د ملا یعقوب کورنۍ چېرته ده؟
لیکوال: سپین ګل

د طالبانو د رژیم د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد، چې د دغې ډلې د موسس ملا محمدعمر زوی ګڼل کیږي، د طالبانو تبلیغاتي ګروپونه، په مختلفو توجیهاتو تبلیغات ورته کوي. هغه کله د پاکستان پر ضد د دغې ډلې د یوه فرکسیون مشر یادیږي، کله یې د طالبانو د ادعا شویو اصلاح غوښتونکو له ډلې یادوي او کله خو یې د ځوانۍ او ښایست په ستاینو هم طالب مبلغین، شعرونه او قصیدې لیکي.
ملا یعقوب مجاهد خپله هم د طالبانو د دودیزو او عمر خوړلو مشرانو په نسبت ډېر خوښوي، چې زیات رسنیز شي او ښایي راتلونکو نورو لوبو ته د خپل محاسبه شوي نقش لپاره، دا تبلیغات ګټور ورته ښکاري.
نوموړی حتا توانیدلی، چې د طالبانو د ځینو سطحي مخالفانو پر ذهن هم نفوذ وکړي او کله د هغوی په خوله هم د ځینو احساساتي خبرو او دریځونو له امله، وستایل شي.
په دې برخه کې د پاکستان پر وړاندې د ملا یعقوب ځينې څرګندونې د پام وړ دي. هغه د طالبانو د رژیم له بیا واکمنیدو سره، څو ځله د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوایي او ځمکنیو بریدونو په غبرګون کې، په سازماندهي شوي ډول، ددغه هېواد پر وړاندې د خبرداري ګوته وخوځوله.
یعقوب مجاهد د رسنیو په وړاندې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان پر لور یې بریدونه دوام وکړي یا د بریدونو فکر ولري، باید هېر نه کړي، چې دده په وینا «افغانستان بېصاحبه نه دی!» او ګواکې یعقوب مجاهد او طالب ډله یې پر وړاندې د هېواد د صاحبانو په حیث، سخت غبرګون څرګندوي.
ملایعقوب، له دومره هڅو او تبلیغاتو سره بیا هم نه و نشول کولای، چې د طالبانو د ټولو مخالفانو نظر د ځان په اړه مثبت کړي. د طالبانو مخالفانو د هغه له دومره څرګندونو سره سره، تل دا پوښتنه کړې، چې ښاغلی یعقوب د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې چېرته و؟ څه یې کول؟ کورنۍ یې چېرته وه؟ زده کړې یې چېرته کړې دي؟ د پرزول شوي نظام پرخلاف یې جګړه له کومه ځایه سازماندهي کیده؟ امکانات یې له کومه کول؟ له کوم ځای څخه، د چا په مرسته او امکاناتو او څنګه دوی بیا پر افغانستان واکمن شول؟ او دا چې د فکر و نظر بیخ و بنیاد یې له کوم لوري سرچینه اخلي؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره، د طالبانو مخالفانو د ښاغلي یعقوب مجاهد لنډ ژوند لیک ته، چې په انټرنیټي وېبپاڼو کې خپور شوی، مراجعه کوله او ویل یې، چې دغه ژوند لیک د دوی د پوښتنو لپاره قانع کوونکي او مفصل ځوابونه نه لري.
اوس د امریکا په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د پاکستان مشهور سیاسي څېړونکی (حسن عباس)، چې د طالبانو د بیا واکمنیدو په اړه یې تازه په تازه یو جذبونکی کتاب لیکلی، په دې اړه پوښتل شوی.
حسن عباس، چې د پاکستان د ملکي او نظامي حاکمانو سرچینو ته له نیږدې لاسرسی لري او کتاب یې د طالبانو د بیا واکمنیدو او ور باندې د پاکستان د پراخ نفوذ په اړه د مهمو افشاګریو په دلیل زیات مشهور شوی، په یوه مرکه کې د ښاغلي یعقوب مجاهد په اړه هم په مشخص ډول وپوښتل شو.
هغه، د پاکستان په اړه د ملایعقوب د خبرداریو مهال ته په اشارې وویل، چې په هماغه وخت کې یې ځينو مهمو پاکستاني چارواکو ته د ملایعقوب د څرګندونو یادونه وکړه. وایي ورته وویل شول، چې د ملایعقوب کورنۍ، اوس هم په کراچۍ کې ژوند کوي او پاکستان ورته له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره چارتر الوتکه استوي.
د پاکستاني څېړونکي څرګندونې کیدای شي د باور وړ سند ونه ګڼل شي، خو په نړیوالو رسنیو کې د مطرح شوې ادعا په توګه طبیعي ده، چې خپل ارزښت او وزن لري. ښاغلی یعقوب مجاهد که د نورو مسایلو په اړه نه وي، لږ ترلږه د خپلې کورنۍ د حیثیتي مسئلې په توګه خو باید په دې اړه خلکو ته واقعیت روښانه او ښکاره کړي، چې نه کورنۍ یې د پاکستان په کراچۍ کې نه، د افغانستان په کابل، کندهار یا کومه بله سیمه کې ده او زوی یا لور یې چېرته مکتب یا مدرسې ته ورځي.
داسې ادعاوې، یوازې د ملایعقوب په اړه نه، د زیاتو طالب مشرانو د کورنیو په اړه کیږي، خو طالب مشران هیڅکله د خپلو کورنیو د ځای ځایګي په اړه، خلکو ته ځواب نه وایي. دا نه ځواب ویل، که هر دلیل ولري، خو په پاکستان کې د طالب مشرانو د اوږده حضور او ژورو اړیکو په نظر کې نیولو سره، دغه ادعاوې خلکو ته واقعیت ثابتوي. او دا پایله را باسي، چې طالبان د خپلې مرموزې او نامعلومۍ رهبرۍ د واک تر کاسې لاندې- خدایخبر- څومره نورې کاسې لري؛ ځکه نو له نېږدې دوه کاله واک او تسلط سره سره، هر څه د ولس له سترګو پټ دي او ولس حیران دریان دی، چې د دوی په نامه صادر شوي فرامین او احکام او شاید هم آینده کې قوانین، د چا لخوا، چېرې لیکل کېږي، ټاپه کېږي او ددوی د هیلو او ارمانونو په بیعه، عملي کېږي!