لوېدیځ ته تمایل؛ طالبان د سیمې په جال کې نه لوېږي
شجاعالدین امیني

د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د تړاو او له طالبانو سره د دغو هېوادونو د ملاتړ په اړه مو ډېر څه لوستي او اورېدلي دي. دغه ملاتړ په داسې وخت کې شوی، چې امریکا په افغانستان کې پراخ پوځي حضور درلود. د سیمې ځینو هېوادونو (روسیه، چین او ایران) له طالبانو ځکه ملاتړ وکړ چې د امریکا حضور د دوی په ګټه نه و؛ ځکه دوی فکر کاوه چې طالبان په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګېږي. له افغانستانه د امريکا وتل او په دغه هېواد کې د طالبانو بيا راپيدا کېدو د دې ادعا حقيقت تر يوه حده څرګند کړ. روسیه، چین او ایران چې په افغانستان کې د امریکا د حضور مخالف وو، له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو د خبر له اورېدو سره د ډېرې خوشحالۍ له امله په الوتلو وو. دوی نه یوازې د امریکا د وتلو لپاره ډېر خوشحاله وو، بلکې د طالبانو ډله یې هم ستایله، چې دوی یې له دغه هېواده د وتلو یو اغېزمن عامل ګڼي او دوی له دې ډلې سره د یو ډول دیپلوماتیکو اړیکو جوړولو (د سفیر تر منلو) حد ته ورسیدل.
د امریکا له شتون پرته افغانستان د دغه مثلث (روسیه، چین او ایران) لپاره تر ټولو په زړه پورې صحنه وه. سربېره پر دې د افغانستان پر برخلیک د طالبانو کنټرول د یوې داسې ډلې په توګه چې شل کاله یې د دغه مثلث د سیال پر وړاندې جګړه کړې، فضا نوره هم په زړه پورې کړي. البته د دغو هېوادونو له خوا طالبان په وړيا توګه نه نازول کیدل، بلکې د دغو هېوادونو له خوا له طالبانو څخه غوښتنې شوې وې، چې تمه کېده، طالبان به يې پوره کړي. د ترهګرو ډلو (په ځانګړې توګه د داعش) پر وړاندې مبارزه، د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو د ګټو پر ضد نه کارول، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړول او د لویدیځ په جال کې د طالبانو نه ښکیل کېدل (په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو) دا د هغو غوښتنو لنډیز دی چې دغو هیوادونو غوښتل د طالبانو له خوا پوره شي. تر اوسه نه یوازې دا چې طالبانو د دغو غوښتنو یوه برخه هم نه ده پوره کړې، بلکې د دغو هېوادونو د ارادې خلاف يې خپل آس ځغلولی. دغه هېوادونه په دې وروستیو کې په دې پوه شوي، چې له طالبانو سره د «تسلط» د پالیسي کارول ښې پایلې نه لري او باید یوه نوې حل لاره وموندل شي. د مسکو غونډې ته د طالبانو نه بلنه د طالبانو په وړاندې د سیمې د هېوادونو د دریځ د بدلون په مانا بلل کېدای شي.
تر اوسه د طالبانو چلند ته کتنه ښیي چې دا ډله د سیمې د هېوادونو په جال کې نه راځي. داسې ښکاري چې د سیمې هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو په پرتله له لوېديځو هېوادونو سره اړيکې د طالبانو لپاره ډیر زړه راښکونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سیمې ځینو هېوادونو په وار وار د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته د اړتیا خبره کړې، خو لوېدیځو هېوادونو نه ده کړې. زما په اند، لاندې فکتورونه په دې برخه کې اغیزمن ارزول کیدی شي:
۱- د دوحې تړون
طالبان پر افغانستان د خپل تسلط سبب د دوحې تړون بولي، نه د سیمې هېوادونو ملاتړ. دا تړون چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو، د سیمې هېوادونو نه یوازې دا چې په کې هیڅ رول نه درلود، بلکې له محتوا یې هم ناخبره وو. په دغه هوکړه لیک کې یوازینی ټکی چې د سیمې د هېوادونو ګټې تامینولای شي، د افغانستان د خاورې د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ پر ضد د کارولو مخنیوی دی. که د طالبانو د رژیم په بڼه او ماهیت کې کوم بدلون راشي، هغه به د دې هوکړې د محتوا له مخې وي، نه د سیمې د هېوادونو په حکم.
