سوړ ژمی او د سرپناه نشتوالی، لوګر کې تر خېمو لاندې میشت خلک چمتووالی نه لري

د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، افغانستان د تېرو کلونو په پرتله سخت ژمی په مخکې لري. د بې وزلۍ ، وزګارۍ او تنګسې زیاتېدل هغه موردونه ګڼل کېږي، چې سږنی ژمی د نورو کلونو له ژمي سخت ښيي. له دې سره سره، په لوګر کې ترخېمو لاندې پر میشتو سلګونه کورنیو، ژمی په داسې حال کې په رارسېدو دی چې هېڅ ډول تابیا ورته نه لري. دغه کورنۍ د طالبانو له نه پاملرنې شکایت کوي او د مرستندویو بنسټونو د پاملرنې غوښتونکي دي.
ډير دغه کورنۍ هغه خلک دي، چې د سږکال د اوړي د مرګوني سیلابونو له امله یې، خپلې کروندې، څاروي او د کور لوښې او وسایل له لاسه ورکړي دي. دغه راز یو شمېر نورو بیا، د مخکنیو پوځیانو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړې له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي او اوس مهال د لوګر په مرکز او شواخوا سیمو کې تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي. دغه کورنۍ خبرداری ورکوي، چې که یې وضعیت ته پام ونه شي، ښايي د هوا په سړېدو سره یې ماشومان او عمرخوړلي کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.
جعفر د لوګر د څرخ ولسوالۍ یو له هغو بې ځایه شویو کسانو دی، چې د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو او د طالبانو ډلې ترمنځ د جګړې له امله د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوی دی. هغه تر دې مهاله له خپلې کورنۍ سره تر خېمې لاندې ژوند کوي او د خپل ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لوګر په مرکز پل علم ښار کې په لاسګاډي کې سابه پلوري.
دغه عمر خوړلی سړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې کورنۍ یې د شپې وږې ویده کیږي. جعفر زیاتوي:« دوه میاشتې کیږي چې څو غوښتنلیکونه مې د ولایت مقام، له پېښو سره د مبارزې ریاست او د کډوالو او سرې میاشتې ریاستونو ته سپارلي دي، خو راته وایي، بیا درته زنګ وهو، تر اوسه یې هېڅ احوال نه دی راکړی او نه هم موږ ته کومه مرسته رارسېدلي ده. ټولې مرستې بډایو، موټر لرونکو او واسطه لرونکو کسان ته ورکول کیږي.»
محمد آصف د محمد آغا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې اوس د دغه ولایت په مرکز کې تر خیمې لاندې شپې او ورځې تېروي. هغه وایي:« زه د ښار په منځ کې د سړک پرغاړه توکي پلورم. اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی. د لاسګاډي پرسر سابه پلورم، خو پلور نشته. زه د اسلامي امارت راتګ ته خوښوم، اوس خوښ نه یم، ځکه عدالت نشته او مرستې پر خپلو کسانو وېشي، نه پراړمنو او بې وزلو خلکو. باور وکړئ چې په ډیری ماښامونو کې زه یوه افغانۍ عاید نه لري چې خپلې کورنۍ ته یوه ګوله ډوډۍ یوسم.»
تر خېمو لاندې دغه میشتې کورنۍ د طالبانو د حکومتولۍ پر تګلاره نیوکه کوي او وایي، چې له یوې خوا د ژمي سختې سړې هوا او د کار نشتوالي له فشارونو سره مخ کړي او له بلې خوا په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولان او مرستندی بنسټونه مرستې پراړمنو نه وېشي. د دوی په وینا، د مرستندویو بنسټونو مرستې د واسطې او پېژندګلوۍ له مخې، پر غیر مستحقو کسانو وېشل کیږي او بې وزلي او بې واسطې کسان یې له اخیستو بې برخې پاتې کیږي.
شمس الرحمن ( مستعار نوم) د خوښۍ ولسوالۍ یو سیلاب ځپلی دی. هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، تر ۱۵۰۰ زیاتې کورنۍ په سړې هوا او سخت وضعیت کې تر خېمو لاندې ژوند کوي چې ژمي راروان ژمې ته هېڅ ډول چمتووالی نه لري.
شمس الرحمن زیاتوي، ډيری ښځې او ماشومان چې تر خېمو لاندې شپې او ورځې تېروي، اوس د ناروغۍ پر بستر پراته دي او درملو، ژمنیو جامو، خوړو او سرپناه ته اړتیا لري، خو د ده په وینا، په دغه ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولان له هرڅه بې پروا او یوازې د ځان په فکر کې دي.
تر خېمو لاندې دغه مېشتې کورنۍ خبرداری ورکوي، که طالبان او مرستندوی بنسټونه د دوی پر وضعیت غور ونه کړي، ښایي د هوا په سړېدو سره په دغه ولایت کې انساني غمیزه رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی دی، چې افغانستان له یوه ورانوونکي کال وروسته، د قحطۍ له خطر سره مخ دی. دغه بنسټ ټينګار کړی دی، چې میلیونونه هېوادوال راروان ژمي ته اړین امکانات او چمتوالی نه لري. بل خوا، په هېواد کې وروستی سیاسي بدلون د دې لامل شوی دی ډيری هېوادوال خپل کارونه له لاسه ورکړي او یایې ورځنی او میاشتنی عاید کم شي. هغه کورنۍ چې په لوګر کې تر خېمو لاندې ژوند کوي، ان د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري، د راروان ژمي لپاره سونګ توکي خو پرځای پرېږده.
پرهېواد د طالبانو له واکمنېدو د ۱۵ میاشتو په تېرېدو سره، د هېواد د حکومتولۍ او اقتصاد نظام نه دی تنظیم شوی. د هرې ورځې په تېرېدو سره د ناقانونه کډوالۍ او بې روزګارۍ کچه لوړېږي او افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.