موږ ولې د ملي منافعو درست تعريف ورک کړی!؟

لیکنه: څارنوال عمر شفيق

له پينځو لسيزو راهيسې په عمومي ډول د افغانستان د ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ د ملي منافعو درست تعريف نشته او همدارنګه د ملي منافعو د تعريف په اړه داسې ادرس نه ليدل کېږي، تر څو خلک او ځوانان د ملي منافعو درست، واحد او ټولمنلی تعريف ترې زده کړي.

له دې امله چې په دې موده کې غير ملي ډلې واک ته رسېدلې دي او دوی له ملي منافعو سره غير مسولانه چلند کړی. ملي منافع يې هر وخت له ايډيالوژيکو عينکو کتلې دي، خپل ټول ځواک يې لومړۍ د هېواد په داخل کې د خپلې ايډيالوژۍ (هغه هم خپل نفسي تفسير) پر تعميل مصرف کړی او بيا يې د خيالبافۍ له زانګو د هېواد بهرني سياسي مناسبات نړۍ ته د خپلې ايډيالوژۍ رسول ګڼلي دي. يانې لکه څرنګه چې دوی د هېواد په داخل کې دولتداري يوازې د خپلې ايډيالوژۍ پر تعميل منحصره کړي. همدغسې يې د هېواد ډيپلوماټيک تربيون هم نړۍ ته د يوې خاصې ايډيالوژۍ د خپرولو وسيله ګرځولي او دغې چارې د بهرني سياست په وسيله د ملي منافعو تامين خورا ستونزمن کړی دی.

په عامه مانا ډيپلوماسي له نورو هېوادونو سره د خپلو ملي منافعو د ارتقا په منظور د مناسباتو د تنظيم مهارت ته ويل کېږي. مګر زموږ په هېواد [د دغو ډلو په واکدارۍ] کې ډيپلوماسي داسې عيار شوي، چې ملي منافع پکې هېڅ ځای نه لري.

په دې کې شک نشته، چې د تاريخ په اوږدو کې د ځينو هېوادونو په بهرني سياست کې ايډيالوژي يو اغېزناک عناصر ګڼل شوې، خو هغوی هم له دې موقف څخه ګټه نه ده پورته کړي.

د بېلګې په توګه شوروي اتحاد چې کمونېزم يې د خپل کورني او بهرني سياست د اصلي محور په توګه منلی و او هڅه يې کوله، چې له هېواد بهر هم کمونېزم ته پراختيا ورکړي. که څه هم د کمونېزم پراختيا د دوی د ملي اقتصاد او صنعت په زيان تمامېده او د دوی د ملي منافعو خلاف واقع کېده، مګر بيا هم دوی ته مهمه نه وه او هغه څه چې دوی ته ډېر مهم او باارزښته و؛ يوازې و يوازې د کمونېزم پراختيا وه، چې بايد ټولې نړۍ ته يې ورسوي.

اوس که چېرې د يوه هېواد د بهرني سياست اساسي او نهايي ټاکوونکي اهداف  ملي منافع وګڼو؛ بيا نو دا مفهوم ډېرې حياتي اړتياوې په ځان کې نغاړي، چې د دولت بقا، ملي استقلال، ارضي تماميت، امنيت و دايمي ثبات، اقتصادي  پراختيا او په بين المللي توګه د ملي حيثيت پرستيژ او اعتبار تر لاسه کول ټول پکې شامل دي.

پر دې بنسټ هر دولت بايد هڅه وکړي، چې په خپلو کورنيو اقداماتو او بهرنيو روابطو کې دا اهداف تعقيب کړي. په واقعيت کې دا انکار ناپذيره اهداف دي او د يوه دولت له مهمو دندو څخه شمېرل کېږي.  البته نورو برخو لکه هنر، فرهنګ، تاريخ، ملت سازي (د خپلو خلکو تر منځ مشترکاتو پيدا کولو) کې هم ملي منافع تعقيبېدلی شي.

کله نا کله داسې هم کېدلی شي، چې ملي منافع له ملي حقونو سره ټکر ولري. که يو هېواد د خپلو کورنيو حقونو په سر له نورو هېوادونو سره ستونزه کې ولوېږي، په دې صورت کې له خپلو کورنيو حقونو شاته کېږي ملي منافعو ته ځان رسوي. په ډېرو مواردو کې هېوادونه له خپلو کورنيو حقونو تېريږي او د ملي منافعو تحقق لپاره سازګاري ښيي.

د بېلګې په توګه د ملګرو ملتونو سازمان د غړيتوب لپاره اړتيا پېښېږي، چې د ملګرو ملتونو منشور اړوند اصول او موازين ومنل شي. دلته داسې هم کېدلی شي، چې ياد منشور داسې مواد ولري، چې د يوه هېواد له کورنيو حقونو سره ټکر کې وي. له دې کبله چې د ملګرو ملتونو سازمان د بهرني سياست په چوکاټ کې د ملي منافعو تحقق لپاره يو مهم ادرس دی. لازمه ده، چې مورد نظر دولت له ځينو کورنيو حقونو څخه تېر شي او د منشور ټولو موادو په منلو سره خپلو ملي منافعو ته ځان ورسوي.

