د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د جاسوسي بالونونو د الوتنې پر سر د کړکیچ په پایله کې، چین خبر ورکړی چې امریکا په تېر کال کې تر لسو ځلو زیات د چین پر فضایي حریم په غیر قانوني توګه بالونونه الوځولي دي.
دويچه ويله سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۴ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند وانګ ونبين له قوله خبر ورکړی، چې د امريکا له لوړې ارتفاع څخه د چین پر فضا تر لس ځله زیات بالونونه الوځولي دي.
ونبین له امریکا وغوښتل، چې د چین د بدنامولو پر ځای خپل چلند بدل کړي.
خو د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چین دا ادعا بېبنسټه وبلله. هغه وویل: «موږ د چین په فضایې حریم کې هېڅ بالون نه دی الوځولی.»
د یادولو ده، چې د چین دا ادعا وروسته له هغې راپورته شوه چې متحده ایالاتو په روانه میاشت کې د سویلي کارولینا په سواحلو کې یو چینایی «څارونکي بالون» او درې نور بالونونه په شمالي امریکا کې رانسکور کړل.