وېست: د دوحې د غونډې غړو د افغانانو ترمنځ پر سیاسي خبرو هوکړه وکړه

۸صبح، کابل: د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان پر موضوع د ملګرو ملتونو د ځانګړې ناستې له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وایي، چې د دغې غونډې غړو د افغانانو ترمنځ پر سیاسی خبرو هوکړه کړې ده.
توماس ویست دغه مطلب د چهارشنبه په شپه، د غويي په ۱۳مه، په یو لړ ټویټونو کې بيان کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي لیکلي: «هیوادونو ددغو ګټو لپاره بېلابېل لومړیتوبونه ورکړي، خو د هوکړه شویو ټکو په منځ کې، ، د ټولو ننګونو د حل مرکزي برخه د افغانانو ترمنځ سیاسي خبرې اترې دي.
د دغه امریکايي دیپلومات په وینا، د دوحې د غونډې غړو د ښځو له بېلابېلو ډلو «انتقادي لارښوونې» چې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه يې رالېږلې وې، ترلاسه کړې.
د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د څه دپاسه شلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون، د مې په لومړۍ او دويمه نېټه جوړه شوه.
د دوحې د غونډې په پای کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، چې د دې غونډې د ګډونوالو په اجنډا کې، د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه کومه اجنډا نه وه.
دغې غونډې ته طالبان نه وو بلل شوي.