ولی مونږ هېواد پریږدو؟

لیکوال: ډاکټر یارمحمد تره کې

دا دی په معاصر تاریخ کې د کتلوی کډوالتوبونو او وطن پریښودو څلورمه دوره پای ته رسیږی.

په شلمې، نولسمې او تر هغه دمخه هم دا کار شوی و. اوس که د پاکستان او هند له مخورو هنرمندانو، سیاستمدارانو او ټولنېزو شخصيتونو څخه پوښتنه وشي چې اصل او نصب مو د کوم ځای دی، نو دوی به وایي چې د افغانستان دی. ځنې به ځانونه د هرات وښېي، نور به د غزني او ځنې د کابل او ننګرهار. دا ټول د تېرو پېړۍو د کتلوي مهاجرتونو تاثیرات دي، چې نور هېوادونه یې ودان کړي دي.

 ددې وروستۍ دورې د کډوالتوب ځانګړتیاوې

په تېرو سلو کلونو کې ډېر ستر مهاجرتونه، د ظاهرشاه د نظام په وروستي کال او د سردار داود د واک په ټولو کلونو کې وشول. په ۱۹۷۰ زېږدیزکال کې هېواد له ډېرې لویې وچکالۍ سره مخ شو. ورپسې په ۱۹۷۱ او ۱۹۷۲ کلونو کې د هېواد ناخالصه عواید (GDP ) څه د پاسه ۱۶.۵٪ را وغورځیدله، چې همدا د رژیم د بدلیدلو یو لوی عامل هم و.

د ۱۳۵۱(۱۹۷۰) کال له پیله چې هېواد د لویې وچکالۍ په لومه کې نښتی و، افغانانو په مختلفو دلایلو له هېواده کډې‌کول پیل کړل. ځنې په ډوډي پسې، ځنې په ښه ژوند پسې او ځنې د رژیمونو د تعقیب او پلټنی (Inquisition  ) له ډاره په وتو شول.

په ۱۳۵۱-۱۳۵۷ کلونو کې خلک د غربت، د رژیم د سختوالی، د جزا د قانون له ډاره او د بې‌روزګارۍ له کبله ولاړل. بې‌روزګاري په‌دې زماني مقطع کې تر ټولو لوی دلیل و. پردې برسېره حکومت په ۱۳۵۴ (۱۹۷۵) کال کې د اتم ټولګي کانکور رامینځ ته کړ، چې له کبله یې څه د پاسه ۵۰٪ زده کړیالان له دغه کانکور څخه د بې‌نتیجې شول او د کمو نمرو په اخیستلو سره د ښونځیو څخه وشړل شول او نهم ټولګي ته له ارتقا څخه پاتې شول. دغه ډله تنکي ځوانان د کار نوی قوه وه چې د موثرې ګټې اخستنې لارې چارې ورته نه وې سنجول شوې. دوی له ښونځي څخه پاتې او پر کورونو پاتې شول. د خلیج هېوادونو، ایران او سعودي عربستان ته د کار لپاره ددغو بشري قواو مهاجرت چټک شوی و. دا ډله ښه وه چې د جګړو او مذهبي فشارونو خوند یې ونه‌لید. دوی هسې غوښتل د خوارۍ، غربت او په نظام کې د نه ګډون له کبله وطن پرېږدي.

بیا ورپسې د انقلاب څپه راغله. د ۱۳۵۸څخه بیا تر او ۱۳۹۲ ترمینځ هم ډير ولاړل. دا وارې د تګ څپې ډېرې مستې وې. هلته دباندې زمونږ هېوادوالو ته کیږدۍ، بوجۍ اوړه او نور څه هم ورکول کېدل. افغانستان د سړې جګړې په مرکز د بدیلیدو په حال کې و. دلته د نوي چپي حکومت چارواکي هم په مستۍ کې و او د ژورو بدلونونو په لړ کې د یوه یا دو میلیونو په تګ باندې دومره پریشانه نه ښکاریدل. که څه هم چې په ۱۳۵۷ کال کې اقتصادی وده چټکه وه او څه د پاسه ۷.۵٪ زیاتوالی یې وښود خو دی بدلون د مهاجرت بهیر و نه دراوه. په‌دې کال کې هېواد په تېرو پنځوسو کلونو کې خپل ستر اقتصادی بریا تر لاسه کړی وه. د زراعت او کور جوړولو په سکتورونو کې ښه بدلون راغلی و. په صنعت او خدماتو کې هم بدلون را روان و. خو د تګ نغمې چالانې وې. د کفر او الهاد فتواوې له جوماته بیا تر لویدیځو رسنیو روانې وې. د ځوانانو لپاره د ښکلو ښارونو، ښو فرصتونو او چټکو موټرنو وعدې به د لویدیځو رسنیو د څپو څخه خپریدلې. یو به زوریدلی و، زرو ته پکې کېسونه جوړیدای شوای. پیښور د افغان د علمي مغزو د ضایعاتو ( Brain Drain ) مرکز ګرځیدلی و. دا هسې د نوي مهاجرت د ګړندۍ لړۍ تود تنور و.

