افغانستان د «آذربايجان – ارمنستان» په جګړه کې د څه په لټه کې دی؟

محمد حسين نیک‌خواه

څو ورځې کېږي چې د «ناګورنو قره باغ» په سيمه کې د جګړې د ايرو لاندې اور په شغلو شوی او د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ مرګوني نښتې د نړيړالو رسنيو د خبرونو سرټکي ګرځېدلي دي. د دې دواړو نسبتاً کوچنيو او کم وګړي لرونکو هېوادونو ترمنځ خونړيو شخړو د ځينو هېوادونو غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.
د افغانستان او آذربايجان ترمنځ اړيکې ارګ ته د محمد اشرف غني په راتګ سره د تېر په پرتله پراخې شوې دي. افغان ولسشمر آذربايجان ته سفر وکړ او د آذربايجان ولسمشر الهام علي اُف ژمنه وکړه چې په مختلفو برخو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پراخې شي.
د افغانستان په نامه هېواد د آذربايجان خلکو لپاره آشنا دی. د دې آشنايۍ سبب هم پرته د ناګورنو قره باغ د سيمې پر سر له جګړې څخه بل څه نه دی. کله چې کلونه وړاندې د آذربايجان او ارمنستان پوځ په دې سيمه کې سره نښته وکړه، نو ځينو افغانانو د آذربايجان د پوځ په ملاتړ د جګړې ډګر ته ورودانګل.
د ناګورنو قره باغ جګړې هغه مهال د ديني – عقيدتي مسائلو سره تړاو درلود چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي جګړه مار د آذربايجان خاورې ته په دننه کېدو سره د ارمنستان له پوځ سره چې د دوی له ليده غير مسلمانان و، په جګړه کې ښکېل شول.
که څه هم ښايي له يوه ليده يو کوچنی هېواد د نسبتاً کم جمعيت په لرلو او د جغرافيايي لرې واټن سره د افغانستان لپاره مهم نه وي، خو ځیني مسائل ددې سبب شوي چې همدا کوچنی او د کم وګړي لرونکي هېواد د افغانستان لپاره د اهميت وړ ګرځېدلی دی.
دا کوچنی هېواد د «ناټو» سازمان له همکارو هېوادونو څخه دی او په افغانستان کې هم لږ شمېر ځواکونه لري.
د لاجورد لاره چې د ۱۳۹۷ ل.ل کال په ليندۍ مياشت کې د ولسمشر غني او د غړو هېوادونو د ځینو چارواکو په ګډون سره په رسمی توګه پرانېستل شوه، د آذربايجان خاورې له يوې برخې څخه تېرېږي او افغانستان بايد د آذربايجان اړوند مسائل د دې صادراتي لارې د اهميت په سبب د پخوا په پرتله ډېر وڅاري.
افغانستان د دې ترانزيتي لارې اروپايي هېوادونو او نړيوالو آزادو اوبو ته د رسېدو لپاره ځانګړی حساب پرانيستی دی او د لاجورد لاره د ځان لپاره مهمه لاسته راوړنه ګڼي. افغاني توکي د هېواد په لويدیځ کې د تورغوندۍ مرزي لارې او په شمال کې د آقينې له لارې له ترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان/ جورجيا څخه په تېرېدو سره ترکيې ته رسېږي.
تر دې دمه د يوې ازمايښتي جوپه سربېره يو دوه نورې محمولې د لاجوردو له لارې له افغانستان څخه ترکيې ته استول شوي او د ترکيې ځيني وارداتي توکي له همدې لارې افغانستان ته رسېدلي دي او په آذربايجان کې نا امني او جګړه د افغانستان پر وړاندې د لاجوردو د لارې د تړلو معنی لري.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره دوشنبه، د تلې په اوومه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره د آذربايجان او ارمنستان د نښتې پر وړاندې غبرګون وښود. به دې اعلاميه کې راغلي دي: «د ناګورنو قره باغ سيمه، د آذربايجان د يوې برخې په توګه په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوې ده. افغانستان د ناګورنو قره باغ د اشغال د پای ته رسېدو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د آذربايجان د خلکو او دولت او د نورو هېوادونو له هڅو ملاتړ کوي.»
د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د آذري او ارمني نظاميانو ترمنځ د نښتې له پيل څخه وروسته د امريکا متحده ايالاتو، روسيې، او ترکيې په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو يې په اړه غبرګونونه وښودل او د جګړې د پای ته رسېدو او د اوربند غوښتونکي شول.
