په بانکونو کې څه ستونزه ده؟

سرچینه: مجله اکونومست
ژباړه: ضیا شافعي
د پړسوب د کموالي له امله د سود د بیو زیاتوالي بانکونه له خطر سره مخ کړي دي. یو فرصت شته چې د بانکوالۍ سیسټم بېرته ثبات ته ورسېږي. تر ۱۰ ورځو مخکې، ښایي تاسو فکر کاوه، چې بانکونه د ۲۰۰۷ – ۲۰۰۹ مالي له کړکېچ یا ناورینه تېر شوي او ثبات ته رسېدلي دي. خو اوس دا روښانه ده چې بانکونه زړه درېدونکي او ډارونکي کېدای شي. د روان کال د مارچ په ۹مه، په امریکا کې پر سلیکان وېلې بانک باندې سخت یرغل وروړل د دې لامل شول چې په یوه ورځ کې له دغه بانکه ۴۲ میلیارډه ډالر وایستل شي. سلیکان وېلې بانک په امریکا کې یو له درېیو مخکښو بانکونو و، چې په یوه اوونۍ کې دېوالي شو. مالي/بانکي قانون جوړوونکي د اوونۍ په پای کې د بانک د ژغورلو او یا تړلو هڅه کوله، که څه هم، هغه کسان چې په دغه بانک کې یې شتمنۍ اېښي، لا هم د خپلو شتمنیو د خوندیتوب په تړاو پوښتي.
پانګوال په وېره کې دي. په مارچ میاشت کې د امریکایی بانکونو د بازار ارزښت ۲۲۹ مليارډ ډالر کم شوی چې دا ۱۷ سلنه کموالی دی. د متحده ایالتونو د خزانې د بانډ حاصل (bond Yield) راټیټ شوی او مارکیټ تمه لري چې د متحده ایالتونه مرکزي بانک د روان کال په اوړي کې د سود د بیې راکمول پیل کړي. په اروپا او جاپان کې د بانکونو ونډې هم کمې شوې دي. کریډیټ سویس (د سویس مالي اداره) چې له ستونزو سره مخ ده، د مارچ په ۱۵مه، یې د ونډې ارزښت ۲۴ سلنه کم شوی دی. د مارچ په ۱۶مه ، دې ادارې د سویس له مرکزي بانکه د نغدي مرستې غوښتنه وکړه. له مالي کړکېچه څوارلس کاله وروسته، یو ځل بیا د بانکونو د دېوالي کېدو او د مالي ثبات لپاره د مقرراتو د رامنځته کېدو په تړاو پوښتنې راپورته کېږي.
د سلیکان وېلې بانک ګړندي سقوط څرګنده کړه چې په بانکي سیسټم کې خطرونو ته په کمه سترګه کتل شوي دي. کله چې د سود کچه ټیټه وه او د شتمنیو ارزښتونه لوړ وو، د کالیفورنیا بانکونو د پور پر اوږدمهاله بانډونو کې پانګونه وکړه. وروسته د امریکا مرکزي بانک له پړسوب یا انفلاسیون سره د مبارزې لپاره د سود کچه په تېرو ۱۴ کلونو کې په کم ساري توګه لوړه کړه. د هغو بانډونو بیه چې بانکونو پرې پانګونه کړې وه، راټیټه شوه او په پایله کې بانکونه له لوی مالي زیان سره مخ شول. په امریکا کې د بانکونو د پانګې د جوړښت قوانین د ختمېدو تر نیټې پورې د پور د بانډونو د بیې د کمولو په چاره کې د بانکونو د پلانونو د جوړېدو په برخه کې ځانګړې ماده نه لري. یوازې لوی بانکونه مکلف دي چې خپل (bonds )بانډونه په نښه او راپور ورکړي چې په بازار کې سوداګرۍ ته چمتو دي. خو هغه څه چې په سلیکان ویلې بانک کې څرګند شوي، دا دی چې که یو بانک له مالي ستونزې سره مخ شي او د دې ستونزې د حل لپاره خپل بانډونه وپلوري نو په هغه بانک کې به نه اټکل کیدونکي زیانونه پېښ شي.
د متحده ایالتو په ټول بانکي سیسټم کې، دا نا اټکل شوی زیان د ۲۰۲۲ تر پایه پورې ۶۲۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلی. له نیکه مرغه، د سلیکان وېلې بانک په پرتله، نور بانکونه د پړسوب له خطره لېرې دي؛ خو د امریکا د مرکزي بانک له خوا د سود د بیې زیاتوالي ټول بانکي سیستم زیانمن کړی دی.