د مهاجرتونو دغه پنځوس کلنه دوره، تر هرڅه له مخه د افغان دولتونو د بې‌اعتباره کولو یوه لړۍ وه. چې هره ډله به د غم‌ځپلي هېواده راوتله د رژیمونو د بدنامولو لپاره به یې کېسونه واچول. د افغانستان دولتونه او نظامونه په نړیواله کچه بې‌اعتباره شول.

خو چې وار د دریم مهاجرت شو نو خلکو ته خپل کور سور تنور وګرځید. ځینو د طالب د لاسه، ځینو د تش په نوم‌مجاهد د لاسه او نورو د قومي زور زیاتي د لاسه، د کېسونو غولی وېړ کړ. دا وار دوی ددې کار پوره حق درلود ترڅو خپل ځانونه، خپل برم او خپل حیثیت د بې مسؤولیته ډلو څخه وژغوري.

متخصصو او کاریګرو افغانانو دا هم کولای شوای، چې د خپلو نظامونو د اصلاح او رغونې ملا وتړي او کوڅه بدله نکړي. خو حالات یو په بل پسې ددې لارې مخه ډب کړه. چې هر رژیم راتلو هغه به د مخکېنی رژیم په تناسب نور هم ظالم او بې‌مسئوولیته و.

دلته په هېواد کې کلي او بانډې له منورو او مترقي کادرونو څخه داسې تشيدل، چې ته به وایې چې له سوري منګي څخه اوبه تویېږي. په ښارونو کې چې څه لیک لوستي هېوادوال و، هغوی کډبار شوي ول. ښارونه او کلي؛ لکه ډاګ خالي ښکاریدل. ددوی تشه ډېره احساسېدله. په هغه کوڅه، چې به منور او پوه استاد یا ښونکې، ملګری یا مامور صاحب روان و، اوس په هغه کې ساړه بادونه او د مني دو‌ړې چلیږي. د کلیو او بانډو پر خلکو د مرستې او ښه غږ څوک نه و پاتې! کلي چې په تېرې پېړۍ کې د نظام او مرکز له خواه هیر شوي ول؛ نور هم د تورتم او خوارۍ خوا ته ورټیل وهل شول.

انقلاب هم د تاریخ د پاڼو برخه شوی دی او جهاد هم د مرګ او خوارۍ په دوړو کې لاهو شوی دی. افغانستان د سترو لوبو په مرکز بدل شوی. بیا او بیا یې د رغونې او ملت جوړونې په نامه، دا پاتې بشري پانګه لوټ شوه. دا ټول ددې نیمی پېړۍ په لړ کې تر سره شول. دغه زمکه د لویو ښامارانو د بدمعاشیو غولی شو. بیاځل زمونږ له نازولو او زده کړیالو روښان فکرانو څخه د ژوند او خونه‌ديتوب لاره ورکه شوه. دوی یو په بل پسې خپل کلي، کورونه او ښارونه پریښودل او یا په پریښودو دي.

دلته له هېواده دباندې، هغه د افغاني ټولنې ګلان، هغه د ټولنې کارپوه او د کسبګر خلک، په لویو ښارونو کې ورک شوي دي. د پوهنتون استاد په یوه دکان کې ناست دی، د زراعت ډاکتر هسې سابه خرڅوي، د طب ډاکتر ډوډۍ پسط یوې خواه بلې خوا ته سرګردانه دی، او د کانونو انجنیر هټۍ او رستورانتونه پاکوي.

د روښانفکرانو ناغېړۍ

په‌دې لړۍ کې روښان فکرو هم ډېرې ناغیړی وکړې.

دا هغه کسان ول چې د یو بل سره به یې پر څوکۍ، سیاست، قومي ارزښتونو، مذهبي اولیتونو او حتی ورته منلو ګوندي قهرمانانو پر سر جګړې کولې. دا هغه کسان ول، چې د یو بل په وړاندې به له خپلو دریځونو څخه نه را ښکته کېدل. دا هغه کسان ول، چې یو به د بل په وړاندې یو مثقال زیاد و. دا هغه کسان و، چې د یوه په رژیم کې به دا بل بندي او د بل په رژیم کې دا دریم جیل کې و. دا هغه کسان و چې په پوهنتونو کې به یې د شخصي کدورت او ځانپالنې له کبله د خپل سیال علمي او کره څیړنې ردولې. دا هغه کسان دي چې د یو بل حق الزحمه به یې نه اجرا کوله .دا هغه کسان ول چې کلیو ته به له تګ څخه به یې مختلفې پلمې جوړولې. دوی چې د هماغه کلي څخه منځني ښونځي او نورو زده‌کړو لپاره ښار ته راغلی ول؛ نو بیا بیرته کلي ته نه و تللي.

