ولې د « ښځې، ژوند، ازادي» غورځنګ بریالی نه شو؟

په ایران کې د « ښځې، ژوند، ازادي» له غورځنګ نه یو کال تېر شو. دا غورځنګ هغه مهال په خپل اعتراضي حرکت پیل وکړ چې ۲۱ کلنه ایرانۍ مهسا امیني، د « ګشت ارشاد» له لوري چې د ښځو حجاب د ارزونې ماموریت پر غاړه لري، د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۲مه د بې حجابۍ په تور ونیول شوه، نوموړې د پولیسو د وهلو ټکولو له امله، مغزي زیان ولید، خو په روغتیايي وضعیت کې یې ښه والی رانغی او له درېیو ورځو وروسته د وږي په ۲۵مه په داسې حال کې چې په روغتون کې تر درملنې لاندې وه، ساه یې ورکړه. د مهسا امیني مړینې، په ایران کې لوی حرکت په لاره واچوه چې د « ښځې، ژوند، ازادي» نوم پرې کېښودل شو. څو میاشتې د ایران ښارونو کې اعتراضونه په لاره واچول شول. اعتراض کوونکو د جنسیتي تبعیض د لمینخه وړلو، د حجاب د ټاکنې په برخه کې ښځو ته د ازادۍ ورکولو او په پایله کې د اسلامي جمهوري د راپرځولو غوښتونکي وو.

دغه غورځنګ دومره په خپل دریځ ولاړ و چې د اسلامي جمهوري خوب یې ورتښتولی و. لویدیځو دولتونو او د بشر د حقونو په حوزه کې فعال او لویو نړۍوالو بنسټونو، د غورځنګ له غوښتنې ملاتړ وکړ. دغه راز بهر مېشتي ایرانیانو د غورځنګ د غوښتنو په ملاتړ د اروپا او امریکا لارو سړکونو ته راووتل او د لویدیځو دولتونو او بنسټونو نه یې وغوښتل ترڅو له اعتراض کوونکو نه په ملاتړ، اسلامي جمهوري له تېر څخه نور هم له انزوا سره مخ کړي.

د ټولو ملاتړو ترڅنګ، له څو میاشتو وروسته، د غورځنګ ځغاستې او اعتراضونه غلي شول او کومه موخه یې چې غوښته نه یوازې هغې ته ورسېدل، بلکې اسلامي جمهوري نور هم په خپل کار کې جدي شو او ګشت ارشاد یې د پخوا په څېر په سړکونو او لار کوڅو کې وګمارل او په دې ډول یې د ( جبر حجاب) بیرغ بیاځلي اوچت کړ او هغه ښځې چې د خپلې خوښې حجاب یې اغوست، زندانونو ته ولېږلې. دغه راز، هغه نارینه او ښځې چې حتی په اعتراضونو کې یې هېڅ ونډه نه درلوده، په دې ورځو کې د حکومت تر غچ اخیستنې لاندې دي.

اوسمهال چې د « ښځې، ژوند، آزادي» د غورځنګ د یوې کلنۍ په درشل کې یو، د هغه نه بریالي کېدل د ډېریو لپاره پوښتنه رامنځته کړې ده. لاندې هڅه کیږي هغه لاملونه چې د ددغه غورځنګ د ودې او بریالیتوب مانع شوي دي، ورته اشاره وشي.

۱- ځپل

په پیل کې داسې انګېرل کېده چې د ایران دولت خپله تېروتنه ومني او د غورځنګ اعتراض په رسمیت وپېژني، خو نه یوازې چې داسې وشول، چې د ځپلو دستګاه یې لا هم فعاله وساتله. هغه څه چې دغو هیلو ته یې لمن وهله، د اعتراضونو ځواکمنتیا وه. سربېره پر دې اسلامي جمهوري ددې پر ځای چې غورځنګ پیاوړی وبولي، هغه یې د « انقلاب دښمنان» وبلل او د هغوی نیت یې د « لاسوهنه» وبلله؛ هغه نوم چې مخالف ځواکونه پرې یادیږي.

اسلامي جمهوري هغه پوځي وړتیا یې چې په واک کې درلوده، د اعتراض کوونکو د بې رحمانه ځپلو لپاره یې وکاروله. تر دې چې د ځینو خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، په منځني ختیځ کې له خپلو نیابتي ځواکونو نه یې د اعتراض کوونکو د بې رحمانه ځپلو لپاره کار واخیست. کېدای شي په دغه سیمه کې چې مونږ ژوند کوو، هېڅ سوله ییز اعتراضي حرکت د ښځې، ژوند، آزادي غورځنګ په څېر ځپل شوی نه وي. د بشري حقونو د بنسټونو د راپور پر بنسټ، د وژل شویو شمېر څه باندې ۵۰۰ تنه دي. ایران کې حاکم وحشت ته پام، رښتیا اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن دی او کېدای شي د وژل شویو شمېر له دې هم ډېر وي. د اعتراضونو له پیکه کېدو وروسته، اسلامي جمهوري وزګار کېښېنناست او د غچ اخیستنې په نیت یې ځوانان او نوي ځوانان معترضین چې له مخکې نیول شوي وو، په پرلپسې اعدام کړل. نیونه، وهل ټکول، وژل، اعدام، ورک کېدل او…. ددې لامل شول ترڅو ځوان او نوی ځوان ځواک چې په پیاوړي نیت سړکونو ته راوتلي وو، ووېریږي او له خپلو غوښتنو په شا شي. په همدې ډول، هغو اعتراض کوونکو چې پر خپلو غوښتنو یې ټینګار کاوه، اړ شول خپل اعتراضونه غلي کړي ترڅو له ګواښونو لیرې پاتې شي.

اوس چې د مهسا امیني له وژل کېدو نه یو کال تېریږي، د اسلامي جمهوري د ځپلو او حذف دستګاه لا هم فعاله ده او دا ځلي یې محصیلینو او ښوونکو پسې راخیستې ده. په پوهنتونونو کې د تصفیې دستګاه په لاره اچول شوې او هغه ښوونکي چې انقلابي دي او د اسلامي جمهوري ملاتړي نه وي، لیرې کوي او د هغوی پر ځای، د نظام ملاتړي ګمارل کیږي.

۲- د اپوزیسیون نشتوالی

تر ټولو لوی لامل چې د « ښځې، ژوند، آزادي» غورځنګ په موخه ییز غورځنګ واوړي، د اپوزیسیون نشتوالی و. که چېرې دموکرات اپوزیسیون له خلکو سره اړیکه درلودلای، ډګر ته راوتلی وای، کولای شوای چې دا حرکت داسې لوري ته وهڅوي چې که د اسلامي جمهوري نظام لمینخه نه وای تللی، لږترلږه کمزوری کېده او یا یې د اعتراض کوونکو روا غوښتنو ته غاړه ایښوده. ګډوډ شعارونه ورکول کېدل او همدا ډول د یوې واحدې پرېکړې د نیولو او د بدیلې طرحې د وړاندې کولو لپاره مشري شتون نه درلود.

توتالیتر او استبدادي نظامونه نشو کولای په خالصې ټولنیزې غوښتنې دروغ وګڼو. هرکله چې ټولنیزه غوښتنه له سیاسي غوښتنې سره یوځای شي، دا ډول نظامونه د ګواښ احساس کوي. دغه راز سیاسي غوښتنې د دروغو په اعتراض نه، بلکې په پیاوړي، ټینګ، د برنامې لرونکي او د بدیلې طرحې لرونکي سیاسي ټیم په رامنځته کولو ترلاسه کیږي چې د ښځې، ژوند، آزادۍ غورځنګ له هغه نه بې برخې و.

