شریعت څه دی؟
لیکنه: سعید ناشید

اخوانی نامتو قانونپوه عبدالقادر عوده، وايي: «د شریعت سرچینه خدای دی ځکه چې د شریعت بنسټ د اسلام پر دین ولاړ دی او اسلام د خدای له لوري رالېږل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د وضعي قوانینو سرچینه، انسانان دي چې دغه قوانین جوړوي. دا چې د اسلام شریعت د خدای له لوري دی دوه پایلې لاسته راځي:
لومړۍ پایله یې داده چې د شریعت قوانینو ته د حاکمانو او د یوې عقیدې خلکو له لوري یو شان درناوی کیږي؛ ځکه هم حاکمان او هم عام خلک په دې باورمند دي چې دغه قوانین د خدای له لوري وضع شوي او باید هغو ته درناوی وشي. خدای پورې د شریعت تړل ددې لامل کیږي چې خلک هغو ته درناوی وکړي او ورته غاړه کیږدي. په نړۍ کې د هر قانون ارزښت په هماغه کچه د درناوي او اطاعت وړ دی چې خلک یې په وړاندې یې لري. نن په نړۍ کې، هېڅ قانون د نفوذ او سیطرې له پلوه، د شریعت له قانون سره نشي کولای سیالي وکړي. له شک پرته، هر څومره چې خلک خپلو قوانینو ته ډېر درناوی وکړي، کارونه به یې ښه پرمخ ولاړ شي او په ژوند کې به یې ښه والی رامنځته شي او کولای شي خپلې دنیايي چارې په ښه ډول پر مخ یوسي.
دوهمه پایله داده چې د شریعت قواعد، ثابت، پرخپل ځای او دایمي دي، پرته له دې چې څه ډول حاکمانو د چارو مسوولیتونه په لاس کې اخیستي یا څه ډول سیاسي نظامونه په واک کې دي. په دې لړ کې هغه حاکمان چې محافظه کاره وي یا نوښتګر نه وي، ترمنځ یې هېڅ توپیر نه شته. دغه راز که نظام جمهوري وي یا شاهي، د شریعت د قوانینو په وضعیت کې، ګډوډي نه رامنځته کېږي. د شریعت قوانین هېڅکله په حاکمانو یا هم د حکومتولۍ په سیستم پورې تړلي ندي بلکې د اسلام په دین پورې تړلي دي چې په هغه کې بدلون او ګډوډي نشته او هر ډول واکمن کېدای شي په هغه باور ولري او دغه راز کېدای شي هر ډول نظام د هغه په خدمت کې وي. دا په داسې حال کې ده چې په بشري قوانینو کې دا ډول داستان نه شته؛ ځکه حاکمان قوانین ددې لپاره وضع کوي ترڅو د خپلو آرمانونو او موخو په خدمت کې یې وي او په مرسته یې خپل د نظر وړ نظامونه پیاوړي کړي. همدا لامل دی چې بشري قوانین تل د بدلونونو په حال کې دي او برخلیک یې له تحول او بدلون سره تړلی دی.»
فکر نه کوو چې عبدالقادر عوده د قوانینو د لرغونتوب او په لوېدیځ کې د هغو د تحول او بشپړتیا له څرنګوالي سره بلد نه و. عوده د قانون په برخه کې زده کړې کړې وې او تخصص یې درلود او شونې نه وه چې دغه ساده ټکي ته یې ورپام شي. مسله اصلا د مسلمانانو ترمنځ د هغه د ایدیدلوژیکو باورونو او ناروا ویلو د تبلیغ په اړه ده چې نوموړی یې په خوله راوړي.
ځکه دغه ادعا چې ځیني مسایل، د لمر په څېر روښانه دي، پرته له دوکې ورکولو بل څه نه دي، پر مونږ لازمه ده پوښتنه یوځل بیا مطرح کړو او دا وپوښتو چې له شریعت نه موخه څه ده؟
د پوهې د اصولو د فقهي او متخصصو شنونکو، په باور، شریعت په دیني مسایلو کې د متخصصو او په کار پوه خلکو له اجتهاد نه عبارت دی. ددې تعریف له مخې، دیني قواعد او احکام هماغه د اجتهادي او بشري مسایلو ټولګه ده. لکه څنګه چې ابن قیم الجوزي د اجماع پر استدلال ټینګار کوي: « غوره داده چې له خپلو تېرو نیکونو او پلرونو نه اطاعت وکړو او له بدعت نه ډډه وکړو. په دې اړه قاطع دلیل دادی چې د اسلام د امت اجماع، واجب الاتباع دلیل دی او د شریعت ډیری برخې د هغه پر بنسټ د پلي کېدو وړ دي.»