داسې ورځ به نه وه چې د یو بل خوار اړخ را و نه سپړي. داسې ورځ نه وه چې یو بل ته لینګته ور نکړي.

اوس دوی ټول په یوه څپېړه وهل شوي دي. اوس دوی څه د وېشلو لپاره نه لري.

کډی بار شوې. څوک په ډامبر، څوک په کمر او څوک په لامبو تېر شول. د ټولو یوه لاره وه. د ورکېدو او د وېلي کېدو لاره وه. خو دوی لا په‌دې حقیقت نه پوهیدل. دوی په روښانه راتلونکې او خوشحاله راتلونکې پسې سترګی رپولې. دوی د بیا راتګ لپاره د نوې سااخستلو لپاره نرم او تاوده ځای پسې ول. ځینو د خپلو ځالو د خوندي کولو تکل کړی و. ځینو د منصب او  خپل دریځ په اثبات پسې راوتلي و.  خو اوس دلته ټول لکه واوره وېلې شول.

اوس دلته  دوی د یو بل ګاونډیان دي. پر یو بل یې مینه راځي. دوی ټول په یوه څپېړه وهل شوي دي. دوی غواړي چې تېرې ناغیړۍ او جفاګانې مرمت کړي. دوی غواړي د یو بل ماشومان په غیږ کې ونیسي. دوی غواړي د تېرو وختونو د ناځوانۍ او غرور کېسې یو بل ته وکړي. دوی غواړي د تېرو کبرونو او خطاو معافي وغواړي. دوی غواړي د تېرو ورځو د ناغیړیو دلیل ووایي. دوی غواړي د تېرو وختونو ناځوانۍ وارزوي او تاوان یې ورکړي. خو دا کار شونکې نه‌دي!

سهار وختي چې لا ددوی ماشومان بیده دی، له کوره وځي. یو سهار په سپیدو کې، د فارم په لور درومي او بل لږ وروسته، د روزۍ موندلو لپاره، د ښار بلې څوکې ته لالهانده روان وي. دوی یوازې دومره وخت لري، چې د سهار په سپیدو کې، له لېرې څخه یو بل ته لاس پورته کړي. دوی اوس د یوه لوی ماشين پرزې دي. دوی په لوی لاس خپل ځانونه لوی ماشين ته وروغورځول. دوی په لوی لاس خپل ځانونه د پانګوالۍ د ماشين پرزې وګرځولې!

کېدای شي دا له علت څخه لېرې خبره وې! د دوی لپاره عیني او ذهني چاپیریال داسې جوړ شو چې دوی ځانونه د پانګوالۍ ماشين ته وغورځوي. دوی دوه لارې درلودلې. یا باید د پانګوالۍ چوپړ ته ور لویدلي وای او یا باید د مذهبي داموکلس تورې لاندې ټوټه ټوټه شوي وای! دوی لومړی لاره وټاکله. ځینو چې دوهمه لار ټاکلی وه، هغوی یا وسول او یا په تدریجي مرګ محکوم دي.

خو دوی په‌دې ماشين کې، لویې پرزې نه‌دي. دوی یوازې واړه نټونه او بولټونه دي. د دوی سیاسي او ټولنېز تاثیر ډېر کوچنی دی. دوی په اصل کې دلته ذوب شوي دي.

دادی د لوی کډوالتوب په کال او ددې څپې په وروستي پړاو کې، څه د پاسه یو میلیون روښانه، نازولي، زده‌کړیالان او متخصصین د هېواد د لمنې څخه ولاړل. نیم میلیون د جهاد په کلونو کې لا مخکې تللی ول. یو لک د انقلاب په کلونو کې بار شول. د یوه هېواد لپاره چې څه  نا څه ۲۰٪ باسواده او یوازې ۳٪ متخصصه بشري قوا یې درلودله، دا یوه ډېره  لویه بایلنه ده.

د هېواد نوی چارواکي، خلک او نظام هره ورځ د لویو کانونو، د ډېرو ګران بیه ډبرو، د تیلو، سکرو، د ګازو او د فلزاتو خبرې کوي. دوی هېواد غني، بډای او د ښې راتلونکې ټاټوبی بولي. خو دغو په جبر پرواک ناستو چارواکو او نظام یې، د پوه او په علم پټو انسانانو د ارزښت ارزونه او محاسبه ونکړه. دې تېر یوه نیم کال کې، چې هر څوک ورغلي دي، هغه ته دننه په هېواد کې، د پردي ګوډاګي، دوه‌تابیعته او د پردیو جاسوس په سترګه کتل شوي او رټل شوي دي. په خواشینۍ سره، چې هیچا ددې ارزونه او چاڼ ونکړ چې مونږ څومره معنوی او علمي پانګه د لاسه ورکړه.

