په کابل کې یوسیمه ییز ټلویزیون په افغانستان کې د ایران له اوسني سفیر سره مرکه کوي او هغه د کابل د اوسنیو واکمنانو په تړاو پوښتي. سفیر په ډیره نرمه ژبه په دې دستګاه کې د نورو قومونو نه ګډون ته په محتاطانه توګه اشاره کوي. خبرالو په داسې ژبه چې له طالبانو ملاتړ پکې څرګندېږي وایي:«خو د طالبانو په کابینه کې د نورو قومونو کسان هم حضور لري! » سفیر تلولی کیږي، خو له لږ ځنډ وروسته وایي هغوی د امارت ټاکل شوي چارواکي دي! خبريال هڅه کوي چې ووايي همدا لاسپوڅي طالبان د قومونو استازي دي او بل څوک د هغوی د استازيتوب حق نه لري.
په هیواد کې خبریالي داسې حالت ته رسېدلي چې خلک تر وهلو او شکنجو لاندې ژوند کوي او خبریالان نیول کېږي، زنداني کېږي او تر تعذیب لاندې دي، خو یو څوک د خبرالا په نوم راځي او په بې شرمۍ سره پرې پرده غوړوي او پر خورا ناوړه وضعیت د مشارکت نوم اېږدي، بې له شکه چې ځیني کسان او رسنۍ پخوا هم وې چې «د ورځې په نرخ یې ډودۍ خوړله» او اوس هم شته، چې له مادي ګټو پرته نور اصول او پرنسیپ نه لري. هغوی نه د هغو ربړونونو په اړه رپوټ جوړوړي چې پر خلکو تحمیل کیږي او نه د نورو هغو دردونو او کړاوونو په هکله چې دا ولس یې زغمي او د کمرې لینز یې یوازې هغو ځایونو ته ورګرځي چې ګټه یې د بیان د ازادۍ دښمنانو ته رسیږي. دا د خبریالي ناولې بڼه ده چې د بیان د ازادۍ له فلسفې او د خبریالانو له ستر رسالت سره په ټکر کې ده.
خو ولې د ایران سفیر په دې خبرو کې تلولی شو او هغه څه یې بیان نه کړل چې په خپلو سترګو یې ویني؟ ښایي یو لامل یې دا وي چې د هېواد حکومت یې نه غواړي طالبان ترې خپه شي او له همدې امله باید په ښکاره ونه وایي چې پر یوه ولس د یوې ترهګرې ډلې اجباري واکمني مشروعیت نه لري او په دغه ډول جوړښت کې له لویه سره د مشارکت ظرفیت نشته. بل لامل یې دا کېدای شي چې سفیر په خپل دولت کې د خپلې تجربې له مخې د مشارکت په تړاو پر څه نه پوهېږي، ځکه ټول کیڼ اړخي، لیبرال، ملتپاله، مذهبي او ان د اصلاح طلبانو په څېر د امام پر لاره روانې سیاسي ډلې د طالبانو په شان د یوې ایډیالوژیکي ډلې د واکمنۍ په پار د خپل هیواد له سیاسي صحنې نه اېستل شوې دي. د سعدي په وینا: : «بیدل از بینشان چه گوید باز؟»
سیاسي مشارک د کوانټم کومه پېچلې تیوري نه ده چې پرې پوهېدل یا یې تشریح کول ستونزمن وي. سیاسي مشارکت دا دی چې ټولو هیوادوالو ته د نظام د مالکیت احساس ورکړي او هیڅوک ځان ترې پردی احساس نه کړي. طبیعي ده چې د داسې څه معیار د څو کسانو حضور نه دی؛ ځکه د مشارکت او مالکیت سمه لاره دا ده چې د هېوادوالو غوښتنې د هغوی د سیاسي او ټولنیزو تګلارو له مخې جوړې او برابرې شي او د هغو بنسټونو او سازمانونو له لارې چې د هېواد په سیاست کې فعالې دي، تقنیني او اجرایي پړاوونو ته ورسېږي. په دې توګه، هم تنوع او تکثر په رسمیت پیژندل کیږي، هم سالم رقابت رامنځته کیږي او هم سیاسي تحرک او فعالیت د ټولنې تر بیلابیلو پاړکیو رسېږي. دا هغه مشارکت دی چې ټولو هېوادوالو ته د حضور امکان برابروي. له منظمو ګوندونو، بنسټونو او سازمانونو پرته مشارکت د هغه څه بېلګه ده چې مولانا ویلي: «این چنین شیری خدا هم نافرید!»
سیاسي مشارکت هېڅکله په دې معنی نه دی چې یوه ملیشه ډله چې د سیاسي فعالیت مخینه نه لري، یوازې د ټوپک په زور واک ته ورسېږي او بیا له دغه او هغه قومه څو مزدور کسان د ځان خدمت ته وګماري او د مشارک نوم پرې کیږدي. د دغه کار نوم مشارکت نه دی، سم نوم یې د ملیونونو هغو خلکو په ږیرو پورې خندل دي، چې اجازه نه لري د خپل برخلیک په ټاکلو کې رول ولري.