په هر حال، د پام وړ ټکی دادی چې شریعت نه د خدای کلام دی او د خدای د پیغمبر کلام او نه حتی د اصحابو خبرې. شریعت یوازې د فقهي ډلې خبرې دي او بس. د لسګونه کلونو په لړ کې لسګونه فقهي ډلو، ډېرې هڅې وکړې چې د خپلو قانوني اجتهاداتو د اثبات لپاره، د قران له متن او ورپسې د احادیثو له متنونو، او دغه راز د اصحابو او تابعینو له قوله، عمومي احکام او قوانین استنباط کړي. د دغو عمومي احکامو له استخراج وروسته، فقیه ډله هڅه کوي چې د هغو پر بنسټ، هغو مسایلو ته ځواب ووایي چې اصلي متن د هغو په اړه څه ندي ویلي او په نزولو اسبابو کې نه شاملیږي. فقیه ډله په دې برخه کې، د قیاس له منطق نه ګټه اخلي. د قیاس مانا او مفهوم، د هغه څه په اړه لټه ده چې قرآن او حدیث د هغه په اړه خبره کړې وي او یا هم ځینو اصحابو د هغه په اړه خبرې کړې وي، په دې هیله چې د خدای احکام هم په ورته موضوعاتو کې د پلي کېدو وړ وي.
ددې توضیحاتو له مخې، دا روښانه کیږي چې شریعت د بشري هڅو پایله ده. اجتهاد تیوریکه هڅه ده چې د هغه مفاهیم او ارزښتونه د امپراتوریو په وخت کې جوړ شوي دي. له همدې امله د هغو بنسټیز مفاهیم او ارزښتونه، د امپراتوريو د عصر د اړتیاو ښکارندويي کوي.
هېر شوی حقیقت دادی چې شریعت هېڅکله عقیده نده او نه هم «د دین قطعي ثواب» دی، لکه څنګه چې ځیني یې د تزویر له مخې وايي. شریعت وحې نده، د خدای د پیغمبر خبره نده، بلکې د فقیه ډلې لیدلوری دی. له بل پلوه، دغه فقهي هڅې چې «شریعت» یې بولي، د یوه عصر یا وخت ټولې نښې چې پکې رامنځته شوي دي، په خپل ځان کې لري؛ د امپراتوریو د جګړو وخت. له همدې امله د عصري ملتونو د دولت له عصر سره چې فکر کیږي څو لسیزي کیږي دغه عصر ته ننوتي یو، نه یوازې له هغه سره همغږي لري کېدای شي په یوه دولت کې د عصري بنسټونو د جوړولو په لاره کې لوی خنډ وي. دغه راز دغه فقهي هڅې د نړۍوال کېدلو له عصر سره هم همغږي نه لري؛ هغه عصر چې د انسان دوستۍ د ارزښتونو تثبیت او ټینګښت او له دیني او مذهبي تعصبونو سره د مبارزې لپاره اړتیا لري.
هغه څه چې د سیاسي اسلام جریانونه یې د شریعت تر شعار لاندې د پلي کېدو په لټه کې دي، دین ندی بلکې هغه وړتیا ده چې د دین له لارې ترلاسه کېږي او په پایله کې ټاکل شوې ده دغه اقتدار د اسلامپالو ډلو لپاره د واک چلونې زمینه برابره کړي.
له هغې وروسته چې د الجزایر د ټاکنو پایلې لغوه شوې او اسلامپاله ډلې له واک نه بې برخې شوې، د هغوی مشر علي بلحاج، په روښانه ډول وویل چې د خدای د شریعت د پلي کېدو تر وخت پورې به دا وروستۍ ټاکنې وي. همدا وو چې هڅه یې وکړه ترڅو په ټاکنو کې د ګډون ګناه چې دموکراسي یې په اړه وړاندیز کړی دی، جبران کړي او چریکي جګړې او ترهګریز عملیاتونه په لاره واچوي.
د دغه ټکي د اثبات لپاره تر ټولو غوره دلیل دادی چې په تونس او المغرب (مراکش) کې اسلامپالو هېڅکله واک ته له رسېدو وروسته د شریعت د پلي کېدو موضوع نده مطرح کړې. ګواکې واک ته رسېدنه ورته کافي وه ترڅو له عوام فریبانه شعارونو لاس واخلي. هغوی ښه پوهېږي چې دغه شعارونه کېدای شي د پلویانو د احساساتو د تحریکولو لپاره ګټور ثابت شي، خو په هغه مرحله کې چې بنسټونه باید ځانونه ثابت کړي، ګټور نه دي. په همدې حال کې، کېدای شي د نه توجیه وړ دغه پراګماتیسم له ځان سره برعکس پایلې ولري. سیاسي اسلام د خپلو پلویانو لپاره ، لوی ارمانونه او غوښتنې تعریف کړي دي. هرڅومره چې آرمانونه او غوښتنې لویې وي، په هماغه کچه، ناهیلیتوب ورسره زیاتېږي.