د پولې له سیمو نه د پاکستاني طالبانو لېږدولو طرحه په څه مانا ده؟

لیکنه:شجاع الدین امیني

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) شتون او د پاکستان پر وړاندې د دې ډلې له لوري د وېرونکو فعالیتونو ترسره کول په تېرو نېږدې دوو کلونو کې د طالبانو او د دغه هېواد ترمنځ د شخړو له عمده لاملونو ګڼل کېږي. هغه هېواد چې طالبانو ورسره د پولې پر سر ډېرې شخړې درلودلې دي، پاکستان دی. پاکستاني چارواکو د تېر کال په نوامبر او د سږ کال په فبروري کې څو ځلي کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو له چارواکو سره یې د ټي ټي پي د ځپلو یا د افغانستان له خاورې د هغو د ایستلو په اړه بحث او خبرې اترې کړي دي.

په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناوالله، له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبانو دغه هېواد سره ژمنه کړې چې ټي ټي پي به د پولې له سیمو لیرې او افغانستان ته به یې لېږدوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ادعا په منلو سره ویلي دي چې دا طرحه د پاکستان د اندېښنو د لیرې کېدو لپاره په نظر کې نیول شوې ده؛ خو نوموړي جوته کړې نده چې ټي ټي پي به د افغانستان کومو سیمو ته لېږدول کېږي. د دغه خبر په غبرګون کې، د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول ویلي دي چې طالبان غواړي د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ټي ټي پي د غړو او د هغوی د کورنیو لپاره ښارګوټي جوړ کړي چې دا کار د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره یو ګواښ دی.

پوښتنه داده چې طالبانو ولې او د کومې موخې لپاره د پولې له سیمو د ټي ټي پي د لېږدولو طرحه ترلاسه لاندې نیولې ده؟

۱ طالبان له ټي ټي پي سره ملګرتیا لري

پاکستان له طالبانو نه دوه غوښتنې لري: د ټي ټي پي ځپل یا هم له افغانستان نه د هغوی ایستل. لکه څنګه چې لیدل کېږي طالبانو په دې برخه کې له یوې بلې لارې کار اخیستی: د پولې له سیمو د ټي ټي پي لیرې کول. طالبان غواړي په دې کار سره د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ په یوه ډول لوبه پرمخ یوسي او یو د بل قربانی نکړي. دا کار ښيي چې د طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ ژوره ملګرتیا شتون لري. داسې ښکاري چې په دې برخه کې دوه لاملونه شتون لري: یو دا چې ټي ټي پي د اوږدو کلونو لپاره د طالبانو ترڅنګ د امریکا او د افغانستان د پخواني دولت پر وړاندې جنګېدلي دي. دوهم دا چې دواړه ډلې له ایډیولوژیک پلوه یوه واحده موخه لري: په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي امارت اقامه. ددې ترڅنګ ویل کېږي چې ټي ټي پي د طالبانو د پردې ترشا له مشر سره بیعت کړی دی او دا کېدای شي د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې لاپسې پیاوړې کړي.

۲ طالبانو نړۍ اغوا کړې ده

له طالبانو نه د نړۍ لویه غوښتنه د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه ده چې نه یوازې د مبارزې په برخه کې کومه نښه نه په سترګو کیږي، بلکې ددغو ډلو فعالیتونو د نړۍ او په تېره د سیمې د هېوادونو اندېښنه یې دوه برابره کړې ده. هغه ناسته چې د روان کال د غوايي د مېاشتې په ۱۶مه نېټه، په اسلام اباد کې د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ جوړه شوه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي متقي، د اسلام اباد د پالیسۍ د مطالعاتو په مرکز کې په خپله وینا کې وویل چې نه یوازې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه اخیستل کېږي، بلکې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د ناورین نړیوالې ډلې د روان کال په لومړیو کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د ټي ټي پي اصلي هسته په افغانستان کې ده. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، ددغه راپور په غبرګون کې وویل چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټنځای نه لري او د ناورین نړۍواله ډله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لمنځه وړلو په لټه کې ده. خو د پولې له سیمو د تي تي پي د لېږدولو د طرحې افشا کېدل ثابته کړه چې طالبانو تر دا مهاله په ډېر مهارت نړۍ اغوا کړې ده. د دې سربېره، د دغې طرحې افشا کېدل او د هغې پلي کول ښيي چې طالبانو د دوحې د تړون مهم بند چې د نورو هېوادونو د ګټو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول دي، نقض کړی دی.

