سپين او تــور

ژباړن: نجیب منلی

په تېر پسې
د رستم په زړه او روح کې یو ځوروونکي درد او یوې بې پایه نهيلۍ د هغې بې حده خوشالۍ ځای و نیوه چې د هيلو په نشه کې یې غلبه پرې کړې وه. اوس یې فالونه په خپله ګټه نه تعبیرول. «اوه خدایه! لویه ربه! په دې وخت کې مې باید خپل ملګری توپاز له لاسه ورکړی وای؟»
هغه لا د خپلو ترهېدلو خدمتګارانو په منځ کې دا ویناوې کولې او ساړه اسوېلي یې له خولې ایستل چې د غره په بېخ کې یو اوږد تونل چې سل زرو څراغونو روښانه کړی و، راښکاره شو او د ټولو سترګې یې وبرېښولې. رستم خوله پرانیسته او ورسره وګړي په ګونډو شول چغې یې وهلې: «رستم د ویشنو خوښ دی او په براما ګران دی. هغه به د دنیا واکمن شي.» او رستم هم پر دې خبرو باور کاوه. ځان ترې ورک و. ویل یې : «وه ابنوسه! زما ګرانه ابنوسه! چېرته یې؟ کاش چې د دې ټولو معجزو پر مهال دلته راسره وای. ولې را نه ورک شوې؟ اوه، د کشمير ښکلې شاه‌زادګۍ، کله به بیا ستا په ښکلا سترګې خوږې کړم؟»
له خپلو خدمتګارانو، پیل او اوښانو سره د غره تر ګومبزې لاندې تونل نه تېر شو، په بل سر کې یې یو چمن و چې په ګلانو ډک و او ګردچاپېره ترې ویالې بهېدې. تر چمن ور اخوا، تر څو چې سترګو کار کاوه یوه لار وه چې دواړو خواوو ته یې د ونو کتارونه وو او د لارې په پای کې یو سیند و چې پر څنډو یې زر بنګلې، د ښکلو باغونو سره پرتې وې. هره خوا د سازونو غږ اورېدل کېږي، نڅاوې ښکاري. هغه په منډه د سیند پر سر له یوه پله واووښت او لومړی سړی چې مخې ته ورغی، له هغه یې وپوښتل چې دا کوم وطن دی؟
هغه ورته وویل:: «دا چې وینې، دا د کشمیر ولایت دی او ته د د وطن وګړي وینې چې د خپلې شاه‌زادګۍ د واده مراسم لمانځي. د شاه‌زادګۍ پلار هغه ښاغلي بارببو ته ورکړې. خدای دې یې نېکمرغي تلپاتې کړي.» له دې خبرو سره رستم بې‌هوښه پرېووت. کشميري ښاغلي ګومان وکړ چې میرګیو نیولی دی. خپل کور ته یې یوړ. هلته ډېر وخت بې‌هوښه پروت و. د ښار تر ټولو دوه تکړه طبیبان یې راوِغوښتل. هغوی د ناروغ نبض وکوت. دی چې ورو ورو په خود راته، سلګۍ یې وهلې، سترګې یې په سترغلیو کې رغړولې او کله کله به یې په ژړا کې وویل: «توپازه! وه توپازه. ته پر حقه وې.»
له طبیبانو، یوه کشمیري خان ته وویل چې له لهجې یې داسې ښکاري چې دا سړی د کندهار دی، د دې ځای هوا پرې ښه نه ده لګېدلې، باید بېرته خپل وطن ته واستول شي. دویم طبیب وویل چې ناروغي یې له غمه ده، باید د شهزادګۍ واده ته بوتلل شي او هلته و نڅول شي. دوی لا سره بحث کاوه چې ناروغه په خود راغی، طبیبان رخصت شول او دی له خپل کوربه سره یو په یو پاتې شو.
ور ته یې وویل: «ښاغلیه، وبخښه چې ستا په مخ کې بې‌هوښه شوم پوهېږم چې دا ډېر مناسب کار نه و. زه له تاسې هيله کوم چې زما پیل د خپلو خدمتونو او زحمتونو په بدل کې قبول کړئ.» بیا یې ورته خپله کیسه تېره کړه خو د خپل سفر د موخې په اړه یې ورته څه و نه ویل. ور څخه یې و پوښتل: « د ویشنو او براما روی ته وګورئ او دا را ته ووایاست چې دا نېکمرغه بارببو څوک دی چې له شاه‌زادګۍ سره واده کوي، ولې یې پلار خپله لور ورکړې او ولې شاه‌زادګۍ هغه د خپل خاوند په توګه منلی دی؟»
کشمیري خان ورته وویل: «ښاغلیه، شاه‌زادګۍ بارببو نه دی قبول کړی، او په داسې حال کې چې ټول ښار د هغې د اده ښادیو کې بوخت دی، هغه په ژړا ده. ځان یې د ماڼۍ په یو برج کې بند کړی او د ښادیو لیدل نه غواړي.» رستم چې دا خبرې واروېدې، و غوړېده. رنګ یې چې دردونو زبېښلی و، بېرته تازه شو. پوښتنه یې وکړه:
– ولې د کشمیر پاچا ضد کړی چې خپله لور باببو ته ورکړي، په داسې حال کې چې هغه راضي نه ده؟
– حقیقت خو دا دی چې، ته به خبر یې چې زموږ پاچا دوه ارزښتناکه خزانې ورکې کړې وې، یو غټ الماس او یوه نېزه چې ډېر یې خوښ وو.
– هو بېخي خبر یم.
ښه نو، پوه شه چې زموږ پاچا دا دوه توکي په ټوله نړۍ کې ولټول خو پیدا یې نه کړل. ژمنه یې و کړه چې هر چا چې په دې دوو توکو کې یو ورته راوړ، هغه ته به خپله لور ورکوي. د بارببو په نامه یو خان راغی، الماس ورسره و نو سبا به له شاه‌زادګۍ سره واده کوي.
نور بیا

ورته لیکنې

Back to top button