ویمبلډن د روسیې او بیلاروس پر لوبغاړو د لوبو بندیز لرې کړ

ویمبلډن اعلان کړی چې په دغو سیالیو کې یې د روسیې او بیلاروس د ورزشکارانو له ګډون څخه بندیز لرې کړی دی.

(آل انګلینډ کلب) نن جمعه (مارچ ۳۱) ویلي دي چې د دغو دوو هیوادونو د ټینس لوبغاړي کولای شي په «بې‌طرفۍ» د سږ کال په سیالیو کې برخه واخلي.

تېر کال (ویمبلډن) پر اوکراین د روسیې یرغل له امله، د روسیې او بیلاروس ورزشکاران په سیالیو کې له ګډونه منع کړي و.

پدې لړ کې به، د نړۍ پخوانی لومړۍ نمبر (دانییل میدویدوف) او د اسټرالیا د اوپن ښځینه اتلولۍ (ارینا سبالینکا) به د سږکال په سیالیو کې ګډون وکړي.

تیره اونۍ، د المپیک نړیوالې کمیټې هم اعلان وکړ چې په فرانسه کې د ۲۰۲۴ په المپیک کې، د ګډون لپاره به د روسیې او بیلاروس لوبغاړو تدریجي راستنیدو لپاره اجازه لیکونه صادر کړي.

کمیټې وویل چې د روسیې او بیلاروس ورزشکاران یوازې د «بې‌طرفه، او بې‌بیرغه» ټیمونو په توګه ګډون کولی شي.

ورته لیکنې

Back to top button