طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې په تړون کې منلې وه چې هېواد کې به ټولګډونه حکومت جوړوي، کله چې واک دوی ته وسپارل شو، نو یوازې د خپلې ډلې کسان يې په کابینه کې را ټول کړل. که څه هم کابینه کې پښتانه، ازبکان، تاجکان او نور شته؛ خو ټول د دوی د ډلې غړي دي. په داسې حال کې چې نړۍ له دوی غوښتي وو چې له تاسو پرته به نور پخواني سیاسیون، د سیاسي احزابو غړي، د ملت استازي، مسلکي او تخنیکي کسان چوکیو ته ګومارل کېږي، خو دوی همدغه شته کابینه ټولګډونه وبلله. دا چې د طالبانو کابینه ټولګډونه ده که نه؟ دا بحث به جلا وکړو، اوس به له ټولګډونه حکومت څخه د دوی د وېرې په اړه بحث ته دوام ور کړو.
طالبان نه یوازې په واک کې د نوور کسانو له ګډون څخه وېره لري؛ بلکې تنګ نظري هم دي، نه غواړي چې بل څوک په واک کې ورسره شریک وي، دوی هغه د پښتنو خبره «میم زر ما ټول يې زما» متل پر ځان عملي کړی دی.
طالب چې زیاتره وخت يې په محرومیت کې تېر کړی دی، دې خلکو او ټولنې ته عقدې نیولی دی، په خپلو ټولو کارونو له دې ټولنې څخه د خپلو پخوانیو محرومیتونو غچ اخلي. که تاسو د ملایانو وعظونو ته غوږ نیولی وي، دوی همیشه ټولنې ته په غوسه وي، خلکو ته خپلې خبرې متوجې کوي، داسې فکر کېږي چې دوی له جنته راغلي د خدای استازي دي. دا وینا، د ښو کول او له بدو منعه یوازې د نورو خلکو لپاره دي، په دې وجه ملا په خپلو خبرو عمل نه کوي، خیرات او صدقې نه ور کوي، سرسایه له نورو اخلي خپله نه ور کوي، قرباني په نورو کوي پوستونه يې دوی ټولوي، خپله يې نه کوي، زموږ پښتو له دې امله ملایانو پسې متل کړی دی چې «ملا وايي هغه کوه، چې ملا يې کوي، هغه مه کوه»، ځکه د دوی د وینا او عمل تر منځ خورا ډېر تناقض دی. دا چې زموږ ټولنه نالوستې ده، له علم او علمي تجربو څخه لرې ده، نو دا وجه ده چې د ملا په عقده او کینه يې سر نه خلاصېږي، فکر کوي چې ملا دومره په غوسه د دوی د ګټې لپاره خبرې کوي.
د طالب او ملا وېره بیا په واک کې له دې څخه ده چې که نور په واک کې را سره شریک شول، ښايي هغه له موږ سره دوکه وکړي، چل به راکړي، دوی به اخیر له موږ څخه ټول واک بېرته په هنر او چل ونیسي، خلک به دوی ته پاملرنه زیاته کړي، موږ به د ملت په سترګو کې ولوېږو، له نړۍ سره به هغه نور شریکان د اړیکو مزي پاخه کړي، زموږ ترمنځ به نفاق او درځونه پيدا کړي، د واک په نعمتونو کې له ور ګډېدو څخه په استفادې به اخیر دومره پياوړي شي چې د دوی اینده ته به خطر جوړ کړي او په واک کې د نورو کسانو ور سره شتون د دوی نیمګړتیاوې، فسادونه، نا اهلي او ترخپل منځي يې ټولې خبرې ملت او نړۍ ته را باسي، له دې ډاره په خپل څنګ کې بل څوک نه شي زغملای.
که فکر ور باندې وشي، په حقیقت کې طالبان له خپلې کمظرفیتۍ او بې کمالۍ څخه په دې وېره اخته شوي دي، یو څوک چې ظرفیت ولري، هغه ته ټولنه او نړۍ هر وخت اړتیا لري، دا ظرفیت چې په هره برخه کې وي، په هغې برخه کې ورته اړتیا ده، حتا تکړه ملا ته په ټولنه او حکومت کې اړتیا ده، البته هر ملا نه، هغه ملا چې د ټولنې او حکومت په معیارونو پوره وخېژي.
له دې سره چې طالب په ۲۱ پېړۍ کې واک چلوي، خو دوی له ټولګډونه حکومت څخه وېره لري، په داسې حال کې چې دا وخت له ټولګډونه حکومت څخه چاره نه شته، خو طالب د خپلې کمظرفیتۍ او عقدمندۍ سزا ملت ته ورکوي.
طالبان تر دې اندازې پر واک ډارېږي چې خپل حکومت کې يې لویه برخه واک د پښتنو په لاس کې دی او هغه هم د لوی کندهار پښتانه، مشران يې هر وخت د همدې سیمې له خلکو څخه ټاکل کېږي، د دوی مشر دومره ډارن دی چې د هېواد پلازمېنه له وخته کابل دی، اوس هم ټول وزیران، معینان او رئیسان په کابل کې ناست وي، دوه په درېيمه کندهار ته له خپل مشر سره د خبرو لپاره را په تاخته وي، اما شیخ کابل ته نه ځي، کندهار کې مېشت دی لکه د تېرې دورې امیر ملا محمد عمر چې ان یوځل هم د کابل لیدو ته نه دی تللی.
طالبان خپل مرکز او مهم مشران د پښتنو په زړه کې ساتي، دوی کابل ته ځکه نه ځي چې هلته یوازې پښتانه نه دې مېشت او نه اکثریت دي؛ بلکې لویه برخه يې د نورو قومونو وګړي تشکیلوي، دا چې واکمن ته هره ورځ خلک ورځي، غونډو کې ګډون کوي، لنډه دا چې له خلکو څخه چاره نه لري، نو طالبان پر دې ډارېږي چې هسې نه امیر ته يې زیان ورسېږي، له دې امله يې د تېرې دورې امیر هم په کندهار کې ناست و، اوسنی يې هم تر کندهار بهر نه ځي.
د ټولګډونه حکومت مطلب د طالب لپاره دا دی چې هغه به یو څه وخت وروسته په نړۍ او ملت کې منزوي کېږي، اصلي واک به د نورو لاس ته انتقالېږي او طالب به له هر څه ګوښی پاتېږي، ځکه طالب د واک چلولو هنر نه لري، دی په ځان کې دا ظرفیت نه ويني چې په خپلو کسانو د یوه درست نظام خلا ډکه کړي، ملا د یوې ګولې ګټلو کمال په دې ټول ژوند زده نه کړ، نو د حکومتداري هنر له کومه کړي؟ ملا په حقیقت کې له خپلې بې کمالۍ ډارېږي، د هغه ډار د هغه پر بې کمالۍ اعتراف دی، دوی د یوې ورځې واک غواړي خو د ځان لپاره يې غواړي، نه د ملت او وطن لپاره؛ هر څوک چې لنډ فکر لري او تنګ نظري وي، د هغوی ژوند، واک او ګټې وټې هم لنډمهالې وي؛ ځکه دوی له یوه ملت، له ټول جهان، له خپل وجود، خپل چاپېریال، مکان او وخت سره په جنګ وي. هر څوک چې دا ټول شیان په نظر کې نه نیسي، هغوی کمظرفه دي او هيڅ کمظرفه د خپل وجود د بقا تضمین نه لري. طالبان په لنډ وخت کې له همدې برخلیک سره مخکېدونکي دي، پر دې سرنوشت د دوی خپل ډار او د وېرې دروغ شاهدان دي.