د ۲۰۰۷ مالي کړکیچ د بانکونو د پور ورکولو او د کور بازار له حبابه سرچینه واخیسته. د ۲۰۰۷ کال له مالي کړکېچ وروسته د مقرراتو لګولو د بانکونو د کرېډټ ورکولو / پور ورکولو خطر کم کړ او ډاډ یې رامنځته کړ، چې بانکونه هغه شتمنۍ وساتي چې د پېرودونکو لپاره د اعتبار وړ وې. قانون جوړوونکو بانکونه وهڅول چې دولتي بانډونه واخلي؛ ځکه چې د کړکېچ پرمهال تر بانډونو هېڅ شتمني په اسانه نه پلورل کېږي.
د څو کلونو لپاره د پړسوب او سود ټیټه بیه د دې لامل شوه چې بانکونو ته لږه پاملرنه وشي، چې د نړۍوالو بدلونونو او د بانډ ارزښت کمېدو په صورت کې له دې اړخه زیانمېدل. د بانکونو دا زیان په ځانګړي ډول د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال ډېر شو؛ کله چې د بانک زېرمې زیاتې شوې او د امریکا مرکزي بانک بانکي سيسټم ته نغدې پیسې تزریق کړې. ګڼو بانکونو د خلکو او مرکزي بانک له مالي سرچینو د ترلاسه کړو پیسو په کارولو سره اوږدمهاله بانډونه او د دولت تضمین شوې ارزښت لرونکې پاڼې وپېرلې.
تاسو تصور کوئ چې ناپېښ شوی زیان مهم نه دی. ستونزه دا ده چې بانک د هغو زېرمو په کارولو سره په مشتریانو پورې یې اړوند دي د اوږدې مودې پر بانډونو پانګونه کوي. د بانډونو ساتل د هغو د بشپړېدو تر وخته پورې د زېرمو له ګټې سره سم وي. د سود د بیو په لوړېدو سره، د پیسو ساتونکي په سیالۍ کې دي او خپلې پیسې په بانکونو کې سپما کوي. په بانکونو کې د زیرمو حجم زیاتېږي. په لویو بانکونو لکه چي پي مورګان چیس او د امریکا بانک کې پیرېدونکي د سود د بیو په پایله کې د پیسو سپما کولو سره خپل عواید ډېروي. په مقابل کې، نېږدې څلور زرو اووه سوه کوچني او منځني بانکونه، چې د ۱۰.۵ ټریلیون ډالرو شتمنۍ لري، مکلف دي چې د ټولو بانکي زېرمو د ایستلو د مخنیوي لپاره د سپما کوونکو د رضایت د خپلولو لپاره هغوی ته پیسې ورکړي. دغه کار د ګټې په کچه کې د کمښت لامل شوی، چې په خپله دا څرګندوي چې ولې د ځینو بانکونو د ونډو ارزښت راټيټېږي.
بله ننګونه چې بانکونه په ټوله کې د مقیاس/ اندازې په برخه کې اغېزمنوي دا ده، چې د کړکېچ په وخت کې، دایمي مشتریان بانکونه پرېږدي او دا کار د دې لامل کېږي چې بانکونه د مشتریانو د زېرمو ورکولو لپاره خپلې شتمنۍ وپلوري. په پایله کې، بانکونه زیانمنېږي. د بانکونو د پانګې جوړښت نن ورځ سم بریښي، خو په عمل کې او د کړکېچ پر مهال، دا یوازې د محاسبې یوه کیسه ده.
د امریکا د مرکزي بانک د تېرې اوونۍ ناڅاپي اقدام د دغه خبرداری څرګندوی دی. د مارچ له ۱۳مې ، د امریکا مرکزي بانک چمتووالی ونیو چې بانکونو ته د ارزښتناکو پاڼو د وثیقې اخیستو په بدل کې پور ورکړي. دغه کار پر ارزښتناکو پاڼو منفي اغېز کړی دی او د امریکا مرکزي بانک د بانکونو ارزښتناکه پاڼې د پورونو د ورکړې په بدل کې د کتابي ارزښت (له سود پرته اصلي پیسو) پر بنسټ په وثیقه اخلي. په دې کار سره مرکزي بانک بانکونو ته په کافي اندازه نغدې پیسې برابروي او د بانکونو د زیانمنېدو او بانکي یرغل مخه نیسي.
