په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې پاکستان له هند څخه له جلا کېدو وروسته د یو خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو. هغه کال افغانستان یوازینی هېواد و چې په ملګروملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب پرضد رایه ورکړه. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د ژورو اختلافاتو له امله خړې پړې شوې دي. د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د نه اعلان شوې جګړې پای ته رسېدل لا هم وختي دي.
اوسمهال، پاکستان د طالبانو د خورا اورپکو عناصرو په ملاتړ سره، پر افغانستان د بشپړ کنټرول لپاره خپلې هیلې دوه چنده کړې، چې د پاکستان د واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو د پراخ وسلهوال پاڅون او په سیمه کې د جګړې د لا شدت لامل کېدای شي. له همدې امله، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې سولهییزې حل لارې موندلو لپاره، د لویدیځ ښکیلتیا باید د طالبانو د ملتپالو عناصرو په ځواکمنولو تمرکز وکړي ترڅو د دې ډلې افراطیان چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي کابو کړي. که د طالبانو په لیکو کې ملتپاله ډله د پاکستان له ملاتړه برخمنې افراطي طالباني ډلې ته ماته ورکړي، دا به په سیمه کې د سولې په راوستلو کې ډېره مرسته وکړي.
نه اعلان شوې جګړې
له ۱۹۴۷ تر ۱۹۷۸ پورې افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې په پراخه کچه لاسوهنه کوله. تر کومه حده چې پښتون او بلوڅ بېلتون غوښتونکو له کابل څخه سیاسي، مالي او نظامي ملاتړ تر لاسه کاوه؛ ځکه افغانستان د ډیورنډ کرښې اخوا سیمو د بیا یوځای کېدو لپاره، د خپلې اوږدې هیلې د پوره کېدو په لټه کې و. افغانستان غوښتل چې دغه سیمې له پاکستانه بېرته واخلي.
په ۱۹۷۸ کال کې د محمد داوود خان د حکومت نسکورېدل او په کابل د کمونیستانو واکمنېدو پاکستان ته دا فرصت ورکړ چې وضعیت په خپله ګټه او د افغانستان په خلاف بدل کړي. اسلام اباد د هغو افغانانو هرکلی وکړ چې د کمونیستي رژیم څخه تښتیدلي او دوی ته یې اجازه ورکړه چې یوه ملیشه جوړه کړي چې عموما د مجاهدینو په نوم پیژندل کیږي. دغه وسلهوال د پاکستان د حکومت له خوا تمویل، روزل او د کمونیستي حکومت پر ضد د جهاد لپاره په وسلو سمبال شوي وو.
سړې جګړې او په پای کې د افغانستان په جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو لاس وهنې د شوروي د یرغل د ماتولو لپاره د هڅو تمرکز پر پاکستان وکړ. په دې موده کې پاکستان هغه اصلي چینل و، چې له لارې یې افغان مجاهدین د خلیجي هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان او لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا له خوا تمویل او تجهیز کېدل. پاکستان مجاهدین په بېلابېلو قومي او سیمهییزو سیاسي ګوندونو ویشلي وو.
په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو او په ۱۹۹۲ کال کې په کابل کې د کمونیستي حکومت له ړنګېدو سره د افغانستان په چارو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه د پاکستان رول زیات شو. افغانستان د شومو پلانونو او د خطا کرښې په رسمولو سره، په ځانګړې توګه د مختلفو کمپونو په واسطه چې پاکستان په ۱۹۸۰ لسیزه کې د مجاهدینو لپاره جوړکړي وو د کورنۍ جګړې په اور کې ډوب شو. د دې جوړښتونو او عواملو په نفوذ او کارولو سره، پاکستان هڅه کوله چې په افغانستان کې وضعیت کنټرول کړي. هغه اجنټان چې له اسلام آباد څخه یې امرونه اخیستل، یا په دقیق ډول، د پاکستان د پوځي استخباراتو د سازمان (ایاېسای) مرکز راولپنډۍ څخه یې امرونه اخیستل. په دې توګه پاکستان د افغانستان لپاره خپل استازی پیدا کړ چې د طالبانو په نامه یادیږي.
د طالبانو په اړه د پاکستان تګلاره
د پاکستان په پوځي او مالي ملاتړ طالبانو وکولای شول چې د افغانستان لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راولي او بالاخره یې په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیوه.
