قطر ولې له طالبانو نه کوربتوب او ملاتړ کوي؟

لیکوال: شجاع‌الدین امیني

قطر په ۲۰۱۳م کال کې په خپله خاوره کې طالبانو ته سیاسي دفتر جوړ کړ. دا دفتر د امریکا په ملاتړ جوړ شو. د دغه دفتر له جوړېدو نه د امریکا موخه دا وه تر څو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره واحد او ځانګړی ادرس رامنځته شي. نه یوازې امریکا، هر هېواد به چې له طالبانو سره د خبرو اترو لېوالتیا درلوده، د قطر ادرس ته به یې مراجعه کوله. د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۲مه، په دوحه کې پیل شوې. پایله کې دا خبرې اترې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه، د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کېدلو لامل شوې چې د یاد هوکړه لیک پربنسټ، امریکا له افغانستان نه بهر شوه. د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته، د ۲۰۲۰ کال په سپتامبر کې د پخواني دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ور پرانېستل شو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې نېټې پورې یې دوام درلود چې د پخواني دولت له سقوط پرته یې بله پایله نه درلود. د جمهوري ریاست په ارګ کې د طالبانو د حضور لومړنی انځور چې خپور شو، د قطر د الجزیرې د شبکې له لارې خپور شو.

قطري چارواکي ادعا کوي چې د خبرواترو د هېڅ یوه خواوو د ګټو او زیان لپاره یې ګام ندی اخیستی، بلکې یوازې یې هڅه کړې چې د دواړو خواوو له خبرو اترو نه کوربتوب وکړي او د یوه بې پلي منځګړي په توګه خپل مسوولیت ترسره کړي. د طالبان له بیاراتګ وروسته، د منځګړي په توګه د قطر رول لا هم خوندي دی. قطر، لوېدیځو هېوادونو په تېره امریکا سره د تخلیې په چاره کې مرسته وکړه. دغه راز په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتنې مسوولیت هم پر غاړه لري او لا هم د افغانستان ناورین ته د رسېدنې لپاره له نړیوالو ناستو کوربتوب کوي. په کابل کې د قطر سفارت پرانېستی دی او ددغه هېواد چارواکي کله ناکله افغانستان ته راځي او د طالبانو له چارواکو سره ګوري.

په تازه مورد کې، د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د روان کال د غوايي په ۲۲مه، کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له چارواکو سره ولیدل. قطري چارواکو په ځلونو ویلي دي سره له دې چې د طالبانو محدودیتونه ورته خواشینونکي دي، خو له هغوی سره د تعامل ساتل اړین دي. هغه څه چې په دې برخه کې ډېر رسنیز شول، دا و چې ګواکې قطر طالبانو ته د امریکا د پیغام لېږدونکی دی. دغه راز له دغه سفر وروسته، د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند،  ګوښه او مولوي عبدالکبیر چې تر دې وړاندې یې د سیاسي مرستیال په توګه کار کاوه، د نوموړي پرځای وګمارل شو. دغه ځای پرځای کېدل په رسنیو کې د یوه بمب په توګه وچاودېد او داسې اوازې وې چې ګواکې قطري چارواکو په دې برخه کې رول لوبولی دی.

اوس دا پوښتنه رامنځته کېږي چې قطر ولې له طالبانو نه کوربتوب او ملاتړ کوي؟ ښکاري چې لاندې مسایل کولای شي دغې پوښتنې ته ځواب ووایي.

