ولې د پاکستاني طالبانو تحريک نه ماتېدونکی دی؟

لیکوال پرویز هودي

سرچینه: ډان ورځپاڼه

ژباړه: سیداکرم بارز

په داسې حال کې چې د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه هېواد پر پوځ، استخباراتو، پولیسو او عامو وګړو خپلو وژونکو بریدونو ته زور ورکړی، هغه کسان چې د پاکستان د پوځ او امنیتي جوړښتونو مشري کوي، یو ځل بیا مبالغه او شور ماشور جوړ کړی.

په تېرو ۵۰ ورځو کې تر سلو زیات بریدونه شوي، چې یو یې تر ټولو مهم په بنو کې د ترهګرۍ ضد د یوه مرکز نیول و.

په نورمال حالت کې یو پوځ چې په اتومي وسلو او د امریکايي او چینايي تجهیزاتو سمبال دی شپږ سوه زره غړي لري کولای شي یوې ترهګرې ډلې ته ماتې ورکړي او د دغه هېواد د پولو د امنیت لپاره کافي دي او باید امنیت یې خوندي کړي.

پاکستاني پوځیان چې د غیر دودیزو جګړو په ترسره کولو کې مسلکي تجربه لري، باید یوې ترهګرې ډلې ته ماتې ورکړي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی او په تاکتیکي او ستراتیژیکه کچه ناسمو کړنو د دښمنانو په پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره مرسته کول یوه غلطه ستراتیژي وه. له څو کلونو راهیسې امنیتي کارپوهانو او د حکومت تبلیغاتي دستګاه دا کیسه خپروله چې ګواکې د افغانستان او پاکستان طالبان یو له بل سره توپیر لري، خو دا له یوه توهم پرته بل څه نه وو او په عمل کې هم ثابته شوه.

اوس طالبان د کابل د نویو واکمنانو په توګه چې پر یوه زبرځواک باندې د بریا له داستان وروسته حکومت کوي، د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو د پاکولو په موخه یې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو مخه یې نیولې او په عملي توګه پاکستان د خپل ځان لپاره دښمن ګاونډی او ناوړه خوب رامنځته کړی.

تاکتیکي تېروتنې چې د طالبانو تحریک د مشرانو په پټه خوشي کېدل لکه مسلم خان او احسان الله احسان، د خبرو اترو پیلول او د هغوی غوښتنو ته غاړه ایښودل، د پاکستانیانو غوسه زیاته کړې او دغه ډله یې لا پسې غښتلې کړې ده. دغه تحریک د بې وسلې کولو او د پاکستان د اساسي قانون له منلو څخه انکار وکړ او پر دې سربېره یې نورې غوښتنې هم وکړې چې هېڅ خپلواک هېواد یې نشي منلای.

په همدې حال کې د پاکستان امنیتي چارواکو تل د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره له خبرو کولو ډډه کړې، د پاکستاني طالبانو ضد غورځنګ چې هېڅکله یې وسله نه ده پورته کړې خو د دی غورځنګ له مشرانو سره یې ناوړه چلند کړی او علي وزیر یې زنداني کړی دی.

په سوات کې پوځي چارواکو هغو عامو خلکو ته سزا ورکړه چې د ښوونځي د زده کوونکو په موټر باندې د طالبانو تحریک د برید په ضد یې لاریون کاوه. پوځ د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ تر منځ په سلګونو زړور سرتېري له لاسه ورکړل، خو مولانا فضل الله یې هېر کړی.

دا ډول بې نظمه او عجیب چلند د یو لړ ایډیالوژیکي تشو له امله رامنځته کېږي چې د ډېرو غلطو اټکلونو لپاره یې ځای او زمینه برابره کړې ده. د پاکستان له طالبانو تحریک څخه د افغان طالبانو ملاتړ ته په پام سره، آیا د طالبانو ښه او بد فلسفه تر ۲۰۲۱ کال مخکې غوندي په خپل حال پاتې ده؟

امریکایان ووتل او هندیان هم له افغانستانه وشړل شول. اوس دوست او دښمن څوک دی؟ ايا په ټيټ پوړو کې د لوړ پوړو حکمونه او لارښوونی تعقيب او منل کېږي او ايا افسران او پوځي او سياسي مشران په يوه نظر دي؟

دا پوښتنې ډېر ځوابونه لري، خو اصلي پوښتنه چې د قومي مشرانو، جنرالانو، شنونکو او ژورنالیستانو له خوا نه ده شوې، دا ده چې پاکستان ولې د پاکستاني طالبانو له تحریک سره جګړه وکړي؟

البته په دې خبره ټول یوه خوله دي چې د طالبانو تحریک کړنې غلطې دي او ټول جنګونه یې وحشیانه او ظالمانه دي او که د دې تحریک موخې ښې وي نو د هغوي خلاف جنګ بې ځایه دی.

