د غنمو فصل؛ طالبانو په خوست کې د ماشینونو پر کارونې بندیز ولګاوه

۸صبح، خوست: په داسې حال کې چې په هېواد کې د غنمو د فصل ټولول پیل شوي، طالبانو په خوست ولایت کې د غنمو د ریبلو او پاکولو پر ماشینونو پر کار بندیز لګولی دی.

په خوست کې یو شمېر کروندګرو نن یکشنبه (د غوایي په ۳۱مه) وویل، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې طالبانو ورته ویلي، چې غنم پر دغو ماشینونو نشي رېبلای!

د کروندګرو په وینا، د طالبانو دغه کار د دې لامل شوی چې کروندو لپاره د غنمو راټولولو بهیر اوږد شي.

کروندګر وايي، چې د غنمو راټولولو اوږد بهیر او وروستیو ورښتونو او ږلیو، د دوی حاصلات زیانمن کړي دي.

تر اوسه طالب چارواکو د غنمو ریبلو لپاره د ماشينونو کارولو د بنديز په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو تېر کال هم د غزني، هرات او پکتیکا په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې، د ماشینونو په مرسته د غنمو پر ریبلو بندیز لګولی و.

Back to top button