سعودي عربستان له څو کلونو راهیسې خپل پوټکی غورځولی او مخ یې بدل کړی دی. د بن سلمان د ولیعهد په توګه ټاکل کېدو سره په دې هېواد کې پېښې په داسې حال کې پرمختګ کوي چې په ټولنيزو او فرهنګي برخو کې د ژور بدلون خبر ورکوي. هغه هېواد چې یو وخت د خاصو او عامو خلکو لپاره د محافظه کارۍ او دودونو په پیروۍ کې نمونه و، اوس پرېکړه کوي چې بله لاره غوره کړي. په دې هېواد کې سخت ټولنیز قوانین لغوه شوي، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره له کاره لوېدلې ده او ځوانانو د خپل ژوند په ټاکلو کې ډېره ازادي ترلاسه کړی ده. د غربي او شرقي سندرغاړو کنسرتونه، نارینه او ښځینه دواړه، په سعودي عربستان کې ترسره کېږي. تر ټولو مهم فلسفي متنونه د هغه هېواد د کلتور اداري له خوا خپرېږي او مينه والو ته وړاندې کېږي. د نړۍ مهم فلسفي او ادبي اثار د هغه هېواد په فرهنګي حلقو کې تر انتقاد او ارزونې لاندې نیول کېږي. د نړۍ ځینې مشهور فیلسوفان ریاض یا جدې ته رابلل کېږي ترڅو خپل وروستي فلسفي نظریات او لېدلوري خپلو مخاطبانو ته وړاندې کړي. په دې کې شک نشته چې که څوک اوه کاله مخکې ریاض یا جدې ته تللی وي او اوس وغواړي چې بیا هلته لاړ شي، نو هغه د پام وړ بدلونونو ته به حیران شي چې هلته رامنځ ته شوي. د سعودي عربستان مشرتابه پریکړه کړې چې د «صحوه» میراث ته الوداع ووایي او په دې بډایه او د نفتو درلودونکي هیواد کې یوه بله پاڼه پرانیزي.
ځینې تاریخپوهان، په تېره بیا هغه کسان چې اسلامپاله تمایل لري، په سعودي عربستان کې ۸۰ او ۹۰ لسیزې د «صحوه (بیداری)» دور بولي او دوی هغه دوره په ښه یادوي؛ هغه دوره چې اخوان المسلمین په هغه هیواد کې په عامه افکارو تسلط درلود. هغه خلک چې د بن سلمان د حکومتدارۍ له طرزالعمل سره موافق دي دا نظر څرګندوي چې په متحده عربي اماراتو کې سیاسي مشرتابه توانیدلی چې په هغه هیواد کې د اسلامي ډلو مخه ونیسي او دا د دې لامل شوی چې د پراختیا او عصري کولو په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي؛ د سعودي عربستان او کویت برعکس چې اسلامپالو ته یې دا فرصت ورکړ چې دغه دوه هېوادونه شاته بوزي او زرین فرصتونه وسوځوي. دې ته په پام سره چې کوم شی سبب شو چې متحده عربي امارات له سعودي عربستان څخه بېله لاره غوره کړي او سیاسي اسلام ته د خوښۍ مخ ونه ښيي، معمول تحلیل دا دی چې داسې پیښو شتون درلود چې د سعودي حکومت د اسلامپالو سره د نږدې کیدو لامل شي.
سعودي عربستان د پاچا فیصل بن عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال له مصر سره سیمه ییزه سیالي کوله. هغه مهال د مصر مشري د جمال عبدالناصر په مشرۍ د عرب ملتپالو په لاس کې وه. پاچا فیصل د عربي ملتپالنې د څپې سره د مقابلې لپاره د اسلامیت بیرغ پورته کړ او په دې لړ کې یې د اخوان المسلمین د هغو لوړپوړو مشرانو هرکلی وکړ چې د جمال عبدالناصر له فشار څخه تښتېدلي وو او د هغوی له افکارو او نظریاتو یې کار واخیست. په دې توګه د اخوان المسلمین سازمان د تعلیم، دین او کلتور په ډګرونو قبضه وکړه او په سعودي عربستان کې یې د اسلامي افراطیت بنسټ کیښود. پاچا فیصل شاید په هغه وخت کې د خپل کار پایلې نه وي درک کړې. سعودي عربستان ته د اسلامپالو افکارو په راتګ او د سلفیزم له جریانونو سره د سلفیانو له اتحاد سره، «جماعت سلفیه محتسبه» چې ډېر سخت او انقلابي و، راڅرګند شو او لکه څنګه چې معلومه ده، جهیمان العتیبي له دې جریان څخه راوتلی او په ۱۹۷۹ کې یې د څه مودې لپاره کعبه او مسجد الحرام ونیول. په همدې کال په ایران کې اسلامي انقلاب رامنځته شو. د دغو پیښو لړۍ د دې سبب شوه چې په سعودي عربستان کې مذهب یو بل شکل خپل کړي او له څو لسیزو راهیسې افراطیانو د سعودي عربستان په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې مستقیمه اغیزه کړې ده. پر افغانستان د سره پوځ له یرغل سره په ټولو اسلامي هیوادونو کې افراطي ډلو وسلې تر لاسه کړې او وضعیت د پخوا په پرتله خراب شو. لويديځو هېوادونو هم دغه ډلې پياوړې کړې چې پر ګډ دښمن بريد وکړي او په دې توګه د افراطي ډلو د ودې او پراختیا لپاره زمینه د پخوا په پرتله ډیره مساعده شوه.
