له بشري حقونو پراخه سرغړونه؛ د امریکا جمهوري غوښتونکو پر طالبانو د نویو بندیزونو لایحه چمتو کړه

۸صبح، کابل: د امریکا مشرانو جرګې یو شمېر جمهوري غوښتونکو سناتورانو یوه لایحه چمتو کړې ده، څو د بایدان پر ادارې فشار راوړي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د پراخې سرغړونې له امله پر دې ډلې نوي بندیزونه ولګوي.

فاکس نیوز د چهارشنبه په ورځ ، د غبرګولي په ۱۰مه، خبر ورکړ چې یو شمیر جمهوري غوښتونکي سناتوران پر طالبانو د «سختو» بندیزونو لګولو لپاره، د یوې لایحې چمتو کولو په حال کې دي.

دا لایحه د امریکا ولسمشر جوبایدن مجبوروي چې د ترهګریزو فعالیتونو، د مخدره توکو قاچاق او د ښځو د ځورونې په ګډون، له بشري حقونو د سرغړونو له امله، پر طالبانو بندیزونه ولګوي.

که دا اقدام عملي شي، هغه ټولې مالي راکړې ورکړې چې د طالبانو په واک کې دي، بندیږي او په امریکا کې په دې ډلې پورې د اړوند کسانو ټولې ویزې بې‌اعتباره کیږي.

ټاکل شوې ده، «پر طالبانو د بندیزونو قانون » تر نامه لاندې دغه قانون، د آیداهو ایالت د سناتور (جیم ریش) او د اتلسو نورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو لخوا، ډېر ژر اعلان شي.

سناتور ریش، د امریکا له کانګرسه غوښتي چې ددې لایحې د تصویب لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي، ځکه دده په باور په افغانستان کې د امریکا له پیاوړي حضور پرته د طالبانو نفوذ زیاتېږي.

ریش زیاته کړې، چې تر اوسه پورې د بایدن حکومت غبرګون ونشول کولای، چې د طالبانو سرغړونې کمې کړي.

هغه په ډاګه کړې: «موږ نشو کولای چې په آسانۍ سره طالبان ورټو او تمه ولرو چې چلند به یې بدل شي. د متحده ایالتونو له وتلو او واک ته د طالبانو په رسېدو سره، افغانستان په یوه منحوس هېواد بدل شوی دی او زموږ سیاستونه باید ددغه واقعیت منعکسوونکی وي.»

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، له ټولو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کېدل، له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره د بشرپالو ډلو د بشپړ لاسرسی حق لرل، خلکو ته له خپلو سیمو د وتلو د اجازې ورکول او د ښځو د حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ په ګډون، د بشری حقونو په رسمیت پېژندل، د سناتورانو یو لړغوښتنې بلل شوې دي.

د امریکا جمهوري غوښتونکو سناتورانو په داسې حال کې پر طالبانو د نویو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې، چې دغه ډله پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته ښځې، لږکي او ځوانان ځپي او بشري مرستې پخپله ګټه کاروي.

Back to top button