غیرت څه دی؟
څېړنوال عبدالغفور لیوال

دا ورځې ګڼ افغانان د «غیرت» په نامه له خپلو لومړنیو انساني حقونو بې برخې کیږي، پوښتنه دا ده، چې د دوی محرومیت له «غیرت» سره څه اړیکي لري؟ او له لویه سره غیرت څه دی؟
غیرت یو رواني غبرګون دی. داسې یو احساس، چې نیمايي وجود یې غریزي او فیزیولوژیک دی او نیمايي نور یې د ټولنیزو اړیکو او چلندونو په وړاندې پېښنده (حادث او عارضي) دی.
غیرت د شخصي، شخصیتي او یا ګډ حریم د ساتلو غریزه ده. د دغه پېژاند له مخې باید پوه شو، چې حریم څه دی؟ څنګه ټاکل کیږي؟ او د حریم محدوده څومره ده؟
حریم د وګړي یا ټولنې هغه ملکیتي ټولګه ده، چې عناصر یې ناموسي شوي وي.
د وګړي لپاره عزت نفس، کورنۍ، مالکیت او… داسې ناموسي شوي عناصر دي، چې د هغه وګړنی « شخصي» حریم ټاکي. د یوې ټولنې لپاره ګډ ملکیت (معنوي یا مادي) لکه ژبه، فرهنګ، ګډ اوبخور سیستم، ژرنده، جومات، هدیره… ټولیز حریم او د یوه ملت لپاره هېواد او ملي ګټې ملي حریمونه بلل کیږي، چې ډېر ځله د ناموسي شویو ارزښتونو حیثیت مومي او له وګړني یا ګډ غیرت سره اړیکي لري.
د غیرت په نامه غبرګون، شخړه، تاوتریخوالی او شخړه هغه مهال پېښیږي، چې فرد یا ټولنه احساس کړي، چې د هغوی شخصي یا ګډ حریم مات شوی یا ګواښل کیږي.
که د چا د کورنۍ غړی د بل فرد له خوا وکړول شي، په وړاندې یې غبرګون غیرت ګڼل کیږي. خو که یو فرد یو پردی انسان وکړوي، د هغه په وړاندې غبرګون اخلاقي عاطفي وي، ځکه د کورنۍ غړی د لومړي فرد په حریم کې شامل دی او پردی انسان له دغه حریم څخه بهر وي.
که زموږ د کورنۍ غړی زیان وویني، په وړاندې یې د غیرت پربنسټ عمل کوو، که مو هېوداوال زیان وویني خواشیني کیږو، خو که په افریقايي هېواد ګیني کې زرګونه خلک وکړول شي، ښايي هېڅ پرې خبر نه شو یا مو غبرګون ډېر کمزوری وي. د حریم محدوده یعنې همدا.
په ټوله نړۍ او د بشریت په ګردسره اوږده تاریخ کې د هرچا او هرې ټولنې لپاره حریم ساتنه او غیرت یوه مهمه مسئله او اندېښنه وه او ده. د قانون او حاکمیت په بحث کې د حقوقي بحثونو لومړنی بنسټی اصل د (حریم) ساتنه ده. همدلته غیرت له ټولنیزو قراردادونو، حاکمیت، حقوقو، سیاست او ټولنپوهنې سره اړیکي مومي.
دا بحث ډېر پراخ دی، په لنډيز یې شرحه ناشونې ده، خو لنډه پایله ترې داسې اخیستلای شو، چې:
په هره ټولنه کې، چې حاکمیت، قوانین، انتظامیه ځواک، شعوري ځانپوهه، اخلاق او عواطف پیاوړي وي، هلته شخصي او ګډ حریم ډېر خوندي وي، هلته ناموسي شخړې ډېرې نه پېښیږي او د غیرت په نامه محدودیتونو او غبرګونونو ته اړتیا نه وي.
په هغه ټولنه کې چې سالم حاکمیت، قوانین، ټولنیز اخلاق او انساني عواطف کمزوري وي، هلته د شخصي او ګډ حریم لپاره ناموسي غبرګونونه زیات وي، چې د داسې غبرګونونو محرکه ځواک ته غیرت وایو.
په قانونمنده ټولنو کې پولیس، محکمه، قوانین، اخلاق او عواطف حریمونه له تیري ساتي، هلته نو د غیرت پر بنسټ فیزیکي غبرګون ته اړتیا نه پېښیږي.
نو:
د ټولنې انسانان له خپلو اساسي – بشري حقونو څخه مه محروموئ، مشروع حاکمیت، قوانین، نظم، اخلاق او عواطف پیاوړي کړئ، چې خلک خپل حریمونه خوندي وګڼي او هره ښځه، ماشوم او نرینه په بشپړه ازادۍ زدکړه، لوبې، کار او ژوند وکړلای شي.
اصلي غیرت (په مثبته مانا) همدا دی.