د طالبانو لوېدیځ میشتي ملاتړي

ځيني کسان په لوېدیځ کې د بیان د ازادۍ له فضا په ګټه اخیستنې او د ډیجیټل ټیکنالوژۍ او ټولنیزو شبکو له لارې له فرصتونو په استفادې سره د طالبانو ملاتړ کوي او د دغې ډلې کړنې توجیه کوي. دا کړنلاره د دې لامل کېږي چې په هېواد کې یوه ډله چې ترهګریزه مخینه او ځپونکی چلند لري، د وخت په تېریدو سره په اصطلاح نورمالیزه شي. د یوې داسې ډلې عادي ښودل چې د هېوادوالو بشري حقونه په رسمیت نه پېژني، خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو له ورکولو انکار کوي او ښځو ته د زده کړې او کار کولو اجازه نه ورکوي، پخپله د خلکو په ځپلو او د هغوی د حقونو په تر پښو لاندې کولو کې یو ډول ګډون دی.
طالبان پر مخکینیو قضیو سربیره، د نړۍ له ډېرو مشهورو ترهګرو سازمانونو سره مستقیمې او ارګانېکې اړیکې لري او ان د داعش ډلې لپاره چې ظاهراً ورسره دښمني ښکاره کوي او د واک پر سر له یو بل سره جګړه کوي، له فکري او ایډیالوژیک پلوه فضا رامنځته کوي او د هغې د پراختیا لپاره لاره هواروي، په هره بڼه د طالبانو ملاتړ د نړیوال تروریزم غیر مستقیم ملاتړ دی او د افغانستان او نورو هیوادونو لپاره خطرناکې پایلې لري.
د طالبانو سیمه ییز رول هم کړکېچ رامنځته کوونکی دی او داسې تګلاره یې خپله کړې چې ټول ګاونډیان یې اندېښمن کړي دي. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یو تور تشیال( Black Hole) دی چې هېڅوک نه پوهېږي چې پای او عاقبت به یې څه وي، ځکه چې یو دودیز او منل شوی حکومت نه لري او ټول هغه تعامل چې هیوادونه یې له افغانستان سره لري، د بېړني حالت او ناچارۍ پر بنسټ دی، څو د افغانستان د خلکو وضعیت تر دې هم خراب نشي او دا اور د نورو هیوادونو تر لمنې ونه رسېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو ملاتړ، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لخوا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند نه خوښوي، ښکاره منافقت دی؛ ځکه که څوک پر دې باور وي چې دا ډله د ملاتړ وړ ده، نو په لومړي ګام کې به د هغې تر سیوري لاندې ژوند غوره کړي. که هغه د خپل ځان، مېرمنې او اولادونو لپاره د طالبانو په شرایطو کې ژوند نه خوښوي، خو د هېواد د ملیونونو وګړو لپاره یې خوښېږي، نو په منافقانه تناقض کې راګیر دی او باید له اخلاقي اړخه د هغه د دغه کار بدګڼه په ډاګه کړای شي. د دا ډول غیر اخلاقي کړنو پر وړاندې چوپتیا به د دې ښکارندې د بنسټیز کیدو او پراخیدو لامل شي او ټولنه به د لا زیاتو بدمرغیو پر لور بوځي.
پر اخلاقي اړخ سربیره، دا مسأله په کور دننه او بهرد خلکو لپاره نورې پایلې هم لري. د طالبانو عادۍ ښودل به د نورو ترهګرو ډلو لکه د القاعدې، داعش، د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ او نورو د عادي ښودلو پيلامه وي، ځکه چې د دغو ډلو فعالیت په یوه ایډیالوژیک بنست او ستراتیژیک منزل پورې تړلی دی. د ترهګرو ډلو د عادي ښودلو هڅه به د نویو ځواکونو د جذب او له ځوانانو او تنکیو ځوانانو به د دغو ډلو د استخدام لپاره زمینه برابره کړي او د کوربه هیوادونو امنیت به له خطر سره مخامخ کړي او په همدې کچه به د کډوالو افغانانو او په ځانګړې توګه د دغو ډلو د کورنیو لپاره به د ستونزو لامل شي. د افغان ولس د حقونو د دفاع، د ولسواکۍ د دفاع، د بیان د ازادۍ، د قانون د حاکمیت او د مدني ټولنې د دفاع لپاره هر ډول هڅې په بهر کې د دغې ډلې د ملاتړو او لابیګرانو پر وړاندې درېدو او مقاومت ته اړتیا لري. دا د ټولو افغان کډوالو اخلاقي مسؤلیت دی او دا په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو کم لګښتی ممکن کار هم دی.