د طالبانو له خوا د کابل له نیولو څه باندې یو کال تېر شو. د چین په ګډون هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان او د هغه د ګاونډیانو لکه تاجکستان، پاکستان او ایران ترمنځ اړیکې تل له ستونزو ډکې وې.
د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته داسې ګونګوسې وې چې دا د چین لپاره لویه بریا وه. داسې انګېرل کېده چې افغانستان د چین لپاره په یوه ګټور ستراتیژیک او سوداګریز ډګر بدلېږي. داسې انګېرل کېده چې چین به د امریکا او لوېدیځ له وتلو وروسته جیو پولیټیکل تشه ډکه کړي. خو برعکس بیجینګ له طالبانو سره په معامله کې ډېر محتاط دی. په ډیپلوماتیکه توګه د افغانستان په رسمیت پیژندنه او لویه اقتصادي پانګونه امکان نلري چې ډیر ژر ترسره شي. د ایغور جنګیالیو مسله او د افغانستان ناڅرګنده راتلونکې لا هم په دې لاره کې تر ټولو ستر خنډونه دي.
سیاسي کړیو تل په افغانستان کې د لوېدیځ د زوال خبرې کولی چې د دې فرصت څخه د چین، روسیې او ایران په څېر سیال قدرتونه ګټه پورته کولای شي؛ خو څه موده وړاندې د مسکو فورم تر نامه لاندې مذاکراتو او د طالبانو په نه شتون سره ولیدل شول چې د لویدیځ په پرتله سیمه ییز قدرتونه له طالبانو سره زیاتې ستونزې لري.
د مسکو فورم په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې په نوښت جوړ شو چې د افغانستان ګاونډیان سره یوځای کړي. په دې فورم کې روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.
د مسکو فورم د وروستۍ غونډې څخه مخکینی غونډه د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو استازو هم حضور درلود او دوی احساس کاوه چې د دوی لپاره «مثبته فضا» رامنځته شوې ده. په دې غونډه کې په شفاهي ډول موافقه وشوه چې له طالبانو سره به په افغانستان کې د «اصلي چارواکو» په توګه چلند وشي. د مسکو د غونډې غړو غوښتل پر متحده ایالاتو فشار راوړي چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې ټول بندیزونه لیرې کړي.
خو سږ کال د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ چې په دغو غونډو کې به د طالبانو پلاوی ګډون نه کوي او په دغو غونډو کې یوازې د مسکو د فورم غړي ګډون کوي. د کابلوف په وینا، د مسکو فورم د افغانستان د ګاونډیانو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا متمرکز دی او طالبان هڅوي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او له ترهګریزو ګواښونو سره مقابله وکړي. نوموړي د مسکو فورم ته د طالبانو د نه بللو په اړه کوم وضاحت ور نه کړ. په هرصورت، پدې هکله اټکل کول ستونزمن نه دي. د افغانستان ګاونډیان د داعش د خراسان څانګې د ګواښونو په ګډون له امنیتي ننګونو سره د مقابلې په برخه کې د طالبانو له بې وسۍ ناهیلي دي او همدا یو لامل دی چې د مسکو په غونډه کې طالبان له پامه غورځول شوي دي.
ایراني چارواکي د وروستي ترهګریز برید پړه چې په شیراز کې یې په یوه زیارت کې ۱۵ کسان ووژل د داعش خراسان څانګې ته منسوبوي. بلخوا داعش په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت منلی دی. په ورته وخت کې دغې ډلې پر منځنۍ اسیا د راکټي بریدونو مسوولیت هم منلی دی.
چین تر دې دمه له هر ډول مستقیمو بریدونو څخه پا امان پاتې شوی، خو د داعش پروپاګند د چین ضد داستانونو څخه ډک دی. بیجینګ اوس هم په افغانستان کې د اویغور وسله والو ډلو په ځپلو کې د طالبانو له ناکامۍ څخه مایوسه دی. دغه هېواد له ګواښونو او امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره له تاجکستان سره خپله استخباراتي همکاري زیاته کړې ده. په ګورنو-بدخشان کې د چین او تاجکستان ترمنځ د ګډو پوځي او امنیتي تاسیساتو جوړول د دې حقیقت ثبوت دی.
