په دې ورځو کې هر چېرته کې د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو د احتمال خبره کیږي. په دې ورځو کې به هیڅ خبر، رسنۍ او ټولنیزې شبکې د دې خبرې په اندازه نه وې بوختې کړې. البته د نړۍ لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل او نه پیژندل کومه نوې خبره نه ده. د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې راهیسې چې طالبان بیرته واک ته ورسیدل، دا خبره د رسنیو او ټولنیزو شبکو په یوه لوی بحث بدل شوی دی. د طالبانو د احتمالي په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمينې محمد وروستۍ څرګندونې ، چې څه موده وړاندې یې وکړې، د دغه بحث د بیا تودیدو سبب شوې. نوموړې په نږدې راتلونکي کې د دغه سازمان د سرمنشي په مشرۍ او د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په غړیتوب، د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ او ویې ویل، طالبانو ته د نړیوال مشروعیت ورکول به د دې غونډې تر ټولو مرکزي بحث وي. نوموړې په خپلو څرګندونو کې له طالبانو سره د تعامل د تګلارې پر دوام ټینګار وکړ او دا یې د پرمختګ یوه لار وګڼله. آمينې محمد وويل، چې له طالبانو سره اړيکې به دغه ډله د خپلو کړنو په تړاو ځواب ویلو ته مجبوره کړي. دا څرګندونې د ډېرو لپاره، په ځانګړې توګه د طالبانو د مخالفو ځواکونو لپاره ټکان ورکوونکې او د تمې خلاف وې، ځکه چې د یوه داسې بنسټ له ادرسه مطرح شوې چې د بشري حقونو او ښځو د حقونو د خوندېتوب شعار یې د ماموریت په سر کې راځي. ویل شویو خبرو ته په پام سره، پوښتنه دا ده چې آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني او کنه؟ دې پوښتنې ته زما ځواب «نه» دی. طالبان لا تر اوسه له نړيوالې پېژندنې سره خورا ډیر واټن لري. طالبان که په دې بڼه او ماهیت سره د اوږدو کلونو لپاره هم په واک کې پاتې شي، خپلې تر ټولو مهمې هیلې ته به چې د نړۍ له لوري په رسمیت پېژندل دي، ونه رسېږي. د دې ادعا د دفاع لپاره، پر لاندې ټکو بحث کیږي.
۱- د سترو قدرتونو تر منځ د نظر توافق نشته
د طالبانو د رسمیت پېژندنې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ د دې مسالې پر سر د لویو قدرتونو ترمنځ د تفاهم نشتوالی دی. که په پام کې وي، چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي، په دې برخه کې به لومړۍ ګام ستر قدرتونه پورته کوي. په دې لیکنه کې له سترو هېوادونو موخه هغه هېوادونه دي، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د «ویټو» حق لري. تر دې مهاله چې لیدل کیږي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې د دغو هېوادونو ترمنځ د نظر توافق نشته. ستر قدرتونه طالبانو ته د یوې ګولې په سترګه ګوري او هر یوه یې دغې ګولې ته سترګې نیولې دي او غواړي چې د بیې له پرېکولو پرته یې غوښنه برخه خپله کړي. په دې ورځو کې د اوکراین جګړه او د ټایوان د کړکیچ ګرمیدل د سترو قدرتونو ترمنځ د اختلافونو چورلیز ګڼل کیږي. ستر قدرتونه پر دغو دوو کړکېچونو [په ځانګړې توګه اوکراین] تمرکز کوي او د طالبانو په رسمیت پیژندل د دغو هیوادونو لپاره اصلي مسأله نه ده. ویلای شو، تر هغو چې د اوکراین د کړکېچ دوسیه نه وي تړل شوې، د افغانستان د کړکېچ دوسیه به د سترو قدرتونو د میز پر سر نه وي. د اوکراين او ټايوان کړکېچ د سترو قدرتونو تر منځ ترينګلتيا زياته کړې او دغه هېوادونه يې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په تړاو هوکړې ته له رسېدو لېرې ساتلي دي. د بېلګې په توګه، روسیه له امریکا او د هغې له لوېدیځو متحدینو سره د طالبانو نږدې کېدو ته ډېره اندېښمنه ده. مسکو فکر کوي چې هسې نه طالبان د دغو هېوادونو د لاس آله وګرځي او روسیې ته لوی سرخوږی جوړ کړي. له همدې امله يې تر اوسه له طالبانو سره د تعامل سياست حل لاره ګڼلې ده. همدا ډول امریکا او لویدیځ متحدین یې په خوښۍ سره د سیمې له قدرتونو سره د طالبانو نږدېوالی نه شي زغملای او هڅه کوي چې د طالبانو او دغو هېوادونو ترمنځ واټن وساتي. پایله یې دا کیږي: ترهغو چې ستر قدرتونه د طالبانو د په رسمیت پېژندنې لپاره ګام پورته نه کړي، د وړو قدرتونو له لاسه به څه پوره نه وي. که واړه قدرتونه مخکښ شي، هغه پایلې به ترلاسه نه کړي چې تمه یې لري. د بېلګې په توګه، د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې که دا ډله د یوه ستر ځواک له لوري په رسمیت پېژندل شوې وای، نو دا پېژندنه به په درېیو هېوادونو (پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو) پورې راټوله او محدوده نه وای پاتې او لمنه به یې ډیره پراخه شوې وای.
۲- طالبان د نړۍ غوښتنې نه مني
نړۍ طالبان په وړیا توګه په رسمیت نه پېژني، ځکه نړيواله پيژندنه داسې څه نه دي چې طالبانو ته په وړيا توګه ورکړل شي. نن ورځ نړیواله پیژندنه د دولتونو یو رغوونکی عنصر ګڼل کیږي. ځینې شنونکي د نړیوالې پیژندنې عنصر د دولت د نورو عناصرو (حکومت، حاکمیت، خاورې، نفوس) اړوند ګڼي. نړۍ د طالبانو په رسمیت پیژندنه په شرایطو پورې تړلې ده، لکه: د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل، د ښځو او بشري حقونو خوندېتوب، د ترهګرۍ ځپل، د رسنیو د ازادۍ تامین، له خپلسرو نیونو او شکنجو ډډه، په ټولو برخو کې تکثر او تنوع ته درناوی، او … طالبانو تر اوسه د نړۍ هیڅ غوښتنه نه ده پوره کړې. غوره ده چې ووایو نه یوازې دا چې دا غوښتنې یې پوره کړې نه دي، بلکې په سیستماتیک ډول یې نقض کړي هم دي. نه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو څرک لګېږي او نه هم د ښځو او بشری حقونو د خوندېتوب. نه د رسنیو د آزادۍ خبر شته او نه هم تکثر او تنوع ته درناوی کیږي او نه هم له خپل سرو نیونو او شکنجو ډډه کیږي. داسې نه بریښي، چې طالبان دې د نړۍ غوښتنو ته له غاړې اېښودو پرته په رسمیت وپېژندل شي. خو دا چې نړۍ د طالبان منلو ته غاړه کېږدي اود دې ډلې د حکومتولۍ له بڼې سره توافق ولري، چې دا بیا جلا خبره ده.
دا چې که طالبان د نړۍ له لوري په رسمیت وپیژندل شي، نو د نړۍ غوښتنې به په ښه توګه ومني، دا خبره دومره د توجیې وړ نه ده. دا خبره په داسې شرایطو مطرح کېږي چې طالبان نړۍ ته اړتیا لري، نه نړۍ طالبانو ته. « رسمیت پیژندنه» د فشار د اهرم په توګه د نړۍ په لاس کې ده نه د طالبانو. نړۍ د فشار له دغه اهرمه په کار اخیستو غواړي طالبان د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي. اوس چې د فشار دغه اهرم د نړۍ په لاس کې دی، طالبان د نړۍ خبرې بابېزې ګڼي او د نړۍ له غوښتنو سرغړونو ته دوام ورکوي، تصور وکړئ که د فشا دا اهرم د نړۍ له لاسه ووځي، د طالبانو د حکومت بڼه او ماهیت به څنګه وي.