۳- د لویدیځو دولتونو لاسوهنه

دا چې د ښځې، ژوند، آزادۍ د غورځنګ غوښتنې مشروع وې، د نړۍ په هر ځای کې له هغوی نه د دموکراتو دولتونو ملاتړ و. ترمینځ تیاره نه وه او دریځونه روښانه وو. یوه لوري ته اعتراض کوونکي وو چې آزادي یې غوښته او بل لوري  ته اسلامي جمهوري چې د ځپلو د دستګاه په فعالولو سره، سړکونه او زندانونه یې د وژنو په ځایونو تبدیل کړي وو. روښانه ده چې دموکراتو دولتونو باید له اعتراض کوونکو ملاتړ کړی وای. خو د ایران دولت هغه څه چې د لویدیځو دولتونو او اسراییل لاسوهنه بولي، د خپل ځان په ګټه او د اعتراض کوونکو په زیان کار وکړ؛ ځکه له یو شمېر لویدیځو دولتونو په تېره امریکا او اسراییل سره له زېږېدو راپدېخوا، دښمني لري او له اعتراض کوونکو نه د هغوی ملاتړ یې په خپلو چارو کې لاسوهنه او له ایران او ایرانیانو سره دښمني بولي.

د بېلګې په توګه، د اسلامي جمهوري تبلیغاتي دستګاو د ایران د سوریې کېدو ګواښ په اړه تبلیغ په لاره واچوه او ددې ټکي په خپرېدو چې ګواکې امریکا او ملګرو یې په هر هېواد کې چې لاسوهنه کړې، هغه هېواد خپل یووالی له لاسه ورکړی او تجزیه شوی دی، ډېره لمن وهله. افغانستان چې تازه د امریکا له لوري پرېښودل شوی و، تر ډېره د روښانه بېلګې په توګه وړاندې کېده چې له اغېز نه تش نه و. یا یې هم دا ډول تبلیغ کاوه چې د لویدیځو دولتونو لپاره د ښځو او بشر حقونه مهم ندي؛ هغه څه چې ورته مهم دي، د اسلامي جمهوري پر وړاندې له دغو ابزارو نه ګټه اخیستل دي. که چېرې دا نه وي، عربستان او طالبان چې د بشر د حقونو ناقضین دي، ولې د لویدیځو دولتونو سره ملګرتیا لري.

۴- ډګر ته د لږکیو راتلل

د ایران ټولنه سره له دې چې له بېلابېلو قومونو جوړه ده، خو د لږکیو پر وړاندې د اسلامي جمهوري سیاست د تبعیض له مخې دی. په مینځ کې، سنیان، بهاییان او …. تر ټولو ډېر د تبعیض قرباني دي؛ د اعتراضونو له پېلېدو وروسته، د ایران د سني ټولنې عالمانو او واعظانو غږ پورته شو او د اعتراض کوونکو په ملاتړ یې شعار ورکاوه. دغه امر، نیک و او د ایران په ټولنه کې یې یووالی نندارې ته وړاندې کړ.

ډګر ته د سنیانو راوتل، مخکې تر دې چې د اعتراض کوونکو په ګټه وي، د هغوی په زیان شوه، ځکه د اسلامي جمهوري د تبلیغاتو دستګاه د ایران د جغرافیايي « تجزیې» تبلیغ وکړ؛ کوم تبلیغ چې بې اغېزه نه و. په همدې توګه، په کرد مېشتو سیمو کې د اعتراضونو راپورته کېدل، د ایران د زمکنۍ بشپړتیا د ګواښ په اړه تبلیغ وشو. د سني واعظ، مولوي عبدالحمید خطبې، نور هم د ایران دولت ته فرصت په لاس ورکړ چې نوموړی د عربستان او طالبانو له لوري ملاتړ کیږي او د ایران د تجزیې ماموریت نوموړي ته سپارل شوی دی. دې همدې لپاره و چې د اعتراضونو په درشل کې، داسې ادعا وشوه چې ګواکې ایران غواړي پر عربستان پوځي برید وکړي؛ دې خبر د امریکا غبرګون راوپاروه او له ریاض نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. په دقیق ډول دا د اعتراض کوونکو له غوښتنو نه د عمومي افکارو د اړولو لپاره هڅه وه او شیعیان یې د سنیانو پر وړاندې راوپارول.