۳- طالبان پاکستان ته تسلیم شول

ویل کېږي چې تر دا مهاله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر ۱۳ ځلي نښتې رامنځته شوي دي. دا نښتې د ډېرو لپاره دا ذهنیت ورکړی و چې ګواکې طالبان نور د پاکستان تر اغېز لاندې نه دي. هغه څه چې دا ذهنیت یې لا پسې پیاوړی کړ، دا و چې طالبانو له هند سره د اړیکو د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې وکړې چې په دې برخه کې یې پرمختګونه هم لرل. د دغې طرحې افشا کېدل وښوده چې طالبان پاکستان ته د نه ځواب ورکولو جرات نلري او د تېر په څېر د هغه هېواد په اشارې ناڅي، حتی له هند سره د اړیکې د ټینګښت په برخه کې. «د طالبانو بیا راتګ» د کتاب لیکوال حسن عباس، لیکلي چې د طالبانو چارواکو له هند سره د اړیکو د ټینګښت لپاره په لومړي سر کې د پاکستان رضایت ترلاسه کړ. دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له خبرو مالومېږي چې د دغه هېواد چارواکي له طالبانو خوښ دي او د دواړو خواوو ترمنځ د پولو پر سر شخړې او ژبني لانجې د موږک او پیشو د لوبې په څېر دي. د بېلګې په ډول نوموړي په رضایتمندانه ډول وویل چې طالبان د ټي ټي پي د ځپلو لپاره ژمنې ورکړي دي، خو په دې برخه کې یې کمزوری عمل کړی دی. په دې مانا چې طالبانو هڅې کړي خو نه هغه هڅې چې پاکستان ورنه تمه درلوده. طالبان په داسې حال کې د پاکستان غوښتنې پلي کوي چې د ترهګرو ډلو د ځپلو په برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو اندېښنې یې جدي نه دي نیولي. د بېلګې په ډول، ذبیح الله مجاهد د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړوند د روسیې د دفاع وزیر د ادعا په غبرګون کې وویل چې د سیمې هېوادونه دې اجازه  نه ورکوي چې ویجاړونکې ډلې دې افغانستان ته رادننه شي.

۴- طالبان شمال طالبانیزه کوي

طالبانو په ظاهر ډول د هغو سیمو له نومونو چې غواړي ټي ټي پي هلته ځای پرځای کړي ډډه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې له کورنیو سیمو نه د طالبانو د یادولو موخه، د افغانستان شمال دی چې ټي ټي پي هلته لېږدوي؛ ځکه چې سوېل او سوېل ختیځې سیمې له پاکستان سره ګډې پولې لري، خو شمالي سیمې له دغه هېواده لیرې پرتې دي.

څو موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې طالبان غواړي د قوش تېپې د کانال شاوخوا زمکې د ډیورند د هغې غاړې پر کډوالو چې غواړي افغانستان ته راواوړي، ووېشي. که داسې وي طالبان د څو موخو په لټه کې دي: ۱- طالبان غواړي چې د شمال ټولنیز او فرهنګي جوړښت له منځه یوسي؛ ۲- دوی غواړي چې په بنسټیز ډول په شمال کې د مقاومت بستر او او د اوسېدو زمینه لمنخه یوسي؛ ۳- غواړي چې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو او همدارنګه روسیې لپاره اندېښنې رامنځته کړي. داسې ښکاري چې امریکا به له دغې طرحې ملاتړ وکړي؛ ځکه هر څومره چې د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو پولې ناامنه وي، امریکا ډېره ګټه ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

Back to top button