۳– د طالبانو په رسمیت پېژندنه ناوړه پایلې زیږوي
د طالبانو په رسمیت پېژندل کومه ساده او وړه خبره نه ده چې د نړۍ هېوادونه وغواړي، په لېوالیتا سره یې ومني. په دې بڼه او ماهیت د دې ډلې په رسمیت پېژندل د هیوادونو لپاره اخلاقي پایلې رامنځته کوي او د خپلو ولسونو په سترګو کې د دغو هېوادونو حیثیت زیانمنوي. د بېلګې په توګه، د امریکا د متحده ایالتونو وتل په پام کې ونیسئ. امریکا له طالبانو سره د سولې د تړون پربنسټ له افغانستانه ووتله او په دې کار سره یې غوښتل چې په یو ډول خپل وتل مسوولانه وښيي. اوس چې د امریکا له وتلو نږدې دوه کاله تېر شوي، د ولسمشر جوبایډن ټیم نه دی توانېدلی چې په دې برخه کې پوښتنو ته ځواب وړاندې ووایي. له افغانستانه د امریکا وتل او د پخواني حکومت نسکورېدل او پر ځای یې د طالبانو واکمنېدل د ولسمشر جوبایډن د ټیم او کانګرس تر منځ په یوه لویه لانجه بدل شوي او د نړۍ په کچه یې د دغه هېواد حیثیت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستی دی. دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالتونه خپل دلایل لري. د ولسمشر جوبايډن ټیم ادعا کوي چې امريکا د تړون د لاسليک پر بنسټ له افغانستانه وتلې او هلته داسې حکومت و چې شل کاله د امريکا تر ملاتړ لاندې و او بايد د خپل پايښت او بقا لپاره يې له طالبانو سره جګړه کړې وای، چې ویې نه کړه. اوس تصور وکړئ چې که امریکا طالبان د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني، نو د دې اقدام په دفاع کې به د ولسمشر جوبایډن د ټیم دلایل او په همدې ډول د دغه هېواد د کانګرس او خلکو غبرګون څه وي؟ غبرګونونه به خامخا منفي وي او د متحده ایالتونو دريځ او حیثیت ته به چې ځان د بشري حقونو ملاتړی ګڼي، زیان ورسوي. په همدې ډول نور هېوادونه هم لېواله نه دي چې طالبان په رسمیت وپېژني. یو هیواد که وغواړي چې طالبان په رسمیت وپیژني، د خپل دغه اقدام د توجیه او دفاع لپاره دلایلو ته اړتیا لري.
۴- تعامل له رسمیت پېژندلو سره یو شان نه دی
هغه څه چې د طالبانو د رسمیت پيژندلو په اړه يې انديښنه راپارولې ده، له دې ډلې سره د ځينو هېوادونو ګرم تعامل دي. ځينو هېوادونو نه يوازې داچې له طالبانو سره خپل ګرم تعامل ساتلی، بلکې پر نورو هېوادونو يې هم غږ کړی، چې له دې ډلې سره تعامل وکړي. ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د تعامل پر ډېرولو ټينګار کوي او په دې لاره کې مخکښان دي. ان هغه هیوادونه چې له طالبانو سره خبرې اترې حل لاره ګڼي، کله ناکله پر طالبانو غوسه کیږي او دغه ډله د خپلو ژمنو په نه پوره کولو تورنوي.د بېلګې په توګه، څه موده وړاندې د روسيې ځانګړي استازي په ښکاره وويل، چې د روسيې لخوا د طالبانو په رسميت پېژندنه د هغو ژمنو په شرط ده، چې طالبانو يې د پوره کولو ټټر وهلی، خو تر اوسه يې نه دي پوره کړي. په دې توګه پر دې پوهېدای شو چې له طالبانو سره د تعامل د تګلارې دوام، لزوماً دغه هېوادونه د دغې ډلې د قطعي رسمیت پېژندنې پر لور نه بیایي، د سیمې هېوادونه فکر کوي چې د دې لپاره چې طالبان د خپلو ژمنو عملي کولو ته وهڅول شي، د تعامل تګلاره د فشار تر تګلارې اغېزناکه ده.البته چې تر اوسه پورې د تعامل تګلارې د طالبانو له لوري له سرغړونې، بې غورۍ او د دغو هېوادونو د غوښتنو له پامه غورځولو پرته بله پایله نه ده لرلې. په دې کې شک نشته چې که طالبان له دغو هېوادونو سره خپلې کړې ژمنې پوره نه کړي، د تعامل تګلاره به د لنډ وخت لپاره وي او ځای به یې د فشار تګلاره ونیسي.
