د امریکا نوې طرحه څه ده؟

له هغې وروسته چې د جوبایډن په مشري د امریکا نوې ادارې د افغانستان د سولې په چارو کې د دغه هېواد د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید کړ، نوموړي سیمې ته د سفر په لومړي سر کې کابل ته راغی او له افغان چارواکو او یو شمېر مطرح سیاسي شخصیتونو سره یې لیده کاته وکړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په وینا، خلیلزاد دا ځل له یوې نوې طرحې سره کابل ته راغی او دا طرحه یې له ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس او ځینو سیاسي شخصیتونو سره شریکه کړې ده.
ویل کېږي د خلیلزاد په دغه لس مخیزه طرحه کې د سولې د انتقالي حکومت د جوړېدو وړاندیز شوی چې پر دغه ډول ادارې به د بُن ناستې ته په ورته په یوه بله غونډه کې هوکړه کېږي. په دې توپیر سره چې په دغه ناسته کې به د افغان حکومت پر استازو او سیاسي شخصیتونو سربېره طالب مشران هم ګډون کوي.
ځینې سرچینې وايي، پر دې طرحې د افغان دولت او طالبانو د هوکړې په صورت کې به په ترکیه یا بل اسلامي هېواد کې د نړۍ د لویو هېوادونو، د افغانستان د ګاونډیو، د ملګروملتونو سازمان او ناټو سازمان د استازو ګډون په لوړه کچه ناسته ترسره شي.
په دغه طرحه کې د یوه انتقالي دولت د جوړېدو د لارې نقشه اټکل شوې ده. ددې طرحې له مخې، ټاکل شوې د افغانستان د سولې د انتقالي دولت په نوم نوی سیاسي جوړښت رامنځته شي چې درې واړه اجراییه، قضاییه او مقننه قوې به ولري. ددغې طرحې پر بنسټ به د اسلامي فقې یوه عالي شورا او د اساسي قانون د تعدیل یو کمېسیون هم رامنځته شي.
ددغې طرحې له مخې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو موجود جوړښت به خوندي پاتې کېږي او د سولې د انتقالي حکومت مشر به د وسله والو قواوو اعلی سرقوماندان وي. همداراز به د سولې په انتقالي حکومت کې د ملي اردو او پولیسو یوه ګډه شورا جوړېږي چې غړي به یې د دواړو لوریو له خوا ټاکل کېږي. دا شورا به په دفاعي او امنیتي برخو او د سولې په انتقالي دولت کې د طالبانو د ادغام د څرنګوالي په اړه مشورې ورکوي.
ددغې طرحې پر بنسټ به د افغانستان په راتلونکي اساسي قانون کې ټاکنې یو اصل وي او راتلونکی ولسمشر به د رڼو، سالمو، بې پرې او سراسري ټاکنو له لارې غوره کېږي.
له بده مرغه په دې طرحه کې د سولې د انتقالي دولت د جوړولو اجرایي میکانیزم او د سراسري اوربند او د افغانستان د بې طرفۍ سیاست په شان مسایل په ښه توګه نه دي جوت شوي. ويل کېږي خلیلزاد به دا طرحه په دوحه کې د طالبانو ډلې له استازو او د افغانستان له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره هم شریکه کړي.
نور نو افغانان له جګړې، وژنو او تاوتریخوالي سخت ستومانه شوي او د هر ډول طرحې او میکانیزم له لارې چې وي، دوی یوازې د امن او آرامه ژوند غوښتونکي دي.