۱- قطر له اسلامي جریانونو سره همغږی دی

قطر د نورو عربي هېوادونو په پرتله، له اسلامي جریانونو او غورځنګونو سره ښې اړیکې لري. په عربي نړۍ کې نه شاهانو او نه هم جمهوري غوښتونکو له اسلامي جریانونو سره ښې اړیکې درلودلي دي. د جمهوري غوښتونکو له ډلې کولای شي له جمال عبدالناصر نه یادونه وکړو چې په مصر کې یې د اخوان المسلمین غورځنګ د ځپلو لپاره هڅې وکړې او د شاهانو له ډلې کولای شو په عربستان کې له آل سعود نه یادونه وکړو چې له اسلامي او غیر اسلامي غورځنګونو او جریانونو سره یې ښې اړیکې نه درلودې. په دې منځ کې قطر، یو استثنا ده. دغه هېواد د اسلامي جریانونو د ځپلو پرځای، هڅه کړې ترڅو د هغوی لاسنیوی وکړي. قطر د مهمو شخصیتونو کوربه و چې هر یوه یې له یوه اسلامي جریان نه استازیتوب کاوه: د مصر د اخوان د جریان غړي یوسف قرضاوي، د تونس د النهضه ګوند مشر راشد غنوشي، د حماس فلسطین د سیاسي دفتر رئیس خالد مشعل، د الجزایر د اسلامي ژغورنې د جبهې مشر عباس مدني او… ټول ډېر کلونه په قطر کې اوسېدل. یاد کسانو د حاکمانو د ځپلو نه په امان کې د اوسېدلو په موخه قطر ته پناه وروړې وه. ویل کېږي چې قطر په دې لټه کې و ترڅو له دغو شخصیتونو نه په ګټې اخیستنې خپل ښوونیز نظام دا شان تعدیل کړي چې د ال سعود د وهابیت نه په امان کې وي.

دغه راز قطر په عربي نړۍ کې یوازینی هېواد و چې په ۲۰۱۱ کال کې د عربو له خوځښتونو یې ملاتړ وکړ؛ دغه کار د یاد هېواد د ګاونډیو غوسه راوپاروله. ویل کیږي چې د قطر موخه دا وه ترڅو دغه توفان د عربستان د خاورې په لوري ودرومي چې داسې ونشول. د بېلګې په ډول، په مصر کې له اعتراضونو وروسته چې د اخوان المسلمین د غورځنګ د غړي محمد مرسي په مشرۍ حکومت رامنځته شو، د قطر ملاتړ یې له ځان سره درلود. قطر اوه میلیارده ډالره د مرسي حکومت سره بلا عوضه مرستې کړې وې. له هغې وروسته چې فتاح السیسي واک په لاس کې ونیوه، له قطر سره د مصر اړیکې پیکه شوې. په ۲۰۱۷ کال کې قطر له ترهګرۍ نه د ملاتړ او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له امله، د مصر، عربستان، امارات او بحرین له لوري تورن وګڼل شو چې که چېرې ترکیې او ایران له قطر نه خپل ملاتړ نه وای اعلان کړی، ستونزمنه به وه چې قطر له یادې موضوع نه ځان وژغوري.

طالبان د قومي جوړښتونو ترڅنګ، یو اسلامي غورځنګ او جریان دی او د سیاسي اسلام رامنځته کول ورته په یوې دغدغې اوښتې ده. دغه ډله له هغو اسلامي جریانونو سره چې د قطر له لوري یې ملاتړ کیږي، بې شمېره مشترکات لري. قطر کېدای شي فکر کوي چې له طالبانو نه ملاتړ به د عربي نړۍ د نورو اسلامي جریانونو د ملاتړ په څېر، د ګاونډیو لپاره به یې حساسیت پارونکی او ګواوښونکی نه وي.

۲- قطر غواړي د منځګړي په توګه وپېژندل شي

د قطر د بریالیتوب له رازونو یو هم د منځګړیتوب له دیپلماسۍ نه کار اخیستل دي. تر دامهاله چې لیدل کیږي، په دې برخه کې یې ښه رول لوبولی دی. هر ځل چې قطر د متخاصمو ډلو کوربتوب په غاړه اخیستی دی، له ځان سره یې پایله درلودلې ده. په دې برخه کې د قطر بریالیتوب ددې لامل شوی چې نور هېوادونه هغه ته د کوچني هېواد په سترګه ونه ګوري. قطر هڅه کړي چې د نړۍ په کچه ځان د کامیابه، صادق، بې طرفه او سوله غوښتونکي منځګړي په توګه معرفي کړي. له همدې امله ده چې ډیری هېوادونه او سازمانونه د شخړو د حل لپاره له دغه هېواد نه مرسته غواړي. د قطر د منځګړیتوب پیاوړې بېلګه کولای شو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرواترو او شخړو د حل په برخه کې ووینو چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۹مه، د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو لامل شوه. دغه راز قطر له اوږدې مودې راپدېخوا د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د حل لپاره هڅې کوي. د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب، ساده کار ندی. امریکا د نړۍ په کچه ځواکمن هېواد دی او ایران هم د سیمې په کچه. ددغو دوو ځبرځواکو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب په نړۍواله کچه د قطر د باور د لا پیاوړتیا لامل کیږي.