۵- د منځني عمر او د پاخه عمر د طبقې ملاتړ نه کول

د اعتراض کاروان ځوان او د نوي ځوان ځواک پرمخ وړ او د منځني عمر او پاخه عمر د طبقې جدي ملاتړ یې له ځان سره نه درلود. د هغه لوی عامل، دا و چې د حجاب په اړه غوښتنو ونشوای کړای چې د ایران د خلکو له اصلي غوښتنې سره چې « معیشت» دی، سره وتړي. د ایران اسلامي دولت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او خلک له بد وضعیت سره مخ دي. د ډېرو خلکو لپاره، له هرڅه نه وړاندې له بې وزلۍ نه ژغورل کېدل لومړیتوب دی.

هېره دې نه وي چې د منځني عمر او پاخه عمر کسان له اعتراض کوونکو سره همغږي و، خو په عمل کې یې ورسره ونډه وانخیسته او خپل ملاتړ یې ونکړ. ځپل، وژل، اعدام او دغه راز ددې مسلې تبلیغ چې د ایران زمکنۍ بشپړتیا د تجزیې له ګواښ سره مخ ده او دښمنان د اسلامي جمهوري د لمینځه تللو په تمه دي، وکولای شول د منځنۍ عمر کسان اړ کړي چې له اعتراض کوونکو سره یوځای نشي.

۶- د بهرمېشتو څېرو او اعتراض کوونکو او خلکو ترمنځ د اړیکو نشتون

څو بهر مېشتو نامتو څېرو هڅه وکړه خپل ځان د اپوزیسیون په توګه معرفي کړي او د لویدیځو دولتونو ملاتړ یې هم ونشوای ترلاسه کړي، تر دې چې د هغوی درې تنه یې (رضا پهلوي، مسیح علي نژاد او نازنین بنیادي) د ۱۴۰۱ کال د سلواغې د مېاشتې په پای کې د مونیخ په امنیتي ناسته کې ګډون وکړ او د اعتراض کوونکو په ملاتړ یې خبرې وکړې؛

خو هغوی ونشوای کړای د ایران له خلکو او اعتراض کوونکو سره اړیکه ټینګه کړي. بهرمېشتي نامتو څېرې نه یوازې چې له اسلامي جمهوري سره هر ډول خبرې اترې ردوي، بلکې د هغوی د لمینځه تللو غوښتونکي دي.

کومه ستونزه چې بهرمېشتي یې لري، په ایران کې د ټینګې ټولنیزې پایګاه نشتون دی. نه یوازې عامه افکار، چې حتی یو شمېر لوېدیځ مېشتي ایراني روښان فکري ددغو څېرو د شخصیت او عمل په اړه شک لري. د بېلګې په توګه، ایرانۍ نامتو سندرغاړې ګل شیفته فراهاني، چې په لوېدیځ کې ژوند کوي، په ځلونو یې په ناستو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او له اعتراض کوونکو یې ملاتړ کړی دی؛ خو ایرانی نامتو روښان فکري عبدالکریم سروش، غبرګون ښودلی او مېرمن فراهاني یې د ایران د مشرۍ وړ نده بللې: « ترڅو یې چې ازموېنه ورنکړه، او ټول ځان یې لوڅ نکړ، نوموړې یې هنري کورنۍ ته ونه منله» د سروش خبرې د ایرانیانو ترمینځ ډېر غبرګونونه راوپارول. کله چې یو لوېدیځ مېشتی ایرانی روښان فکری چې له اسلامي جمهوري نه په تېښته دی، د هغو څېرو پر وړاندې چې ځانونه اپوزیسیون بولي، دا ډول غبرګون ښيي، څرګنده نده چې د هغو کسانو غبرګون چې د شته وضعیت له دوام نه راضي دي یا د هغه په اړه بې پروا دي، څه ډول به وي.

