اولوالامر څوک دی او له هغه د اطاعت معیارڅه دی؟

په نننۍ نړۍ کې د نظامونو د مشروعیت بنسټ رایه او د خلکو غوښتنه ده او هغه نظام چې د خلکو د رایو پر بنسټ رامنځته شوی وي، د قانون د پلي کېدو لپاره له قهریه ځواکه د ګټې اخیستې د مشروع حق لرونکی دی. طالبان او هغوی ته ورته بنسټ پالې ډلې د خلکو په رایه او غوښتنه باور نه لري او له خپلې واکمنۍ نه اطاعت ته دیني اړخ ورکوي. هغوی پر خلکو د اطاعت او تسلیمۍ د جبري کولو لپاره د نساء سورې پر ۵۹ آيت استناد کوي چې ویلي یې دي:« د خدای، پيغمبر او خپل اولوالامر اطاعت وکړئ» له دیني زده کړو سره د دې موضوع له تړلو یې موخه داده چې خلک له اعتقادي او ایماني امر سره مخ شي او د ولې ځای پکې پیدا نه کړي. ډيری عادي مسلمانان چې په دیني چارو کې تخصص نه لري، په دې هکله حیران پاتې کیږي، ځکه نه دیني لارښوونې بابیزه ګڼلای شي او نه د استبدادي واکمنۍ پر مشروعیت باور کولای شي.
آیا اطاعت له هرچا چې ځان یې اولوالامر وباله، شرعي فریضه ده. پر دې د پوهېدو لپاره چې اولوالامر څوک دی، باید وګورو چې د قرآن مفسران له دغه دیني متنه پر څه پوه شوي دي. قرطبي په خپل تفسیر کې لیکلي دي: «عکرمه وايي چې له اولوالامر نه مراد ابوبکر او عمر دی، مجاهد وایي چې موخه یې صحابه دي، اهل تشیع وايي چې مراد یې علي اواهل بیت دي. جابر ویلي دي، چې موخه یې د قرآن اهل دی، ابن کیسان وایي، چې موخه یې د عقل او رایې خاوندان دي» دغه راز ابن کثیر په خپل تفسیر کې لیکلي دي:« عباس ویلي دي چې موخه یې د باور وړ او دینداره کسان دي.» محمد عبده د المنار په تفسیر کې ویلي دي:«هغوی قاضیان، پوهان، د لښکر مشران او هغه مخور شخصیتونه دي، چې خلک د خپلو ستونزو او عمومي مسایلو د حل لپاره ورځي.»نو د ټولو هغو کسانو پرېکړې چې په یوه برخه کې د نظر او صلاحیت خاوندان دي، د قانون په اډانه کې معتبرې دي او هغوی د اولوالامر یوه برخه ګڼل کیږي. دا اطاعت تعبدي اړخ نه لري او یوازې د عمومي چارو د سمبالتیا لپاره دی.
لکه څنګه چې ولیدل شول د «اولوالامر» کلمه په اصل کې د کار د اهل په مانا ده، یعنې هغه څوک چې د تخصص او یا یوې قانوني کړنلارې پر بنسټ ګمارل شوی وي او په هغې برخه کې د صلاحیت خاوند ګڼل کیږي. دا کلمه ډیره عامه ده او ډیر زیات مصادیق لري، د خلکو له منتخب واکمنه، د هغه له لوري تر ګمارل شوي وزیره، د وزیرانو له لوري تر ټاکل شویو رییسانو او مدیرانو، د لښکر تر قوماندانانو او تر نورو بنسټونو پورې چې په عمومي برخه کې صلاحیت او مسوولیت لري. په واقعیت کې دا کلمه په ځانګړي شخص دلالت نه کوي، بلکې د دې آیت مانا دا ده چې کارونه باید اهلو کسانو ته وسپارل شي او په هغې برخه کې چې اهل یې پرېکړه کوي، باید پرېکړې ته یې درناوی وشي څو د دوامداره ګډوډۍ، بې نظمۍ او شخړې زمینه برابره نه شي.
که یو نظام د خلکو د رضایت پر بنسټ نه وي جوړشوی، ان که خپل نوم اسلامي هم کېږدي، مشروعیت نه پیدا کوي او اطاعت یې واجب نه دی. قرطبي د وخت د واکمنو په تړاو چې هم مسلمانان وو او ظاهراً اولو الامر هم وو، د ابن خویزمنداد په نوم د یوه پخواني دیني عالم نظر نقل کوي چې ویلي یې دي:« نه زموږ د وخت د واکمنو اطاعت روا دی او نه همکاري او درونای» غوره ده، چې حکومتونه له دین نه د وسیلې په توګه د کار اخیستو پر ځای د خلکو غوښتنې ته غاړه کیږدي او له دې لارې خپل مشروعیت ترلاسه کړي. د ټوماس هابز او لویاتان په اند د سیاسي نظام د رامنځته کېدو فلسفه په اوسني پېر کې پر حکومتولۍ د پوهېدو لپاره مهم بنسټ دی.