اوس ددغی پانګې پرتله، د هېواد له کانونو سره، څرنګه کېدای شي؟ کان، ویده پانګه ده. دا د انسان پوهه، استعداد او مسلکی وړتیا او مدیریت دي، چې کان په ګټوره پانګه واوړي. حقیقت دادی، چې مونږ خپله شتمني په خپلو لاسونو اغیارو ته ور وبخښله.

لږ راځم رقمونو ته:

په لویدیځ چاپیریال کې تر اتلس کلنۍ پورې د یوه ماشوم سمه روزنه، څه د پاسه   ۲۵۳۹۴۷ $ ډالره ده.

په لویدیځ چاپیریال کې د یوه منځني مسلکي کاریګر روزنه څه نا څه ۶۲۰۰۰ $ ده.

او دغه شان په لویدیځ چاپیریال کې د یوه پوره مسلکي متخصص روزنه څه د پاسه   ۱۲۸۰۰۰ $  ډالره ده.

که داسې فکر وکړو چې د کور، کالي او ډوډۍ لګښت هم همدومره دی؛ نو د یوه متخصص او یا منځني مسلکي کاریګر روزنه او لویول په یوه لویدیځ چاپیریال کې څه نا څه یو میلیون ډالره ده.

د سردار داود سپینې کودتا، د ثور پاڅون، د مجاهدینو د جګړو، د طالبانو د لومړي حکومت، او د طالبانو د دوهم ظهور سره، څه د پاسه دوه میلیونه مسلکي او زده کړیال افغانان له هېواد څخه ووتل او په لویدیځو هېوادونو کې یې په تولید او کار پیل وکړ. دا د هغو مهاجرینو ماسیوا دی چې په کتلوی توګه په ګاونډیو هېوادونو کې میشت شوی دی. په‌دې کې د بشري قواو دا وروستۍ کتلوي غلا، د هېواد په تېر تاریخ کې ساری نلري.

د حسابی ارقامو چاڼول په رښتینې توګه د بشري تراژیدۍ یو کره انځور وړاندې کوي.

په تېرو پنځوسو کلونو کې زمونږ او ستاسو ګران هېواد، د یوه تریلیون ډالرو (۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ $) په اندازه تاوان کړی دی. دا د هېواد د ټولو ارزول شویو کانونو او د زمکې لاندې ګټورو سرچینو په اندازه شتمني ده.

له بلې خواه یوه مسلکي کاریګر په څلویښتو کلونو کې په یوه لویدیځ چاپیریال کې څه ناڅه د ۲٫۸۷ میلیونو ډالرو په ارزښت کار او تولید کوي. دا د هغو تولیداتو او ټولنېزو مثبتو فعالیتونو څخه جلا دي، چې د یوه مسلکي انسان تولیدي توان دی. یعنی هر هغه افغان مسلکي کاریګر چې له وطنه تللی دی، هغه به په څلویښتو کلونو کې، یعنی د خپل تقاعد تر کاله، لږترلږه په دغه اندازه مادي نعمات تولیدوي.

د دو میلیونو افغان مسلکي کاریګرو د څلویښتو کلونو د کار ارزښت به ۵٫۷۴   تریلیونه ډالره (۵۷۴۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ $ ) اټکل کېږی. دا هغه تاوان دی چې افغانستان په تېرو څلویښتو کلونو کې کړی دی.  مونږ د زمکې لاندې شتمنی ارزو خو د زمکې پر سر شتمنی مو د لاسه ولاړه.

هی هېواده!

خپل بچېان په غیږ کې ټینګ ونیسه. دوی ته (کور،ډو‌ډۍ، کالي) بندوبست وکړه، ترڅو دوی بیا درنه پردي نشي. پر دوی باندې عادل او با رحمه چارواکي وټاکه ترڅو هېڅ وګړی، د نظام له ډاره ونه‌تښتي.

د هغه وخت په هیله، چې له هېواده تللي بچېان د خپل پلارني او مورني وطن لیدلو او چوپړ ته بیرته ستانه شي.

یادونه:

مقاله کې راغلی سیاسي فکر او دریځ، لیکوال پورې اړه لري. او ورځپاڼه د هر وګړي فکر او نظر تفاوت ته په درنښت سره، دا مقاله او د نورو شناندو مقالې او لیکنې خپروي.

ورته لیکنې

Back to top button