د شپې نه ویده کېدم او د ورځې می آرام نه درلود. په دې هیله چې یوه ورځ به وکولای شم خپل علمي هدف ته ورسېږم. اکثره وخت، د دې لپاره چې وخت می ضاېع نشي، کله به وږې وم، کله تږې، کله ستړې او کله بې خوبه، د هیلو او ارمانونو له نړۍ سره یو ځای ټولګي ته تلم. سړه هوا مې له پامه غورځولې وه، له خپلې کورنۍ لیرې پاتې کېدل مي زغمل، له ټولو سختیو سره مخ شوم، یوازې د ښه، غوره او متفاوت سبا لپاره مې د خپلو هیلو په خاطر ډېره هڅه کوله. خو په دې ورځو کې، زه آن د خپل فراغت سند هم نشم ترلاسه کولی چې د هغې لپاره ما په کلونو زیار ګاللی.
داسې ورځې وې چې ما د خپلو کتابونو په سر مې لږ ګرد هم نه پرېښود؛ ځکه دا کتابونه زما لویه لاس ته راوړنه او پانګه ده. نن ورځ د ظلم او جبر تر سیوري لاندې هغه کتابونه هم ټوټې ټوټې شوي او له منځه تللي دي.
په دې ورځو کې ژوند سخت دی. کله چې ما خپل ښوونکي ته زنګ وواهه پوښتنه مې وکړه چې ایا موږ ټولګي ته راتللی شو؟ ويې ويل: نه، زه له تا سو بخښنه غواړم. ته پوهېږې، زما ستونی دومره را ډک شو چې د ژړا مخه مې و نه شوای نیولای؛ خو له ځان سره می ژمنه وکړه چې نه تسلیمېږم او له پخوا به ډېر زیار باسم. زه چمتو یم چې د خپلو خوبونو د لاسته راوړلو په لاره کې د نن ورځې په پرتله لا ډیرې سختې ورځې تجربه کړم. ما ځان د بدو او برخلیک ټاکونکو ورځو لپاره چمتو کړی دی.
موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یوازې دوه لارې لرو؛ یا مبارزه کول او لاسته راوړنه
یا هم تسلیمېدل او تدریجي مرینه.