وېسټ: د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون رییسه خپل کار ته دوام ورکوي

۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي  د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د رییسې  د کار د دوام خبر ورکړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېست د پنجشنبې پر سهار، د لړم پر۲۶، د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون له رییسې شهرزاد اکبر سره، یوځل د خپلې ټیلفوني اړېکې خبره کړې ده.

وېسټ ویلي دي، چې له شهرزاد اکبر سره یې په وروستۍ اړیکه کې د ښځو او لږکیو د ځپل کېدو، د بیان او اعتراض د آزادۍ د محدودېدو او په افغانستان کې د سیاسي او ملي خبرو د اړتیا په هکله بحث کړی دی.

ټوماس وېسټ ویلي دي، چې شهرزاد اکبر په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت د څار او د بشري حقونو دسرغړونو د مستند کولو په تړاو خپل کار ته دوام ورکوي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د هېواد د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه اعلان کړ، خو د دغه کمېسیون رییسې هغه مهال د طالبانو پر نه مشروعیت په ټینګار سره، د بشري حقونو کمېسیون د کار د دوام خبره کړې وه.

Back to top button