سپين او تــور

ژباړن: نجیب منلی

په تېر پسې
په خره لاسم ناست نه و چې دا ځناور، د دې پر ځای چې د کشمير پر لور ولاړ شي، مخ پر کابل روان شو. خاوند یې چې هر څومره د خره ملونې کش کړې، هر څومره یې چې زنګنونه سره زور کړل، هر څومره یې چې رکاب په پښه وواهه، هر څومره یې چې قمچینه وکاروله، سر زوري حیوان د کابل لار پرې نه ښوده.پر رستم خولې راماتې وې، لاس او پښې یې کولې، نهیلی شوی و چې د اوښانو یو سوداګر ورته مخې ته راغی. سوداګر ورته وویل: «باداره دا خر دې ډېر هوښیار دی خو تا داسې ځای ته وړي چې ستا زړه نه دی. که ما ته یې راکوې، زما په اوښانو کې څلور اوښان په خپله خوښ کړه!» رستم د خدای شکر ادا کړ چې داسې ښه معامله یې ورته برابره کړه او ځان سره یې وویل: «توپاز په ناحقه ویل چې زما سفر به بدمرغه وي.» تر ټولو ښه اوښ یې د سوارلۍ له پاره خوښ کړ، درې نور یې ځان پسې کړل، خپل کاروان ته وروګرزېد او د نېکمرغۍ پر لور روان شو. څلور فرسنګه لار یې لا نه وه وهلې چې یو خوړ یې مخې ته راغی چې ډېر پراخه او ژور و او ښه مست بهېده. له ځان سره یې غټ غټ ګټونه چې په سپینو ځګونو کې پټ وو، رغړول. دواړه څنډې یې داسې لوړ کمرونه وو چې سترګو ورته تور خوړ او زړونه یې له وېرې ډوبول. نه دتېرېدو لار وه او نه ښکته او بره د تلو. رستم له ځان سره وویل: « داسې ښکاري چې توپاز په حقه و چې زما د سفر مخالفت یې کاوه او زه غلط شوی وم چې دا سفر مې پیلاوه. اوس که هغه دلته وای یو ښه نظر به یې راکړی و. که ابنوس راسره وای ډاډ به یې راکړی و او یوه چاره به یې موندلې وه، خو ما ته هېڅ هم نه دي پاتې!» د کاروانیانو نهیلۍ لا ډېر ځوراوه. شپه تیاره وه، په ژړا او خواشینۍ تېره شوه. ستړیا او غم خوار مین د خوب په څپو کې لاهو کړ. سهار یې چې سترګې و غړولې پر خوړ باندې د مرمرو یو ښکلی پول له یوې څنډې تر بلې غځېدلی و.
د خوشالۍ او د حیرانتیا چغې او ولولې هره خوا خپرې شوې. «دا څنګه ممکنه ده؟ خوب خو به نه وي؟ عجب جادو دی! پرې د تېرېدلو زړه به وکړای شو؟» ټوله ډله به کله په ګونډو شوه، کله به ودرېده، کله به یې ځمکه ښکل کړه، کله به یې اسمان ته وکتل. په ډېر احتیاط به یې پښې پر پله کښېښودې، مخکې به ولاړل، بېرته به په شا شول. رستم وویل: «قسمت را سره مل دی. توپاز نه پوهېده چې څه یې ویل. فالونه زما په ګټه وو. ابنوس ريښتیا ویل، خو ولې اوس را سره نه شته؟» ایله د ډلې ټول کسان د خوړ هغې غاړې ته اووښتي وو چې پول په یوه دردوونکي کړس د خوړ منځ کې ونړېد. رستم ځان سره ویل: «ډېر ښه شو! ډېر ښه شو. خدای نه غوښتل چې زه په شا شم، چې زه بېرته خپل وطن ته وروګرزم. که بېرته تللی وی بیا به نو یو عادي شتمن سړی وم. د خدای اراده همدا ده چې زه د کشمير شاه‌زادګۍ سره واده وکړم او د کشمیر پاچا شم. که داسې وشي نو زما د کندهار خاني به نوره زما نه وي. زه به رستم یم او رستم به نه هم یم، ځکه چې ستر پاچا به یم. دغه دی، د فالونو ډېره برخه تعبیر شوه او تر ډېره زما په ګټه تعبیر شوه. زه ډېر نېکمرغه یم. خو ولې مې ابنوس په خوا کې نه شته. هغه پسې به تر توپازه زر واره ډېر خپه یم!»
همداسې په خوشالۍ څو فرسنګه پرمخ ولاړ. خو د ورځې په پای کې د دنګو غرونو یوه لړۍ ترې چاپېره شوه. داسې نېغه او نرۍ وه لکه کلا او که د بابل برج جوړشوی وای نو هم به تر دې کلا لوړ نه و. ټولې لارې بندې وې. په کاروان کې وېره خپره شوه.
ټولو چغې کړې: «خدای اراده کړې چې موږ ټول په دغه ځای کې مړه شو او د بېرته تلو لارې یې رابندې بندې کړې. دا لوی غر یې د دې له پاره دلته درولی چې موږ مخکې تللو ته پرې نه ږدي. وه رستمه! وه لویه خانه! موږ به کشمیر هم و نه وینو او بېرته به هېڅکله د کندهار ځمکې ته هم ور نه شو.»
نور بیا

ورته لیکنې

Back to top button