خو تر اوسه د تاجکستان له خاورې د ترهګرو ګواښونه نه دي لیدل شوي او پر ځای یې پاکستان دی چې پر چینايي اتباعو بریدونه زیات شوي دي. څو میاشتې وړاندې په کراچۍ کې د غاښونو په یوه کلینک کې یو چینایی وګړی په ډزو ووژل شو. تېر اپرېل، په کراچۍ کې د کنفیوشس انسټیټیوټ کې درې چینايي ښوونکي په نښه شوي وو. د پاکستاني چارواکو د موندنو له مخې د دغو بریدونو طرح کوونکي په افغانستان کې دي.
د طالبانو ویاندویانو په وار وار ژمنه کړې چې هېچا ته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د چین په ګډون د درېیم هېواد پر ضد وکاروي. د دوحې د سولې تړون له مخې، «طالبان تضمین کوي چې دوی به هېڅ ډلې یا فرد ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د امریکا او د هغې د متحدینو امنیت په خطر کې واچوي.» خو د دوحې په تړون کې هېڅ شی طالبان په افغانستان کې د جنګیالیو له پټنځایونو نه منع کوي. همدا لامل دی چې اویغور ملیشې اوس هم په افغانستان کې شتون لري او طالبانو هغوی له چین سره پر پوله له پرتو ولایتونو ایستلي او د افغانستان مرکزي سیمو ته یې انتقال کړي دي.
طالبان هم د افغانستان د ځینو ګاونډیانو له ژمنو ناهیلې شوي دي. په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې اقتصادي ثبات ته ژمن دي، چین په دې برخه کې کمزوری رول لوبولی دی. بیجینګ افغانستان ته ځینې مرستې استولې، خو په افغانستان کې زیاتره اقتصادي چارې د خصوصي چینايي شرکتونو له خوا پرمخ وړل کېږي. د چین دولتي شرکتونو په افغانستان کې ګڼې غونډې جوړې کړې، خو په دې برخه کې هېڅ ریښتینی پرمختګ نه دی شوی.
روسیې کابل ته یو پلاوی استولی او په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کوربتوب کاوه. دوی د خوراکي توکو، تېلو او مرستو تړونونه لاسلیک کړي، خو هېڅ پانګه اچونه نه کوي.
دا وضعیت په افغانستان کې د خپلو مستقیمو امنیتي اندیښنو سره د مقابلې په برخه کې د متحده ایالاتو د بریالیتوب سره توپیر لري. د دې بریا یوه بېلګه د ډرون برید دی چې د کابل په زړه کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په نښه کړ.
امریکا په کابل او دوحه کې د سي آی اې د مشر او د هغه د مرستیال په شتون کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې اترې تنظیم کړې دي. امریکا د افغانستان له شمالي او سویلي ګاونډیو سره امنیتي همکاریو ته لېواله ده. په ورته وخت کې هغه د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو له لېږد سره موافق نه و، چې د طالبانو له خوا د دغه هېواد تر واک لاندې راوستلو وروسته بند شوې وې او پرځای یې په سویس کې د یو ځانګړی فنډ اداره رامنځ ته کړه، ترڅو د لومړني او ملي اړتیاو لکه د برېښنا بیې ورکړي.
د واشنګټن دغه اقدام د طالبانو غوسه راپارولې ده. له همدې کبله طالبانو امریکا د افغانستان د پیسو په غصب تورنه کړې ده. په هرصورت، دغه چلند د امریکا لپاره نتیجه ورکړې. د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د یوه جګړه مار او نشه یي توکو د پلورونکي د خوشې کولو په بدل کې د امریکايي زنداني مارک فریکس خوشې کېدل له طالبانو سره د یوې داسې موافقې د لاس ته راوړلو وړتیا په ګوته کوي چې دواړه لوري ور څخه راضي دي او کېدای شي د پردې تر شا نورې موافقې هم شوې وي.