د وثیقې په بدل کې پور ورکول چې د یرغل د مخنیوي لامل کیږي، یو سم کار دی چې د امریکا مرکزي بانک یې ترسره کوي، خو دا عمل بې لګښته نه دی. د کړکېچ پر مهال د مرکزي بانک دا ملاتړ د دې لامل کېږي چې بانکونه په عادي شرایطو کې د خپلو ورځنیو عملیاتو په لړ کې محتاطانه فعالیت ونه لري. د مرکزي بانک لنډمهاله مالي ملاتړ د یو کال لپاره دی. د دغه ملاتړ له بندېدو وروسته، بانکونه بیا د خلکو د شتمنیو یا پيسو د ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي. بانکونه د خپل موثریت د زیاتولو لپاره لوی خطرونه مني. د شتمنیو یا پيسو اېښودونکي هم، په دې درک سره چې د امریکا مرکزي بانک لاس په کار کېږي، بانکونو ته د خپلو پیسو او شتمنیو د سپارلو خطرونه جدي نه ګڼي.
قانون جوړوونکي باید مخکې له مخکې چمتوالی ولري چې بانکي سیسټم سم خوندیتوب لري. یو له مهمو اقداماتو د منځنیو بانکونو په برخه کې د استثنایي مورد لرې کول دي. له قانوني پلوه د دې اندازې بانکونو لپاره د مالي کړکېچ په پایله کې استثنا رامنځته شوې ده او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې هم د هغو لپاره لابي وشوه او ملاتړ یې وشو. د سلیکان وېلې بانک د زېرمو خوندي کولو وښودله چې پالیسي جوړونکي فکر کوي چې د داسې بانک دېوالي کېدل نورو بانکونو ته د سيستماتيک خطر د خپرېدو لامل کېږي. په دې حالت کې، ټول بانکونه باید د محاسبې او نقدینهگۍ هغه قواعد تعقیب کړي چې په لویو بانکونو کې پلي کېږي. د اروپایي بانکونو په څېر، په امریکا کې هم منځني بانکونه باید خپل پلانونه مرکزي بانک ته وسپاري، څو د افلاس یا دېوالي کېدو پر مهال ورته حل لاره په پام کې ونیول شي. د دغه راز قواعدو پلي کېدل پر منځنیو بانکونو فشار راولي څو د احتمالي افلاس پر وړاندې خپل خوندیتوب زیات کړي.
د خوندیتوب رامنځته کول؛ هیله کوم منتظر اوسئ!
قانون جوړوونکي هر چېرې باید د بانکونو لپاره یو میکانیزم رامنځته کړي، تر څو د سود د بیو د لوړېدو خطر وپېژني. یو بانک چې له ناپېښ شوي خطر سره مخ کېږي د نورو بانکونو په پرتله یې د افلاس احتمال ډېر دی خو دا توپیر په مختلفو اندازو سره د ټولو بانکونو د پانګې د وړتیا په شاخص کې په پام کې نه دی نیول شوی. یو نظر دا دی چې د فشار ازموینه (Stress test) باید پر دې ډول بانکونو (منځني بانکونو) ترسره شي، څو د هغو د خوندېتوب کچه درک شي. دا ازموینه په ګوته کوي چې د دې ډول بانکونو بانډ پورټ فولیو تر کومې کچې د سود د بیو له زیاتوالي سره مقاومت ښیې. د دغه راز ازموينې له پلي کولو وروسته، قانون جوړوونکي پوهېږي چې بانکي د مناسبې پانګې له وړتیا برخمن دی.
بانکوال له دې دې نظره کرکه کوي چې د لا زیاتو قاعدو له ټاکلو سره مخ شي او د پانګې د وړتیا شاخص یې لوړ شي؛ خو د دغه خوندېتوب رامنځته کولو ګټه ډېره ده. له سلیکان ویلې نه تر سویسه د بانک زېرمه کوونکي د خپلو سپمونو د له لاسه ورکولو په تړاو په وېره کې دي. هغوی باید د خپلې سپما د له لاسه ورکولو په وېره کې ژوند ونه کړي. هغه څه چې باید کلونه مخکې د دوی له نظره حل شوي وای.