طالبان په داسې حال کې د خپلو ژمنو له پوره کولو ډډه کوي، چې ځینو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو دغه ډله د بالفعله یا «ډیفاکتو» واکمنانو په توګه منلې ده. د نړیوالې رسمیت پېژندنې لاره له پيچومو او لوړو او ژورو ډکه ده. داسې، چې طالبان د رسمیت پېژندنې تګلوري ته له رسېدو خورا ډیر واټن لري. له دغې ډلې سره د ځینو هېوادونو د تعامل د تګلارې دوام او د ځینو کوچنیو تړونونو لاسلیکول او په لنډمهالي ډول د دیپلوماتانو تبادله پر دې دلالت نه کوي، چې طالبان به په نږدې وختونو کې د نړۍ لخوا په رسمیت وپېژندل شی. داچې ولې ځينې هېوادونه پر دې ډلې د فشار راوستلو په پرتله له طالبانو سره تعامل غوره ګڼي، ډېر لاملونه او دلایل لري چې په دې ليکنه کې پرې له بحث کولو ډډه شوې ده.
۵– د طالبانو د مخالفو ځواکونو حضور اغېزناک دی
دا سمه ده چې د طالبانو مخالف قوتونه د دې ډلې د نسکورولو او راپرځولو توان نه لري، خو دا وړتیا لري چې په نړیوالو فورمونو کې د هغوی پر وړاندې غږ پورته کړي او ودرېږي. د طالبانو مخالف ځواکونه په عملي توګه په میدان کې حضور لري، که څه هم په پاشلي او ناهمغږي ډول؛ یو په وسلې سره د طالبانو پر وړاندې جنګیږي، بل په قلم سره او بل په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د دریځ له شا. د طالبانو مخالف قوتونه د نړیوالو غونډو او کنفرانسونو په جوړولو سره د طالبانو لپاره ستونزې رامنځته کولای شي او د نړۍ له لوري د دې ډلې د مشروعیت بهیر له بندون سره مخ کولای شي. څومره چې د طالبانو د مخالفو ځواکونو په لیکو کې تحرک، خوزښت او یووالی موجود وي، هومره به له طالبانو د نړۍ سترګې واوړي او د دې ډلې مخالفو ځواکونو ته به لاره هواره شي. داسې ښکاري چې د طالبانو مخالف قوتونه اوس پرځان پوه شوي او د دې ډلې پر وړاندې یې په یوه کرښه کې د دریدو اړتیا درک کړې ده. د ویانا د غونډې تنظیمول د طالبانو د مخالفو ځواکونو د یووالي او ټینګښت لپاره د هڅو یوه بیلګه ګڼل کیدای شي چې په اړه یې غبرګونونه مثبت او خوشبینانه وو. د بېلګې په توګه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مک کال د ویانا د غونډې د جوړېدو د ملاتړ ترڅنګ، د طالبانو پر وړاندې د یووالي او درېدو لپاره د دې ډلې د مخالفو ځواکونو د هڅو ستاینه کړې ده. پایله دا کیږي، چې که د طالبانو مخالف ځواکونه تر دې مهاله د دې ډلې د له منځه وړلو توان ونه لري، کولای شي د یووالي په ساتلو او په یوه کرښه کې په دریدو سره د طالبانو پر وړاندې د نړۍ نرم او انعطاف منونکی دریځ بدل کړي.