۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی چې د دغه سازمان د بودیجې د کموالي له امله به په افغانستان کې اړمنې مېرمنې تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.
د خوړو نړۍوال سازمان د دوشنبې ورځ د تلې میاشتې په پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دغه سازمان د مالي سرچینو د کمښت له امله یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوراکي توکو له مرستې بې برخې شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي دي: «په افغانستان کې د مرستو د کمولو تر ټولو ستر لګښت ښځې ورکوي. له یو میلیون څخه ډیرې میندې او ماشومان نور د بودیجې د سخت کمښت له امله د تغذیې مرستې نه شي ترلاسه کولای.»
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام خبر ورکړی و چې سږ کال به په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ شي چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې دي.
د نوې څېړنې له مخې، د دغه بنسټ د خوراکي مرستو کمښت د دې لامل ګرځي، هغه کسان چې پخوا د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ وو، د خوراکي توکو د نه خونديتوب په بيړنۍ کچه کې دي.