همدارنګه د ملي منافعو تحقق لپاره له ډېرو ايډيالوژيکو مسايلو تېرېدل هم په هېوادونو کې معمول دي. لکه سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو چې د خپلو ملي منافعو تحقق لپاره د قدس  قضيې ته شا کړي او هغه ديني رسالت چې د خپلو هم قومه فلسطينيانو پر وړاندې يې لري؛ نه يې ترسره کوي او برعکس يې ياده قضيه په ډېر مهارت د ايران پر مذهبي دولت ور تاوان کړي او مستقيماً يې د اسرائيلو او ايران پر قضيه بدله کړې ده.

تاسو حتمي متوجه ياست چې ياده قضيه کې ايران ډېر داخل دی او د ايران ملي منافعو ته يې خورا زيان رسولی دی. له لسيزو راهيسې پر ايران اقتصادي بنديزونه او نور محدوديتونه د همدې قضيې له کبله وضع شوي دي. پر دې بنسټ د بهرنی سياست داسې عيارول لازم دي، چې له هر څه مخکې د خپل هېواد ملي منافع پکې خوندي اوسي.

زموږ هېواد کې د ګڼو غير ضروري انقلابونو او تحولاتو په پايله کې د ملي منافعو له عدم تحقق ور اخوا د ملي منافعو درست تعريف ځکه ورک شوی، چې واکداره ډلې د ملي منافعو د پېژندنې لپاره لازمه پوهه او پر ملي منافعو باور نه لري.

دوی تل هڅه کړي، چې د روسيې او يا ايران په څېر د کمونېزم او مذهب بنسټونو ته پراختيا ورکړي. که څه هم باور دا دی، چې ټولنې ورځ تر بلې لوستې کېږي او د خپلو باورونو اساس د خپل فکر پر بنسټ ټاکي. مګر دوی بيا هم پرته له فکر کولو پر خپله ناچله لار مزل ته ادامه ورکوي.

زه په ډاډ سره ویلی شم، چې نور په نړۍ کې د ميراثي تړلو باورونو چاپيريال په انتخابي خلاص چاپېريال بدلېږي او خلک د ميراثي باورونو په عهده دارۍ کې نه پاتې کېږي. ساينسي څېړنې ورځ تر بلې د باورونو خرافاتي او فرسوده برخې برجسته کوي او د خلکو مخې ته يې ږدي.

دا هغه څه دي، چې د ايډيالوژیکي سمبولیکو څېرو  پر خرافاتو ولاړ مواعظ نور هم د رشخند خوا ته ټېل وهي او که همدغسې دوی پر خپلو خرافاتي کړنو ټينګار ته نور هم زور ورکوي. دا نو بيا د باورونو رښتيني برخې ته هم په شدت سره زيان رسوي.

پر دې بنسټ دولتونه يوازې دا دنده لري، چې خپل سياستونه له ملي منافعو سره عيار کړي او هغه لارې چارې خپلو لومړيتوبونو کې راولي، چې د دولتونو د بقا او ځواکمنتيا تر څنګ د ولسي محبوبيت له لارې تر خپل حاکميت لاندې خاوره کې واقعي ملت سازۍ ته لاره هواروي.

د يوه دولت اساسي ترينه دنده ځکه د ملي منافعو تحقق ته ځان رسول دي، چې ملي منافعو تحقق د ولسونو تر منځ باور زياتوي او له منځه يې افتراقي او اختلافي ټکي باسي. برعکس د ملي منافعو عدم تحقق د ولسونو باور زيانمنوي او د نفاق او پاشلتيا چانس ډېروي. هر دولت چې د ملي منافعو تحقق کې ناکام دی، دولتونه او ملتونه يې د افغانستان، پاکستان، ايران او د مرکزي اسيا ډېريو هېوادونو پر برخليک اخته دي.

زموږ (د افغانستان) زخم هم مطلقاً له همدې ناحيې په ناسور بدل شوی. له يوې خوا کابو پنځه لسيزې د هېواد پر سياست داسې څوک مسلط دي، چې نه يوازې د دولتدارۍ او ملي سياست لپاره لازم سواد، پوهه او عملي تجربه نه لري، بلکې نورې داسې کړنې ترسره کوي، چې زموږ د ملي منافعو د ځپلو لپاره ارادي او قصدي عمل ګڼل کېږي. له بلې خوا ليکوالان او عملي سياستوالان داسې ليکل او سياستونه کوي، چې يوازې و يوازې د دوی په شخصي باورونو، علايقو او ګټو ولاړ دي.

دا لامل دی، چې له خلکو او په ځانګړي ډول له ځوانانو د ملي منافعو درست تعريف ورک شوی. ځکه د هېواد سياست داسې لوبول کېږي، چې په لويه کچه له ملي منافعو سره توپیر لري. طبيعي ده، چې داسې حالتو کې خلک سم و ناسم، جوړ و ناجوړ ګټه و تاوان نه شي تشخيصولی. پر دې بنسټ غوره به وي، چې د ملي منافعو د درست او ټولمنلی تعريف لپاره بې صبرانه کار وشي او له هر څه وړاندې په ډېر وضاحت د ملت فرد فرد ته د يوې خورا حياتي اړتيا په عنوان ور پیچکاري کړل شي.

ورته لیکنې

Back to top button