ځينې کتونکي په دې خبره ټينګار کوي چې د موجوده نظرياتو برعکس په سعودي عربستان کې د يادو پېښو تر وخته پورې نفرت نه و موجود او د ښځو ضد او د ژوند دوښمن نه و. پاچا فیصل پخپله د استبدادي پرمختګ پلوی و او په ۱۹۶۴ کال کې یې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پرېکړه وکړه، پرېکنده عمل یې وکړ او هیچا ته یې د مخالفت اجازه ورنکړه. دی هغه څوک و چې سعودي عربستان ته يې ټلوېزيون راوست او په دې برخه کې د ځينو محافظه کارو ډلو مخالفتونو په هېڅ صورت کوم ځای ونه نیولو. دغه کتونکي وايي، دا سمه ده چې په سعودي عربستان کې د سپېڅلو ځایونو د شتون له امله دغه هېواد خپل ځانکړیتوب لري، خو د شواهدو له مخې، که پورتنۍ پېښې نه وې رامنځته شوې، سعودي به د افراطي افکارو په غېږ کې نه و. او اسلامپالو ته به دا موقع نه وه برابره شوی چې په هغې کې نفوذ وکړي او تګلاره یې بدله کړي. که څه هم سلفيانو د سعودي په معاصر تاريخ کې تل پياوړی حضور درلود، خو معمولاً له واکمنانو سره ښکیل نه شول او د حکومت د پلانونو پر وړاندې يې خنډ جوړ نه کړ. د اسلامپالو افکارو راتګ د دې لامل شو چې ځينې سلفيان د سعودي له حکومت سره بې اتفاقي او دښمني پيدا کړي.
ظاهراً د سعودي عربستان نوي مشرتابه پرېکړه کړې، چې «صحوه» غافلو بادونو ته وسپاري او د هغې اغېزې په بشپړه او چټکۍ سره له منځه یوسي او دغه هېواد بېرته خپل پخواني طبیعت ته راوګرځوي او د کلتوري او ټولنیز زغم او تنوع بنسټیز کړي. بن سلمان په خپلو مرکو کې څو ځله ویلي دي چې د سعودیانو دین یو معتدل دین دی او هیڅ ډول اورپکی سره تړاو نلري. بې له شکه د سعودي حکومت نوې کلتوري او ټولنیزې تګلارې له ننګونو سره مخ دي. څه موده وړاندې د ټوټل شرکت اجراییوي رییس پاټریک پویان ویلي و، چې د سعودي ځوانان، چې د هېواد د نفوس ۷۰ سلنه جوړوي، د بن سلمان له تګلارو سره موافق دي او د خپل هېواد په ګټه یې ګڼي، خو زاړه نسلونه د دغو اصلاحاتو او بدلونونو په اړه شکمن دي. ايا بن سلمان به له جدي خنډونو او ننګونو پرته د خپلې خوښې وړ اصلاحات لاس ته راوړي او سيمه ييز او نړيوال حالات به په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي؟
دا باید هېر نه کړو چې د سعودي عربستان په ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو کې آمرانا پرمختګ او بدلون او سمون به له مطلوبو او ناغوښتلو پایلو پرته نه وي او اوږدمهاله پایلې به ولري. یو له هغو ننګونو څخه چې د سعودي عربستان سیاسي مشرتابه به په راتلونکي کې ورسره مخامخ شي، د دغه هیواد د سیاسي جوړښت د اصلاح په برخه کې د ځوانانو غوښتنو ته ځواب ویل دي. کله چې تاسو ځوانان له فلسفې، انتقادي فکر سره اشنا کوئ، نو له هغوی څخه د اوسنيو سیاسي مشرانو په خوښه د اصلاحاتو د راوستلو تمه مه کوئ او نه دا چې هغوي به د ژورو سیاسي اصلاحاتو په لټه کې نه شي. که بن سلمان اراده ولري چې خپل هیواد په سمه لاره روان کړي او د استبدادي پرمختګ په لاره کې له جدي خنډونو سره مخ نه شي او د بغاوت او ناکراریو لامل نه شي، نو مناسبه ده چې په دې هیواد کې پراخ او هر اړخیز اصلاحات راولي؛ د مشروع او نامتو بنسټونو پیاوړتیا، د یو اغېزمن ټاکنیز سیسټم پلي کول، د فساد او خپلوی پاللو سره په جدي توګه مبارزه کول او د مشرتابه او تصمیم نیولو په ادارو کې د زړو کسانو پر ځای د ښځو او ځوانانو ټاکل دي. که داسې تدابیر ونه نیول شي، د سعودي عربستان په پاچاهۍ کې به اصلاحات نیمګړي پاتې شي او زیانمنونکی او نازک حالت به رامنځته کړي. ايا د سعودي عربستان سياسي رهبري به د اجتماعي او ملي ګټو د تحقق لپاره له شخصي او کورنيو امتيازاتو او ګټو ډډه وکړي او آيا هغه به ټولیز او هر اړخيز اصلاحات رامنځته کړي؟