۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال سازمان او د خوړو او کرنې سازمان په ګډ راپور کې د هغو هېوادونو یادونه کړې، چې د خوړو لوی ناورین ته د لوېدو په درشل کې دي. یادو سازمانونو افغانستان او سومالیا هغه هېوادونو بللي، چې د لوږې او خوراکي توکو د نه خوندیتوب له سترې ننګونې سره مخامخ دي.
د دغو دوو سازمانونو ګډ راپور چې دوشنبه د غبرګولي پر ۱۷ خپور شوی راغلي، په ټوله نړۍ کې ۲۰ هېوادونه د خوړو د نه خوندیتوب له کبله ډېر ګواښل شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ایتوپیا، نایجیریا، سویلي سوډان او یمن د ناورین «تر ټولو زیات ګواښ» سره مخ دي او افغانستان او سومالیا تازه له دغو هېوادونو سره د یوځای کېدو په درشل کې دي.
یادو سازمانونو ویلي، د افغانستان په ګډون د یادو شويو هېوادونو جمعیت د خوړو د نه خوندیتوب (IPC) له پنځم پړاو سره مخ دي.
راپور کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ایتوپیا، یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او افغانستان کې ټولټال ۷۵۰ زره کسان د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دا خبرداري داسې مهال ورکول کېږي، چې افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له کبله په دغه هېواد کې د لوږې کچه په بېساري ډول زیاته شوې ده.
تازه افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې لا هم خلک د خوراکي توکو د اخیستو لپاره د خپلو کورونو توکي پلوري. یادې کمېټې زیاته کړې، افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د هواري لپاره د نړیوالې ټولنې بشپړه همغږي اړینه ده.