رضا پهلوي چې د اسلامي جمهوري له نامتو مخالفو څېرو نه ده، کېدای شي جلا بېلګه وي. د بېلګې په ډول، نوموړی او مېرمن یې د روان کال د وري په مېاشت کې، اسراییل ته د سفر پرمهال او ددغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنې او خبرواترو کې، د اسلامي جمهوري د پرځېدو د اړتیا په اړه یې ورسره خبرې وکړې. دا ډول چلندونه، ددې پرځای چې د اعتراض کوونکو په ګټه وي، په ناغوښتل شوي ډول یې د اسلامي جمهوري په ګټه تله درنده کوي؛ ځکه د تبلیغاتي حربې په توګه د عامه افکارو د تېر ایستلو په موخه ترېنه ګټه اخیستل کیږي. په اسلامي جمهوري پوري تړلې رسنۍ، اسراییلو ته د پهلوي سفر یې له « دښمن سره ایتلاف» وباله او ښه یې رسنیز کړ. دغه راز، رضا پهلوي د مهسا امیني د وژل کېدو د کالیزې په مناسبت د ایران د خلکو لپاره، د اعتراض رابللو پیغام ولېږه، خو داسې ښکاري چې دومره جدي ونه ګڼل شو.

له لویدیځو دولتونو نه د بهرمېشتو څېرو یو له مهمو غوښتنو نه دا وه چې له خپلې خاورې نه د اسلامي جمهوري سفیران وشړي. دغه غوښتنه ددې ترڅنګ چې کېدای شي دومره اغېز ونلري، عملي هم په نظر نه رسیږي. برعکس، د اسلامي جمهوري له هغه نه ابزاري ګته اخیستې او امنیتي سرتیري ( پوځ، پولیس او سپاه) یې د اعتراض کوونکو پر ضد راوپارول.

۷- د اسلامي جمهوري یووالی

د ایران اسلامي جمهوري دولت څو کاله کیږي چې له یوې ادارې مدیریت کیږي او د طالبانو د اسلامي امارت په څېر همغږی دی. د اوس لپاره اصولي جریان واک په انحصاري ډول مدیریت کوي. داسې چې د دولت درې واړه قوې دغه جریان ته د وفاداره عناصرو له لوري اداره کېږي. د مشرتابه دستګاه هم له دغه جریان سره ځانګړې اړیکه لري. د بېلګې په توګه، څو موده وړاندې د ایران د اسلامي جمهوري مشر آیت الله علي خامنه یي اعلان وکړچې له ټولو حکومتونو یې ملاتړ کړی دی خو اوسنی حکومت چې د سید محمد ابراهیم رئیسي د مشرتابه د نامتو څېرې له لوري مدیریت کېږي، نه یوازې یې ملاتړ کوي چې ستایي هم.

د اصولي جریان له ځانګړو خصوصیاتو نه، د هغه افراطي بڼه ده. ددغه جریان افراطي توب تر دا مهاله په دوو حوزو کې ډېر ځلیدونکی دی: له لویدیځ سره اړیکه او د ښځو حجاب. ددغه جریان ملاتړي غواړي د لویدیځ ځپلو او جبري حجاب وړانګه تل روښانه وساتي چې بریالي هم دي. لامل یې دادی چې دولت په یووالي او انحصاري ډول اداره کیږي.

کوم جریان چې له اصولي جریان سره د ښځو د حجاب په برخه کې د لیدلوري اختلاف لري، څنډې ته شوي دي. او د واک د ټغر هېڅ یوه څنډه په لاس کې نه لري. دغه جریان د اصلاح غوښتونکي په نوم یادیږي، د اسلامي جمهوري د لمینځه وړلو غوښتونکی ندی، خو له اصلاحاتو نه هرکلی کوي. دغه جریان غواړي اساسي قانون تعدیل شي، سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي، مخالفې رسنۍ ونه ځپل شي، د غونډو او راټولېدونو په برخه کې خلکو ته ازادي ورکړل شي، د قواو د توپیر اصل ته درناوی وشي، ټولټاکنې په نمایشي ډول په لاره وانچول شي، د امریکا او اسراییلو پرضد سیاست څنډې ته شي او…. که چېرې د اصلاح غوښتونکو جریان په واک کې شتون درلودلای، نشو کولای ادعا وکړو چې اعتراض کوونکي په بشپړ ډول خپلو غوښتنو رسیدلي وای. خو کېدای شي د ځپلو ماشین له اعتراض کوونکو نه لږه قرباني اخیستې وای او همداراز پوهنتونونه د تصفیې قرباني نه وای شوي.

ورته لیکنې

Back to top button