وېسټ: موسسو کې د ښځو د کار بندیز د میلیونونو تنو لپاره مرګوني خطرونه رامنځته کوي

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا په موسسو کې د ښځو د کار او فعالیت د منع کولو د فرمان پروړاندې د غبرګونونو په دوام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دغه پرېکړه مرګونې بللې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ یکشنبه سهار د مرغومي پر څلورمه نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په موسسو کې د ښځو د کار په تړاو د طالبانو د مشر فرمان غیرمسوولانه دی.

وېسټ لیکلي: «دغه فرمان د میلیونونو تنو ژوند لپاره چې حیاتي مرستو ته اړتیا لري مرګوني ګواښونه رامنځته کوي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په وینا طالبان د خلکو پروړاندې ان ترټولو لومړني مسوولیت ته پاملرنه نه کوي.

د ویلو ده، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت تېره ورځ په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دغې پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button