قطري چارواکي افغانستان ته د تګ راتګ له لارې غواړي ترڅو د طالبانو د هدایت پړی په لاس کې ولري ترڅو که چېرې په راتلونکي کې نوی سیاسي نظام رامنځته کیږي، په اړه یې ټاکوونکی رول ولوبوي، لکه څرنګه چي د امریکا او د طالبانو ترمنځ د هوکړې په لاسلیک کېدو کې یې رول درلود. د قطر سیمه ییزې او نړیوالې هڅې هم ددې لپاره دي ترڅو که چېرې وکولای شي د نړیوالو غونډو په جوړولو سره د افغانستان ناورین ته د پای ټکی کښېږدي، دا هېواد باید د یادو ناستو کوربه وي. نړۍ له قطر نه ډېرې تمې لري. نړۍ فکر کوي له کومه ځایه چې قطر د اوږدو کلونو لپاره د طالبانو د ډلې کوربه و او له اسلامي جریانونو سره ښې اړیکې لري، کېدای شي وکړای شي د طالبانو په چلند کې بدلون رامنخته کړي او دغه ډله د ټولګډونه حکومت جوړولو ته وهڅوي. داسې ښکاري چې قطر به هم له طالبانو او ددغې ډلې له مخالفو ځواکونو نه د کوربتوب فکر په سر کې ولري خو دا کار د سیمې او د لویدیځ د ځبرځواکو هېوادونو ټولشموله رضایت ته اړتیا لري. روښانه خبره ده چې که قطر په پورته برخو کې په بریالیتوب سره عمل وکړي، د سیمې او نړۍ په کچه به لا ډېر اعتبار ترلاسه کړي.

۳- قطر له اماراتو او عربستان سره سیالي لري

قطر له خپلو دغو دوو ګاونډیو هېوادونو سره په شخړه کې دی. عربستان او امارات په تېر کې د طالبانو له ملاتړ کوونکو څخه شمېرل کېږي. البته امارات لا هم له طالبانو سره روښانه او ثابتې اړیکې لري، خو عربستان نه. قطر د دې لپاره چې عربستان او امارات، د تېر په څېر طالبان تر خپل کنترول لاندې ونه نیسي، لوبې ته یې وردانګلي او دواړه یې شا ته تمبولي دي. د قطر بهرنی سیاست له ۱۹۹۰ لسیزې وړاندې د عربستان تر اغېز لاندې و. عربستان تمه درلوده چې قطر باید په نړۍوال چاپېریال کې ددغه هېواد ملاحظات او اندېښنې په پام کې ونیسي؛ خو له ۱۹۹۰ لسیزې راپدېخوا قطر په خپلواک ډول عمل کړی او د عربستان د موخې پرخلاف یې ځان ته پالیسي جوړه کړې ده قطر وېره درلوده چې کېدای شي د کویت په څېر چې د عراق له لوري وځپل شو، د عربستان له لوري به وځپل شي. له همدې امله یې په لویدیځه نړۍ کې له امریکا او په سیمه کې یې له ایران او ترکیې سره چې د عربستان او اماراتو له سیالانو شمېرل کیږي، اړیکې ټینګې کړې.

کله چې د طالبانو پر سر له عربستان او اماراتو سره د قطر سیالۍ ته ځیر شئ، دا به وموندئ چې تاریخ په معکوس ډول تکرار شوی دی. په ۱۹۹۶ کال کې طالبان د عربستان او اماراتو په ملاتړ واک ته ورسېدل او په ۲۰۲۱ کال کې د قطر په کوربتوب او ملاتړ. ویل کیږي چې طالبانو د عربستان او اماراتو په پرتله، د سولې په خبرو اترو کې د قطر کوربتوب ته ډېر رضایت ښودلی و؛ ځکه فکر یې کاوه چې قطر د اسلامي جریانونو ملګری هېواد دی او عربستان او امارات نه.

ورته لیکنې

Back to top button