلوونکي په توګه کار کړی دی.
محمد ابراهیم چې په ځوانۍ کې یې خپل پلار په یوه ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړ او د یوې کورنۍ د څلورو غړو یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی، د طالبانو په لاس د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د موټر چلوونکي دنده هم له لاسه ورکړه او نور یې په پلازمینه کې د خپلې کورنۍ د لګښتونو وس نه درلود. له همدې امله هغه له خپلې کورنۍ سره له کابل څخه خپل پلارني ټاټوبي بهسودو ته کډه وکړه چې هلته یې د مجبوریته کرنې ته مخه کړه.
نوموړی د معمول په څېر له خپل کشر ورور سره په کرنه او ځمکو کې په کار کولو بوخت و، چې د جمعې په ورځ د لړم په ۶ مه ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د طالبانو د استخباراتو د مامورینو له خوا له کومې پوښتنې او ګرویږني پرته ناڅاپه ونیول شو او د دی ډلې د شکنجې یو مرکز ته یووړل شو.
محمد ابراهیم څرګنده کړه د دې لپاره چې د طالبانو پټنځای په سمه توګه ونه پېژندل شي، د دغې ډلې استخباراتي مامورینو له نیول کېدو سره سم د هغه سترګې او خوله په توره ټوټه پټي کړي او په موټر کې سپاره شوو. په دې صورت کې هغه څرګنده کړه چې طالبانو هغه له بهسودو ولسوالۍ څخه ویستلو؛ ځکه چې په موټر کې یې ډېر وخت تېر شو. کله چې طالبانو هغه له موټر څخه ښکته کړ، يوې تيارې کوټې ته يې بوتلو او لاسونه او پښې يې په يو غټه رسۍ راوتړل.
هغه شپه چې ابراهیم د ژوندي پاتې کیدو لږ امید درلود، هغه د خپلې رنځورې مور، کوچني ورور او ځوانې خور په اړه ډیر اندیښمن و. د هغه په وينا، طالبانو د هغه لاسونه او پښې تر تړلو وروسته په لنده مځکه کې په سينه واچولو. پداسې حال کې چې دوی هغه ته په کیبل او ټوپک وهلو سره د وژلو ګواښ کولو، دوی پوښتنه کوله چې هغه موټر او ټوپک دی چیرته پټ کړي دي. محمد ابراهیم، چې د دوې پوښتنو ته ځواب نه لري او د ټوپک یا موټر درلودل ردوي، تر دې حده شکنجه کېږي، چې هغه احساس کوي ګواکې چپه پښه یې پرې شوې ده. دده په خبره، هغه څو څو ځله د طالبانو تر شکنجو لاندي هوش له لاسه ورکړی، او کله چې په هوش راغلی، نو بیا بیا شکنجه کېدلو.
محمد ابراهیم ډېره سخت په پښه ټپي شوی، وايي چې طالبانو د تحقیقاتو پر مهال د هغه د زورولو لپاره په خپه ډېر شکنجه کېدلو. دغه ځوان وايي چې هره ورځ او شپه څو څو ځله د طالبانو له خوا وهل کیدلو، تر دې چې د یوې اونۍ په درد، شکنجه او له کورنۍ څخه د لیرې کیدو وروسته د ټولو شکنجو زغم ورته سختېږي او مجبوریږي د وسلې په درلودلو اعتراف کوي.
محمد ابراهیم وايي، چې د بهسودو ولسوالۍ د مشرانو په همکارۍ او همغږي یې د یو میل وسلې قیمت په ورکولو او د ضمانت په توګه د طالبانو له منګولو ازاد شوی. هغه زیاتوي: «د پیسو له اخیستو وروسته طالبانو ماته خبرداری راکړ چې که په دې اړه خوله خلاصه کړم، زما د کورنۍ او ټولو خپلوانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.«
طالبانو ابراهیم د بهسودو ولسوالۍ ته څېرمه له تړلو سترګو او په نیمه ژوندی حالت کې پرېښې دی. نوموړی د ځايي خلکو په همکارۍ خپل کور ته لېږدول شوی دی. هغه شکایت کوي چې په هیڅ هیواد کې رژیم د خلکو سره د غلو په څیر چلند نه کوي.
ابراهیم په بهسودو کې له خپلې مور او خور سره له یوې ورځې تېرولو وروسته د خپل ماما په همکارۍ د پښې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شو. د لنډ ړخت لپاره په یوه خصوصي روغتون کې بستر شو، په خپل ژوند د ترس له المه یې آن ډاکټرانو ته هم ونه ویل چې د طالبانو د شکنجې له امله په دې حالت کې دی. محمد ابراهیم وايي، چې په دې موده کې یې هغه څه هم مصرف کړي چې درلودل یې او اوس په بې برخیلکی کې بند پاتې دی. وېره، بې برخلیکي، د اوسني وضعیت دوام او د راتلونکي ناڅرګندتیا هغه ډېر اندېښمن کړی دی.
ابراهیم په فزیکي او رواني لحاظ په ډیر بد حالت کې دی، ویره لري چې یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ورنشي. هغه اوس تر ډېره د خپلې مور، ځوانې خور او کوچني ورور د ناڅرګندې راتلونکې په اړه اندېښمن دی.
دا یوازې محمد ابراهیم نه دی چې د طالبانو له خوا نیول او شکنجه کېږي ترڅو چې طالبانو ته د وسلو بیه ورکوي. په تېر يوه کال او درېيو مياشتو کې څو نورو هېوادوالو هم ورته شکايتونه کړي دي. هغوی ټینګار کړی تر هغه چې طالبانو ته یې د یوه میل وسلي قیمت ندی ورکړی د دغې ډلې د بند څخه ندي خلاص شوي.