خو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د یوولسمې د برید او د طالبانو د حکومت د چټکې ماتې په غبرګون کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته، یوځل بیا پاڼې بدلې شوی. پاکستان په لومړیو کې د افغانستان د امنیتي سکتور او بهرنۍ تګلارې په جوړولو کې د ملاتړ رول لوبولی و، خو کله چې پوه شو چې نور د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې مستقیم لاس نه لري، نو د تخریبي نیابتي ځواکونو له لارې یې د مداخلې پخوانۍ پالیسي ته مخه کړه؛ دې هېواد د راتلونکو دوو لسیزو لپاره د افغان او غربي پوځي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د بیا راپورته کیدو ملاتړ وکړ.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره، د طالب یاغیانو او د هغوی د پاکستاني ملاتړو فعالیتونو زور واخیست او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د کابل په ګډون د افغانستان د ټولې خاورې په نیولو بریالي شول. خو د طالبانو چټکې بریا پاکستانيان حیران کړل. دوی د یوې اوږدې جګړې تمه درلوده چې دوی ته به اجازه ورکړي چې د نورو سخت دریځو ډلو په پیاوړي کولو سره طالبان نور هم کنټرول کړي او د امکان تر حده د پاکستان اجنډا ومني.
اوس د پاکستان حکومت د لاندې دلایلو له مخې د افغانستان د دایمي حکومت په توګه د طالبانو ملاتړ نه کوي.
لومړی، د ۱۹۹۰ لسیزې برعکس، کله چې طالبان په بشپړه توګه د پاکستان د حکومت تر ولکې لاندې وو، اوسنیو طالبانو د قطر، ایران، متحده عربي اماراتو، روسیې او چین په ګډون له نورو دولتونو سره اړیکې ټینګې کړې او حتی له هند او متحده ایالاتو سره مستقیمې اړیکې لرلې. له همدې امله طالبان اوس په بشپړه توګه د راولپنډۍ تر کنټرول لاندې نه دي.
دوهم، د ۱۹۹۰ لسیزې برعکس، کله چې د سیمې د هېوادونو تر منځ وېش افغان حکومت ته په پوځي او ډیپلوماتیک ملاتړ سره په جلاوطنۍ کې اجازه ورکوله چې د افغانستان په دننه او بهر کې د طالبانو واکمني ننګوي، دا ځل په افغانستان کې نه جلاوطنه حکومت شته او نه د پام وړ مقاومت. د دې په پایله کې د سیمې هېوادونه او نور لري پراته هېوادونه د دغې ډلې د احتمالي په رسمیت پېژندګلوۍ لپاره لاسونه خلاص ښکاري او که طالبان د دوحې په تړون کې خپلې کړې ژمنې پوره کړي، له نورو افغانانو سره خبرو ته کېني او د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې همکاري وکړي، له ترهګرۍ سره مبارزه او د بشري حقونو درناوی وکړي، په رسمیت به وپیژندل شي.
درېیم دا چې طالب مشرانو د ۲۰۰۱ کال نه دی هېر کړی. کله چې پاکستان په یوه شپه کې له یوه ملاتړي څخه په دښمن بدل شو، د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره یې له متحده ایالاتو سره کار وکړ. د طالبانو ځینې مشران د پاکستان له حکومت څخه په شخصي ډول کرکه لري ځکه چې په پاکستان کې د دوی د استوګنې پر مهال له دوی سره سخت چلند شوی دی.
پاکستان اندېښمن دی او باید اندیښمن وي. له همدې امله، د ۱۹۹۰ لسیزې برعکس، اسلام اباد تر اوسه طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه دي پېژندلي.
د طالبانو په مشرتابه کې د نجونو د زده کړې له ظالمانه بندیز پرته بل څه نه ښیې، کوم چې د طالبانو دننه ملتپالې کړۍ په دې باور دي چې راولپنډۍ ته نږدې د آی ایس آی او طالب افراطیانو کار دی. دوی هڅه کوي هغه هڅې کمزورې کړي چې په نړیواله کچه د طالبانو پیژندلو ته لاره هواره کړي. په پایله کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د خپلمنځي وسله والو نښتو، وژنو او ځانمرګو بریدونو په بڼه د واک لپاره دوامداره سیالي روانه ده. د دی دوو ډلو یوه یې هغه افراطیان دي چې د پاکستان د حکومت ملاتړ ورسره دی او بله ډله ملتپال طالبان.
