• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کله چې موبايل د لوبو ځای نيسي؛ د ماشومانو د روغتيا په تړاو د متخصصانو خبرداری

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۳۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784631225]
AFP

AFP

د ماشومانو له‌خوا د ځیرک ټېلیفونونو پراخې کارونې د هغوی پر جسمي او رواني روغتيا او ټولنيزې ودې د ناوړه اغېزو په تړاو اندېښنې راپارولي دي. يو شمېر ميندې سره له دې چې د خپلو ماشومانو له خوا د موبايل د کارولو پايلو ته اندېښمنې دي، وايي د ماشومانو لپاره د لوبو او تفريح د مناسب ځای د نشتوالي او د برېښنا د پرله‌پسې پرچاویو له امله کله ناکله اړې کېږي چې د ماشومانو د ارامولو لپاره د لنډ وخت لپاره موبايل ورکړي. د دوی په وينا، د موبايل ډېره کارونه د ماشومانو پر چلند او روحيه ناوړه اغېز کوي. دوی وايي، هغه ماشومان چې ډېر وخت له موبايل سره تېروي، توندخويه کېږي، مزاج يې بدلېږي او ناسم چلند ترې څرګندېږي. بلخوا، د ماشومانو د داخله ناروغیو یو شمیر متخصصان خبرداری ورکوي چې د ګرځنده ټېلیفون خورا زیات کارول، په تېره بیا تر پنځو کلونو کم عمرو ماشومانو کې کولای شي د هغوی د مغزو پر ودې، د خبرو اترو پر تکامل، تمرکز، ټولنیزو مهارتونو او رواني روغتیا ناوړه اغېزې وکړي. د دغو متخصصانو په وینا، د سکرین دوامداره لیدل دغه راز د خوب د کموالي، خپګان، چاغوالي او پر ټېلیفون د روږدي کېدو خطر زیاتوي.

زهرا، چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي چې د ماشومانو لپاره د مناسبو تفریحي ځایونو د نشتوالي او دغه راز د برېښنا د پرله پسې پرچاویو له امله کله ناکله مجبوریږي د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره یو څو دقېقې موبایل ورکړي.

دا مور زیاتوي: «زه دوه ماشومان لرم؛ لور مې درې کلنه ده او زوی مې یونیم کلن دی. کله چې ناکراره کېږي، څرنګه چې د ساتېرۍ لپاره مناسب ځای نه لري او د برېښنا د نشتوالي له امله تلویزیون هم نه شي لیدلای، مجبوریږم چې د څو دقیقو لپاره موبایل ورکړم څو عکسونه یا ویډیوګانې وګوري.» د دې په وینا، په ټولیز ډول ماشومانو ته د ټېلیفون ورکول سم کار نه دی.

دا مور وايي: «که کله نا کله هم موبایل کاروي، غوره ده چې دعلمي/ښوونیزو ویډیوګانو او ګټورو خپرونو لپاره وي، نه د موبایلي لوبو لپاره؛ ځکه دا کار د ماشومانو ذهن او سترګو ته زیان رسوي. هیله منه یم میندې خپلو ماشومانو ته ډېره پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې هره شېبه ټېلیفون وکاروي.» هغه زیاتوي: «ځینې ماشومان مې لیدلي چې له موبایله د ویډیو لیدلو پر مهال ویده کېږي؛ ځکه چې ذهن یې خورا ستړی شوی وي.»

د دوو ماشومانو لرونکې بله مور منوره هم وايي چې د ماشومانو له خوا د ټېلیفون له حده زیات کارول د هغوی پر چلند او روحیه منفي اغېز کوي. د دې په وینا، هغه ماشومان چې ډېر وخت له موبایل سره تېروي، غوسه‌ناک کېږي، مزاج  یې بدلېږي او غیر مناسب چلند ښيي. دا په دې باور ده چې د کورنیو له خوا له خپلو ماشومانو سره تر ټولو لوی خیانت دا دی چې د ماشوم د ناکرارۍ یا خپګان پر مهال د هغه د ارامولو لپاره ټېلیفون ورکړي.

دا مور وايي: «زه د یوې مور په توګه د ماشومانو لهخوا د برېښنایي وسایلو او ټولنیزو شبکو د کارولو د اغېزو په تړاو ډېره مطالعته او پلټنې کوم. تر کومه بریده چې امکان لري خپل ماشومان له موبایل او نورو الکټرونیکي وسایلو لېرې ساتم او ډېری وخت هغوی داسې لوبو ته هڅوم چې روزنیز اړخ ولري او د هغوی د نوښت د زیاتېدو لامل شي. البته کله ناکله خپلو ماشومانو ته اجازه ورکوم چې د لنډ وخت لپاره او له سکرینه د مناسبې فاصلې په ساتلو سره ټېلیفون وکاروي او ډېری وخت رونیزې ویډیوګانې وګوري. میندې باید بې‌غوره نه وي څو د خپلو ماشومانو راتلونکی د الکټرونیکي وسایلو د ناسمې ګټې اخیستنې له امله له ګواښ سره مخ نه شي؛ ځکه د نن ورځې ماشومان د سبا ځوانان دي.»

