سپين او تـور

ژباړن: نجیب منلی

په تېر پسې
د رستم رنګ واووښت. ژبه یې بنده بنده کېده. یوه د درناوي تبصر یې وکړه، له کوربه یې رخصت واخیست، پر خپل اوښ سپور شو او پایتخت ته، چې مراسم په کې پر ځای کېدل، په ځغاسته ورغی. د پاچا ماڼۍ ته ورسېد¸خبر یې ورواستاوه چې مهمې خبرې ورته لري. دربار ته د حاضرېدو اجازه یې وغوښته. ورته وویل شول چې پاچا د واده په تیاریو کې بوخت دی. ده وویل: «د همدې خبرې له پاره خو یې لیدل غواړم!» دومره هلې ځلې یې وکړې چې حضور ته ومنل شو. پاچا ته یې وویل: «اعلیحضرته خدای مو هره ورځ له بریاوو او ویاړونو ډکه کړه. ستاسې زوم یو ټګمار دی!»
– څنګه ټګمار دی څنګه د داسې خبرې جرأت کولای شې. د کشمیر پاچا ته څوک د هغه د خوښ کړي زوم په هکله همداسې خبرې کوي؟
– هو ټګمار دی. او د دې خبرې د ثبوت له پاره دا دی، هغه ستاسې الماس چې ما درته راوړی.
پا چا دواړه الماسونه سره پرتله کړل. څرنګه چې د جواهرو په کار نه پوهېده، و یې نه شول ویلای چې کوم یو یې ریښتینی و. و یې ویل: «دلته دوه الماسه دي، او زه یوه لور لرم. اوس نو په سخت امتحان کې ښکېل شوم.» بارببو یې راوغوښت او ترې یې وپوښتل چې دوکه کړی خو به یې نه وي؟ هغه قسمونه کول چې دا الماس یې له یوه ارمني څخه پېرلی و. دې بل نه ویل چې الماس یې له کومه کړی خو یو وړاندیز یې وکړ چې که د پاچا اجازه وي له خپل رقیب سره په همدغه میدان کې مقابله وکړي. «دا کافي نه ده چې ستاسې زوم تاسې ته یو الماس درکړي، هغه باید خپله زړه‌ورتیا او خپل شجاعت هم ثابت کړي. څنګه به وي چې شاه‌زادګۍ له هغه چا سره واده وکړي چې خپل رقیب ووژني؟»
– ډېر ښه. دا به د دربار له پاره یوه ښکلې ننداره وي. دواړه ډېر ژر سره جګړه وکړئ. څوک چې غالب شي، د مات شوي کس وسلې به هم اخلي او شاه‌زادګۍ سره به واده هم وکړي.
دواړه رقیبان انګړ ته کښېوتل. د زینې په بر سر کې یوه ښارو او یو کارغه سره ناست وو. کارغه ویل: «جنګ وکړئ». ښارو ویل: «جنګ مه کوۍ» له دې سره پاچا ډېر وخندل. دواړو رقیبانو ورته چندان غوږ و نه نیوه. جنګ ونښت. درباریان ګردچاپېره ولاړ وو. شاه‌زادګۍ په برج کې ځان بند کړی و، نه یې غوښتل چې ننداره وکړي. د هغې په خیال کې هم نه راتلل چې مین به یې کشمیر ته راغلی وي او بارببو یې دومره بد ایسېده چې نه یې غوښتل د هغه په اړه څه وویني. جنګ په خورا ښه طریقه وشو. بارببو ځای پر ځای ووژل شو. ولس ډېر خوښ شو، څکه چې هغه بې حده بدرنګ و او رستم ډېر ښکلی و. اکثر همدا ظاهري ښکلا د خلکو پام ځان ته رااړوي.
څوک چې بریالی شوی و، د مات شوي کس زغره یې واغوسته، د هغه شال یې پر اوږه واچاوه او له ټول دربار سره یوځای، د جبه خانې له ساز سره راغی د خپلې مینې تر کړکۍ لاندې حاضر شو. ټولو چغې وهلې: «ښکلې شاه‌زادګۍ، راشه خپل خاوند دې وګوره چې خپل بد رنګ رقیب یې مات کړ!». سوېلیو یې هم همدا خبرې تکرارولې. له بده مرغه شاه‌زادګۍ سر له کړکۍ راوایست او د هغه چا زغره او شال یې وليدل چې کرکه یې ترې کېده. له ډېرې نهيلۍ یې خپل چیني صندوق ته منډه کړه، نېزه یې ترې راوایسته او خپل ګران رستم یې د زغرې په درز کې وویشت. هغه په زوره چغه کړه او شاه‌زادګۍ فکر وکړ چې د خپل بدمرغه مین غږ یې وپېژانده.
ببر سر راکښېوته. په سترګو او په زړه کې یې د مرګ وېره وه. رستم یې، په وینو ککړ، د پلار په غېږ کې پروت و. و یې ليد. اوه! غمجنې شېبې. اوه دردمن نظره! اوه پېژندنې چې نه یې درد، نه یې مینه، نه یې فاجعه د ویلو وړ دي. پرې و غوړېده، غېږ کې یې ونیوه. ورته یې ویل: «دا دې د مینې او قاتلې لومړی ځل او ورستی ځل ښکلول دي!» له ټپ څخه یې د نېزې څوکه راوایستله او پر خپل زړه یې ننه ایسته. د خپل ګران مین له پاسه مړه شوه. پلار یې، وارخطا، لکه لېونی، مرګ ته نېږدې، د هغې د راژوندې کولو بې‌ګټې هڅه کوي. خو هغه نوره نه وه. پر دغې وژونکې تېرې څوکې یې لعنت ووایه،ټوټې، ټوټې یې کړه، خپل دوه الماس یې ایسته وغورځول، په داسې حال کې چې د خپلې لور د جنازې د سمبالولو ترتیبات یې نیول، رستم یې، چې لا هم ساه په کې ښورېده، د ماڼۍ دننه یوړ.
په یو کټ کې یې واچاوه. د مرګ پر بستره یې چې لومړی څه تر سترګو شول توپاز او ابنوس وو. حیرانتیا ورته یو څه قوت ورکړ. و یې ویل: «ظالمانو، ولې مو پرېښودم؟ که تاسې د دې بدمرغه رستم په خوا کې پاتې شوي وای، شاید چې شاه‌زادګۍ به لا اوس هم ژوندۍ وه.»
توپاز وویل: «یوه شېبه مې هم یوازې نه یې پرې ايښی.»
ابنوس وویل: «زه خو تل درسره وم.»
رستم په زنګېدلي غږ ورته وویل: «دا څه وایاست؟ ولې د مرګ پر وخت هم راپورې ملنډې وهئ؟»

نور بیا

ورته لیکنې

Back to top button