د دغه غورځنګ یوه غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره پر پوله پر ځینو سیمو د پاکستان د ځمکنۍ دعوا ته مشروعیت ورکړل شي او له دې لارې قبایلي سیمې بېرته پخواني حالت او نیمه واکمنۍ ته وګرځول شي او د پولې د اغزن تار لیرې کولو په برخه کې افغان طالبان هم په بشپړه توګه ورسره همغږي دي. د دوی دا غوښتنه د قناعت وړ نه ده، ځکه چې د تېرې پېړۍ استبدادي او امپریالیستي قدرتونو تل تلپاتې بحرانونه تېر کړي دي.

د پولو ستونزه ۱۲۹ کاله پخوا زمانې ته ورګرځي. کله چې مارتیمور ډیورنډ ته دنده وسپارل شوه چې د شوروي او برتانوي نفوذ ساحه رسم کړي. دغه سست او ویسکي څښونکي انګلیسي چارواکي د پنسل او قلم په مرسته په نقشه مستقیمه کرښه راکش کړه او پښتون ولس یې په دوو برخو ووېشه.

یوازینۍ ممکنه حل لاره چې دا مهال د خوښې وړ نه ښکاري، ښه نیت، د ځواک نه کارول او په پولو کې د دریځونو نرمول دي. د یوې پېړۍ غیر طبیعي وېش باید د افغانستان او پاکستان اړیکې د تل لپاره خرابی نه کړي.

د دې غورځنګ بله غوښتنه بیخي د منلو وړ نه ده او هغه دا ده چې په قبایلي سیمو کې د افغان طالبانو په ډول د شریعت بشپړ تطبیق غوښتنه ده مخکې له دې چې ټول پاکستان ته وغځول شي.

دا غوښتنه د ښځو د ښوونې او روزنې د پای ته رسولو، د غړو د پریکولو له لارې د عدالت تامینول، د ډیموکراسۍ پر ځای د امیرالمومنین په مشرۍ د شورا نظام رامنځ ته کول او له نننۍ نړۍ سره د پاکستان د اړیکو پرې کول او د غیرمسلمانانو سره یعني د بریلویانو شیعه مذهبه او روڼ اندو مسلمانانو لپاره دا د مرګ په معنا ده.

له بلې خوا د پاکستان افراطي کلیوالې او وروسته پاتې برخې د دغه ډول اسلامپالنې هرکلی کوي او د پاکستان امنیتي مشران له دې خبر دي. له ۲۰۰۲ کال وروسته په سویلي وزیرستان کې د پوځي اډې په جوړولو سره پوځ دغو سیمو ته ډېر زیانونه واړول او دغه سیمې د افغان طالبانو او القاعده عناصرو لپاره پناه ځایونه شول او جګړه ډېر ژر شمالي وزیرستان ته هم وغځېده.

جګپوړی پوځي مشر په خوندي توګه د جګړې له ډګر څخه وایستل شول چې د سلګونو بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو له مقاومت سره مخ شول او د عامو عسکرو مورال ټیټ شو او دغه عسکر په دې فکر کې وو چې ولې پر خپلو ایډیالوژیکو همفکرانو چې طالبان او نورې اسلامي ډلې دي، برید وکړي له همدې امله یې ځینې تسلیم شول.

د اردو ژبې د مطبوعاتو د راپورونو له مخې، په سوات او وزیرستان کې ځايي دیني عالمانو د وژل شویو پوځیانو د جنازې له ادا کولو ډډه وکړه. په ۲۰۱۲ کال کې د بنو پر زندان برید کې ۳۸۴ ترهګر خوشي شوي وو. د دغه زندان ساتونکي د بریدګرو تر څنګ ولاړ وو او د هغوی د ملاتړ او د شریعت د پلي کولو شعارونه یې ورکول.

اوس د دې وخت رارسېدلی چې جنرالان او سیاسي مشران په ښکاره توګه خلکو ته ووايي چې ولې د پاکستان تحریک طالبان ماتول غواړي. د جګړو تاریخ او تجربو ته په کتو دې نتیجې ته رسېږو چې جګړه یوازې په وسله نه ګټل کېږي، بلکې مورال هم مهم ځای لري.

په دفاعي پوهنتونونو کې په عمده توګه د هند ضد پوځي روزنه ورکول کېده، چې دا پوځيان په فکري او ذهني توګه د وژونکو جګړو لپاره چمتو نه دي. د رسمي شمېرو له مخې له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په پایله کې ۷۰ زره کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې دي چې له هند سره په څلورو جګړو کې د تلفاتو شمېر شاوخوا ۱۸ زره کسانو ته رسېږي. که پاکستان په پای کې په کابل کې د پاکستاني طالبانو تحریک او د هغوی ملاتړو ته ماتې ورکړي، د پاکستان پوځ باید پوه شي چې دوی ولې او له چا سره جنګېږي. یو پوځ چې په ایډیالوژیک ډول ګډوډ ښکاري دا جګړه نشي ګټلی. د جګړې د لاملونو له روښانه کېدو پرته به جګړه ییزه روحیه رامنځته نه شي او په پایله کې به پاکستان ناکام او طالبان به میدان وګټي.

Back to top button