یوه بله مور راضیه هم پر خپلو ماشومانو د ټېلیفون د ناوړه اغېزو خبره کوي. د دې په وینا، کله چې د دې ماشومان ډېر وخت له ټېلیفون سره تېروي، بې‌حوصلې، کم اشتها او بې‌خوبه کېږي او پر وړو مسایلو ضد کوي. دا وايي چې له څه مودې راهیسې یې د خپلو ماشومانو له خوا د ټېلیفون کارول محدود کړي او د هغوی په چلند کې یې ښه والی لیدلی دی.

دا مور وايي: «ماشومان باید روزنیزې بوختیاوې ولري او په مناسبو پارکونو کې لوبې وکړي څو له نورو سره د اړیکو ټينګول زده کړي. خو له بده مرغه مناسب پارکونه لږ دي او په شته پارکونو کې هم طالبان ښځو ته د حصور اجازه نه ورکوي. زه هم نه شم کولای خپل ماشومان یوازې ولېږم. له بلې خوا، که بهر هم لاړ شي، د هوا د ککړتیا له امله ښایی ناروغه شي.»

راضیه زیاتوي: «ډېری میندې او پلرونه نه پوهېږي چې خپل ماشومان څنګه ارام کړي. زموږ په خپلوانو کې داسې کورنۍ شته چې ماشومان یې له ماښامه تر ۱۲ یا حتی د شپې تر ۱ بجې پورې په ټېلیفون لوبې کوي. دې موضوع د هغوی پر چلند او روغتیا خورا بدې اغېزې کړې دي.»

له دې سره هممهاله، د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص علي قمرزي وايي چې د ټېلیفون تر حده زیات کارول، په تېره بیا تر پنځو کلونو کم عمرو ماشومانو کې کولای شي د هغوی د مغز پر ودې، خبرو اترو، تمرکز، ټولنیزو مهارتونو او رواني روغتیا ناوړه اغېزې وکړي. د هغه په وینا، دا موضوع  دغه راز د خوب د کموالي، خپګان، چاغوالي او پر سکرین د روږدېدو خطر زیاتوي.

دا متخصص زیاتوي: «تر ټولو مهم زیانونه د خبرو کولو په وده کې ځنډ، د سترګو د اړیکو کموالی، له نورو سره د اړیکې ټینګولو کمزورتیا، د تمرکز ستونزې، ژر خپه کېدل، د احساساتو په کنټرول کې اختلال، پر ټېلیفون متکي کېدل، د بدني فعالیت کموالی او د خوب کمښت، چاغوالي او د خپګان زیاتوالی دی. په ځینو ماشومانو کې د ډیجیټل اوټیزم نښې هم لیدل کېږي.» هغه له کورنیو غواړي چې د امکان تر حده تر دوو کلونو کم عمره ماشومان له ټېلیفون او نورو برېښنایي سکرینونو لېرې وساتي.

ښاغلی قمرزی زیاتوي: «د امکان تر حده باید تر دوو کلونو کم عمرو ماشومانو ته ټېلیفون او نور سکرینونه ورنه کړل شي. د لویو ماشومانو لپاره هم د ټېلیفون د کارولو وخت باید محدود او د والدینو تر څارنې لاندې وي. والدین باید موبایل د ماشوم د ارامولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ونه کاروي؛ بلکې غوره ده چې هغه لوبو، ورزش، کتاب لوستلو او له کورنۍ سره ډېرې نږدې اړیکې ته وهڅوي. دغه راز خپله والدین هم باید د ټېلیفون په سمه او محدوده ګټه اخیستنه کې د خپلو ماشومانو لپاره مناسب بېلګه اوسي.»

ارواپوه محمدالله وايي چې د ټېلیفون له حده زیات کارول کولای شي پر هغه د ماشومانو ناسالمې روږدتیا ته لاره هواره کړي. د هغه په وینا، دا روږدتیا کېدای شي په ماشومانو کې د چلند او مزاج ستونزې زیاتې کړي او د هغوی د بې‌ادبۍ، والدینو ته د بې‌احترمۍ او د نا مناسبو کلمو د کارولو لامل شي. هغه وايي:«پر ټېلیفون د ماشومانو د روږدتیا له پایلو د هغوی بدخویي، له والدینو سره د اړیکې د لېوالتیا کمېدل، د سترګو روغتیا ته زیان رسېدل او د تمرکز او حافظې د ځواک کمېدل یادولای شو.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملا هبت‌الله د کندهار نوم «کندهار شریف» ته بدل کړ
خبرونه

ملا هبت‌الله د کندهار نوم «کندهار شریف» ته بدل کړ

۲۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794509895]
په بدخشان کې د وزلوبې سیالیو پر مهال یو ۲۳ کلن ځوان مړ شوی
خبرونه

په بدخشان کې د وزلوبې سیالیو پر مهال یو ۲۳ کلن ځوان مړ شوی

۲۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794507273]
د کابل – ننګرهار لویه لار د سختو ورښتونو او غر ښویېدنې له امله وتړل شوه
خبرونه

د کابل – ننګرهار لویه لار د سختو ورښتونو او غر ښویېدنې له امله وتړل شوه

۲۱ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794506936]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.