د سپټمبر په ۲۹مه، د مسکو د فارمت ناستې تر نوم لاندې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو اترو بل پړاو د روسیې په کازارن ښار کې جوړېږي. په دې ناسته کې به، د روسیې، ایران، قزاقستان، قرغستان، تاجکستان، ترکمنستان، اوزبکستان، چین، هند او پاکستان ګډون وکړي. دا چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم د مسکو ناستې ته بلل شوی دی، دغه ناسته به له تېرو پړاونو سره توپیر ولري. په تېرو ناستو کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف او دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا، د تېرو ورځو له خبرو، څرګندېږي چې په دې ناسته کې د افغانستان د د مهمو موضوعاتو؛ لکه د ټولګډونه دولت د رامینځته کېدو په اړه به بحث وشي.
د مسکو د ناستې یو له احتمالي موضوعاتو نه، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار ده. د هېوادونو استازي چې په دې ناسته کې به حضور ولري، یوځلي بیا په دې برخو کې خپل لیدلوري تکراروي.
د مسکو ناسته له دې امله د ارزښت وړ ده چې څه موده وړاندې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود، مسکو ته لاړ او د روسیې د مجلس د رییس د مرستیال او ددغه هېواد د یوه سیاسي ګوند د رییس له لوري له تود هرکلي سره مخ شو. داسې ښکاري چې د مسکو په ناسته کې د افغاستان د سیاسي وضعیت په اړه خبرې اترې مهمې دي. ویل کیږي چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په موخه، د افغانستان په چارو کې د سیمې د هېوادونو له استازو او همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرته د افغانستان یو شمېر سیاسي شخصیتونه به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
سره له دې چې مسکو ته د احمد مسعود له سفر وروسته، یو شمېر شنونکو ویلي چې د افغانستان په اړه د روسیې سیاست بدلون کړی دی؛ خو اوسمهال دغه تحلیل سم ندی او د طالبانو په اړه د روسیې په کړنلاره کې هېڅ بدلون نه لیدل کېږي؛ یو دا چې طالبان په پشپړ ډول د افغانستان پر سیاسي جغرافیه واکمن دي او د دغه هېواد اداره په لاس کې لري، بل لوري ته، د مقاومت جبهه له کورنیو ستونزو سره مخ ده او د پام وړ پوځي لاسته راوړنې نه لري.
د روسیې له نظره، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو لپاره هېڅ ډول بدیل او ځایناستی نشته، خو بله ډېره مهمه موضوع په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت او د مخدره توکو د قاچاقو د زیاتوالي په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو او روسیي اندېښنه ده. دغه مسایل به هم خامخا د مسکو په ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د تروریستي ډلو د فعالیتونو او د مخدره توکو د زیاتوالي په اړه د منځنۍ اسیا اندېښنه بې ځایه بولي.
بل لوري ته، د روسیې لوړپوړي امنیتي چارواکي په افغانستان کې له تروریستي ډلو نه بهرني ملاتړ په تېره داعش خراسان ته په اشارې، امریکا په دې کار تورنوي. د هغوی په باور، امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې نه په ملاتړ، د مرکزي اسیا، چین او روسیې د بې ثباته کولو په لټه کې ده. په پیاوړي احتمال په دې برخه کې د مسکو په ناست کې به بحث او خبرې اترې وشي.
لا هم اوږده لاره پر مخ پرته ده او باید ډېرې خبرې اترې ترسره شي؛ ځکه طالبان به په دومره اسانۍ له د هغوی غوښتنې ونه مني او د ټولګډونه دولت د رامینځته کېدو او د هېوادونو نورو غوښتنو ته به مثبت ځواب ونه وايي.