وېسټ: له پاکستاني چارواکو سره مې د ترهګرۍ د وضعیت او د طالبانو د خطرناکو فرمانونو په اړه خبرې وکړې

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس وېسټ ویلي، چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر کې یې د ترهګرۍ د وضعیت او د طالبانو د «خطرناکو فرمانونو» په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرېاترې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي چهارشنبه شپه د سلواغې پر یوولسمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې اسلاماباد ته په سفر یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اسد مجید خان، د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي صادق خان او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره لیدلي او خبرېاترې یې کړې دي.
وېسټ ټینګار کړی، چې په دې لیدنو کې یې غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت فرمان د پایلو په اړه، چې په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د میلیونونه تنو د لاسرسي د پرې کېدو لامل شوی، بحث کړی دی.
دغه امریکایي دیپلومات ټینګار کړی، چې افغان مېرمنې کور کې په بندي کېدو سره رواني فشار تجربه کوي او نړیواله ټولنه باید د کورنیو د ښځینه سرپرستانو لومړنیو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي پاکستان کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د هغوی انتقادي خبرې یې اورېدلي دي.
ټامس وېسټ دوې ورځې مخکې پاکستان، جرمني او سویس ته د خپل شپږ ورځني سفر د پيل خبر ورکړ. هغه ویلي، چې د افغانانو د اوسنیو ستونزو د هواري په هڅه کې دی.