۲- د طالبانو پېژندل
د طالبانو د رژیم په رسمیت پیژندل د سیمې او لویدیځ ترمنځ یوه لویه ستونزه ګرځیدلې ده. د سیمې هېوادونه غواړي چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي، خو په دې برخه کې د لومړي ګام د پورته کولو جرئت نه کوي. له همدې امله دوی تمه لري چې لویدیځ هیوادونه په دې برخه کې مخکښ وي. په بل عبارت، که د سیمې هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني، لوېدیځ هېوادونه کولای شي (که وغواړي) دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدي؛ برعکس که غربي هېوادونه په دې برخه کې لومړی ګام پورته کړي، د سیمې د هېوادونو مخالفت (که مخالفت وکړي) د سیمې هېوادونه هیڅ نه شي کولای. طالبان اوس په دې پوه شوي دي چې د لوېديځ لوري ته اوښتل د دوی نړيوال مشروعيت ته لاره هواروي.
۳- د طالبانو مالي ملاتړ
طالبان چې په دې وروستیو کې واک ته رسیدلي، د خپلې بقا لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا لري. د طالبانو دغه اړتیا د سیمې هېوادونه نه بلکې لویدیځ هېوادونه پوره کولای شي. د غربي هیوادونو له خوا هره اونۍ کابل ته د (بشري مرستو) تر نامه لاندې د څلویښتو میلیونو ډالرو لیږد د طالبانو له ډلې سره د لویدیځ د مالي ملاتړ یوه وړه بیلګه کیدای شي. همدارنګه که طالبان په رسمی توګه په رسمیت وپېژندل شی، د دې ډلې د رژیم بقا بهرنی مالی ملاتړ ته اړتیا لری، چې د سیمې هېوادونه یې په لنډ مهال کې هم نه شی پوره کولای. له بلې خوا لوېديځ هېوادونه له طالبانو څخه د مالي ملاتړ په بدل کې تمه لري. په سیمه کې د ځینو هیوادونو لپاره د سر درد رامینځته کول یا لږترلږه د دوی په جال کې نه غورځیدل د دې تمو یوه برخه کیدی شي.
۴- د سیمې د هېوادونو ضعف او ناخوالې
په سیمه کې ځینې هیوادونه نورې ستونزې هم لري چې د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې توان یې کم دی او یا هم د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې توان نه لري. روسیه د سیمې د ستر قدرت په توګه د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او ایران هم په ولسي مظاهرو کې ښکېل دی. چین هم د امریکا د متحدو ایالتونو د سیال په توګه په افغانستان کې د کانونو او اویغوریانو پرته د بل څه په اړه فکر نه کوي. لکه څنګه چې لیدل کیږي، دا هیوادونه یوازې اندیښنه څرګندوي، مګر د حل لپاره یې هیڅ ګام نه پورته کوي. ښکاره ده چې طالبانو دغه ضعیف بلاک رد کړ او د قوي بلاک (لویدیځ) لوري ته یې مخه کړه.
۵- د طالبانو له خوا د سیمې هېوادونه پوروړي بلل
طالبان په یو ډول د سیمې هېوادونه خپل پوروړي بولي. ځکه دوی فکر کوي چې د دغو هېوادونو تر ټولو ستر سیال چې د امریکا متحد ایالتونه دي، ماتې یې ورکړی ده او دغه هیوادونه په افغانستان کې د امریکا د حضور څخه ارام شوي دي. له همدې امله دوی تمه لري چې د سیمې د هېوادونو له خوا په رښتیني وخت کې په رسمیت وپېژندل شي، نه دا چې د دې ډلې پر وړاندې نورې غوښتنې مطرح کړي. د نویو غوښتنو مطرح کول به بې له شکه دا ډله وهڅوي چې لویدیځ ته مخه کړي.