د طالبانو د افراطي ډلې بریا به په اصل کې د افغانستان په وړاندې په یوه اوږده نااعلان شوې جګړه کې د پاکستان د بشپړې بریا په معنی وي. طالبان کولی شي سخت مقررات تعقیب کړي او خپل رژیم په نړیواله کچه منزوي کړي او په اسلام آباد باندې ډیر تکیه وکړي. بالکل د ۱۹۹۰ په څیر. د طالبانو دا کار به افغانستان له خطر سره مخامخ کړي چې د پاکستان پنځمه صوبه به تري جوړه شي. په هرصورت، د افغانستان لپاره که چېرته دا بده سیناریو ورپیښه شي، احتمال لري چې د پاکستان لپاره هم بې ثباته او ستونزمن وي.
د پاکستان د توان په اړه د جدي پوښتنو تر څنګ چې افغانستان تر خپل کنټرول لاندې ساتلی شي، دا ډول ښکاره اقدام کولی شي ولسي پاڅون او وسله وال مقاومت رامنځته کړي. دا کیدای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د نوي کیدو لامل شي، او کیدای شي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پښتنو او بلوڅو لخوا پراخ وسله وال پاڅونونه شامل وي. په اصل کې پر افغانستان باندې د پاکستان د تر ټولو ناوړه سناریو د تحمیلولو پالیسي کولای شي چې په خپله د پاکستان لپاره تر ټولو بده سناریو رامنځته کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د لوبی پایته رسول
موږ باید په تمه شو او وګورو چې آیا د دې ډلې ملتپالان د طالبانو د داخلي واک په مبارزه کې افراطیانو ته ماته ورکولای شي او که نه. تر اوسه په افغانستان کې دننه اوسنۍ پېښې دا په ډاګه کوي چې که ملتپاله طالبان په دې مسله کې د لوېديځ له خوا په اغېزمنه توګه ښکېل شي، ښايي پر افراطيانو برلاسي شي. لويديځ كولاى شي د ملتپالو سره مرسته وكړي چې په افراطيانو باندې د لا زياتو بنديزونو په لګولو سره په حكومت كې پوستونو او منابعو ته د هغوى د لاس رسي مخه ونيسي او په بهر كې هم مشروعيت وركړي. په کابل کې دیپلوماتیک استازي باید یوازې د طالبانو په ډله کې له ملتپالو عناصرو سره اړیکه ونیسي او د رسنیو له لارې د افراطیانو سره له لیدنې او عکسونو چمتو کولو څخه ډډه وکړي.
که چیرې ملتپال طالبان په کابل او کندهار کې نوره هم وده وکړي، موږ به د نورو افغان ډلو سره د خبرو اترو هڅې وګورو، په شمول د مخالفو قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو او همدارنګه د نړیوالو لوبغاړو د پراخې شوې حلقې سره. په یوه خوشبینه صحنه کې، دا ډول تعاملات کولای شي په افغانستان کې د یوه ټول شموله او اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي. دا ډول حکومت به د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او د لویدیځ لپاره به د ترهګرۍ ضد د باور وړ ملګري په توګه عمل وکړي.
هغه افغان حکومت چې په نړیواله کچه پیژندل شوی وي، د نورمال کېدو په لور یې ګامونه پورته کړي، له پاکستان سره د یو مساوي شریک په توګه د ګډون کولو لپاره ښه موقعیت ولري، د ډیورنډ کرښې په شمول د مهمو لانجو په اړه خبرېاترې سره وکړي او حل یې کړي او په ټول هېواد کې د افغانانو د نظرونو استازیتوب وکړي. دا ډول سناریو به په پایله کې اجازه ورکړي چې افغانستان او پاکستان د نه اعلان شوې جګړې ویجاړونکې دوره پای ته ورسوي او پرځای یې د دوو اړخیزو ګټورو اقتصادي پروژو، سیمهییز یووالي او سوکالۍ په لور حرکت وکړي، ترڅو دوی وکولای شي خپلو خلکو، سیمې او بالاخره نړۍ ته ښه خدمت وکړي.