داسې ښکاري چې د آ‌ذربايجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ د قره باغ – ناګورنو جګړه د سيمه ييزو قدرتونو او د ارمنستان او آذربايجان شاوخوا هېوادونو ترمنځ په نيابتي جګړي اوښتې ده. په دې شخړه کې ځيني هېوادونه له آذربايجان هېواد څخه او ځيني له ارمنستان څخه ملاتړ کوي او ځيني هېوادونه د اوربند د تامين کېدو لپاره د منځګړيتوب غوښتونکي دي.
ترکيه سربېره پر دې چې په همهاله توګه د منځني ختيځ او افريقايي هېوادونو په شخړو کې له سوريې څخه نيولې تر ليبيا او قطر پورې رول لوبوي، په څرګند ډول يې د ناګورنو قره باغ په شخړه کې له آذربايجان څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د ځينو نړيوالو رسنيو د راپورونو په اساس، ارمنستان ادعا لري چې تُرکي سلاکاران او د «حمزه لښکر» جګړه مارانو ډله چې د سوريې له ترکمنو څخه دي او د ترکيې لخوا يې ملاتړ او تجهيز کېږي، د ناګورنو قره باغ په جګړه کې حضور لري او د آذربايجان به ګته جګړه کوي.
له بل پلوه آذربايجان هم ادعا لري چې د کُردي جګړه مارانو يوه برخه چې د ترکيې حکومت مخالف دي، ارمنستان ته تللي دي او د دې هېواد به ګټه د ناګورنو قره باغ په جګړه کې د آذربايجان پوځ پر ضد په جګړې بوخت دي.
په داسې حال کې چې د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ نظامي شخړه جريان لري، ډيپلوماتيکو او رسنيزو شخړو هم د دواړو لوريو لخوا شدت اخيستی دی. د آذربايجان رسنۍ د دښمن د ته اوښتو زيانونو او د ارمنستان د مرزي کليو د بيا نيولو خبر ورکوي، خو ارمنستان هم د ټانکونو او چورلکو د له منځه تلو او د آ‌ذربايجاني سرتېرو د وژنې خبرې کوي.
د جګړې له دواړو غاړو د سرتېرو د وژنو او نظامي مخکې تګ د خبرونو د خپرېدو ترڅنګ له آذري او ارمني رسنيو څخه د ګڼ شمېر هېوادونو غبرګونونه هم خپرېږي؛ تر دې بريده چې د آذربايجان ځينو رسنيو د ناګورنو قره باغ د شخړې اړوند د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه خپره کړې ده.
دې جګړې ته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان غبرګون او له آذربايجان څخه ملاتړ د دې هېواد د رسنيو پاملرنه جلب کړې ده. د اردوغان د خبرو په يوه برخه کې چې د آذربايجان له يوې رسنۍ، «Media TV.az» خبري وېبسايټ څخه خپرې شوي دي، راغلي دي: «ترکيه به په خپل ټول قوت سره د آذربايجان ترڅنګ په دوستانه توګه ودرېږي.»
د آذربايجان رسنيو په حواله، د ترکيې ولسمشر له ناګورنو قره باغ سيمې څخه په بېړې سره د ارمنستاني ځواکونو د وتلو او د فوري اوربند غوښتنه کړې ده. نوموړي همدرانګه د «مينسک، د اروپا د امنيت او همکارۍ بنسټ» ډله چې د آذربايجان او ارمنستان د اختلافاتو د حل منځګړيتوب کوي، د دې ناورين په ختمولو کې په بې پروايۍ تورنه کړې ده.
د ارمنستان او آذربايجان ترمنځ شخړه تاريخي ريښه لري او د دوی د دښمنۍ اصل د ناګورنو قره باغ پر سيمې د واکمنۍ له جنجالي کېدو څخه مخکې پورې تړاو لري. د دې هېوادونو د اړيکو د خرابوالي يوه برخه د تُرکانو لخوا د «ارمنيانو نسل وژنې» ته ورګرځي. په صليبي جګړو کې هم آذريان او ارمنيان د يو او بل په مقابل کې درېدلي و.
ناګورنو قره باغ د آذربايجان په خاوره کې ارمني مېشته سيمه ده او د پخواني شوروي پر مهال د آذربايجان اړوند شوه، خو د ارمنيانو ډېری جمعيت وروسته له مودو د يوې «ټول پوښتنې» په ترڅ کې د ارمنستان سره د يوځای کېدو لپاره رايه ورکړه او د آذربايجان په مخالفت کې په سيمه کې خودمختاره جمهوريت رامنځته شو چې د نورو هېوادونو لخوا په رسميت نه دی پېژندل شوی.
داسې ښکاري چې ګډې اقتصادي ګټې، له آذربايجان سره د اړيکو ښه والی او له ټولو څخه مهم د لاجوردو لاره د دې سبب شوې چې افغانستان د آذربايجان – ارمنستان په شخړه کې د آذربايجان اړخ ته شي ترڅو د سيمه ييزو او نړيوالو لويو قدرتونو د سيالۍ ترمنځ په دې شخړه کې د يوې اعلاميې په صادرولو سره د ځان لپاره رول ولوبوي.

ورته لیکنې

Back to top button