۶- د طالبانو له مخالفینو سره د لوېدیځ د ملاتړ خطر
طالبان فکر کوي چې د سیمې له ځینو هېوادونو سره د تودو اړیکو ساتل او پراخول ښايي لویدیځ دې ته اړ کړي چې د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ وکړي. تر کومه ځایه چې موږ وینو، د طالبانو مخالفین د سیمې د هیوادونو په پرتله له لویدیځ سره ډیر دوستانه ښکاري؛ ځکه دوی فکر کوي چې دا غرب دی که چېرته وغواړي کولی شي طالبان په خپل ځای کې کېنوي. له غربي چارواکو سره ناسته ولاړه، په نړیوالو غونډو کې ګډون، په غربي رسنیو کې راڅرګندېدل او د طالبانو پر ضد خبرې کول، د نړیوالو کنفرانسونو جوړول او داسې نور هغه برخې دي چې په غربي چاپېریال کې د طالبانو د مخالفانو په ګټه تمامېږي.
۷- د طالبانو پوځي ځواک
لکه څنګه چې لیدل کیږي، طالبان د سیمې له هیوادونو سره په ویاړمن دریځ خبرې کوي، نه د عاجز دریځ څخه. دا وياړ د طالبانو د پوځي ځواک له امله دی. نن ورځ طالبان په امریکايي توپونو او ټانګونو سمبال دي. د غرور او تکبر باد د دوی په پوزه کې دی. دوی د بشپړې خپلواکۍ شعارونه ورکوي او د اختلاف غږ په دننه کې ځپل کېږي. همدارنګه، دوی داسې څه نه خوښوي چې له بهر څخه پدې ډلې باندې وتپل شي. د طالبانو او د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو تر منځ جګړه د هغه غرور له امله ده، چې د امریکايي توپونو او ټانکونو له امله په طالبانو کې را پیدا شوې ده.
۸- د سیمې هېوادونو په لاس کې د فشار د آلی نشتوالی
د سیمې د هېوادونو لاسونه د فشاره له آلی څخه خالي دي. که طالبان د دغو هېوادونو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، دغه هېوادونه نه شي کولای طالبانو ته ګواښونکي خبرداری ورکړي. دوی نه مالي ځواک په لاس کې لري او نه هم نظامي ځواک. طالبان فکر کوي چې په سیمه کې ځینې هېوادونه د دې وړتیا هم نه لري چې د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ وکړي. د بېلګې په توګه، د روسیې او ایران په وړاندې ننګونې خورا لویې دي چې دغو دوو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې د طالبانو د مخالفینو ملاتړ وکړي. همدا راز طالبان د دغو هېوادونو په مالي مرستو متکي نه دي، نو که دا ملاتړ پرې شي، د دوی د حکومتوالۍ ماشین به کار ونه کړي.
پایله
د پورتنیو څرګندونو پر بنسټ، طالبان ډېر ځېر دي او د سیمې په جال کې نه راګېر کېږي؛ ځکه چې دوی د سیمې هېوادونه دومره کمزوري ګڼي چې نشي کولی د دغې ډلې د حکومتولۍ اړتیاوې پوره کړي. تراوسه لوېدیځ هېوادونه د طالبانو د هیلو او د دغې ډلې د مخالفینو د هیلو هدف ګرځېدلي دي. دواړه، لوېدیځ ته سترګې په لار دي. دا څرګنده نه ده چې لوېدیځ دا دوه مخالفې ډلې سره یو ځای کوي او د «ټولګډونه حکومت» په نوم یو ګډ نظام جوړوي، یا یې هم یو د بل لپاره قرباني کوي.