ښارونو ته د طالب جنګیالیو له ننوتو او پر هېواد د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان د ښار میشتو وضعیت له بېلابېلو اړخونو بدل شوی او ژوند د ډیری هېوادوالو د خوښې پرخلاف رنګ بدل کړی دی. خولۍ او لونګۍ چې په تېرو دوو لسېزو کې یې بازار سوړ و، اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره سره، د بازار پر ترټولو زیات پلورېدونکو شیانو بدلې شوې دي.
په هرات کې د دولتي کارکوونکو، د خصوصي سکټور د کارکوونکو، محصلانو او د دغه ولایت د ډیری ځوان کهول د اوسېدونکو په ګډون چې تر دې وړاندې یې دریشۍ، پتلون او بلوز اغوستل، یو ځل بیا د لونګۍ او خولۍ پېرلو ته مخه کړې ده او هڅه کوي چې د ظاهري څېرې او جامو له پلوه ، د طالبانو له مزاج سره ځانونه برابر کړي.
په هرات کې د منځني او پاخه منګ کسان چې د طالبانو د تېرې دورې حکومتولي یې په یاد ده او هغه ځوان نسل چې یوازې یې په دې اړه اورېدلي وو، واک ته د طالبانو په رسېدو سره یوځل بیا، هڅه کوي چې خپلې ظاهري څېرې بدلې کړي. په دې ورځو کې د هرات د ځوانانو په ګډون ګڼ نارینه خولۍ یا لونګۍ په سرکوي او افغانۍ جامې (کمیس او پرتوګ) اغوندي څو د خپلو جامو د څرنګوالي له امله د طالب جنګیالیو په تېره بیا د « امربالمعروف او نهي عن المنکر» ادارې د محتسبانو له تندو نیوکو او چلند سره مخ نه شي.
پر هېواد د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې، ډیرو کسانو د دې ډلې له نظره د نامناسبې ظاهري څېرې او جامو له امله د قمچینو خوند وڅکه. د هرات د هټيوالو په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې کې د مډرنو کالیو په ځنګړې، د درېشۍ د دودېدو له امله په هرات کې د لونګۍ او خولۍ بازار سوړ شوی و او بیه یې هم د تقاضا د کمښت له امله رالوېدلې وه او دا د دې لامل شوې وه،چې هټیوال خپلو هټیو ته د پلور لپاره د لونګیو او خولیو راوړلو ته ډیر زړه ښه نه کړي. په هرات کې د طالبانو په بیاواکمنېدو سره، اوس ډیری هټیوال د پېرېدونکو پر اړتیا وړ نورو شیانو سربېره، لونګۍ او خولۍ هم وپلوري.
د هرات د لوی جامع جومات د شمالي واټ یو هټیوال عزیز الله چې له ډير وخت راهیسې په دې سیمه کې هټۍ لري، د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د لونګۍ او خولۍ د بیې د لوړېدو او دغه راز ډیر پلورل کېدو په هکله داسې وایي: «په تېرو ۲۰ کلونو کې چې کله کرزی واک ته ورسید، د وخت په تېرېدو سره د لونګۍ او خولۍ په سر کول کم شول. د ښار خلکو لونګۍ هېڅ نه پېرله، یوازې د ولسوالیو خلکو خولۍ او لونګۍ وړلې، په ولسوالیو کې هم د پخوا په پرتله ډېرې کمې شوې وې، ځکه په ولسوالیو کې هم ځوانانو لونګۍ او خولۍ نه په سرکوله.» هغه زیاتوي: «تر هغې وروسته چې هرات ته طالبان راغلل، هغه پېرېدونکي چې په ولسوالیو کې مو لرل، خولۍ او لونګۍ پېري او ان په ښار کې زما مشتریان د ځان لپاره خولۍ او لونګۍ پېري، د پلور د زیاتېدو له امله یې بیه هم لوړه شوې ده.»
دغه هټیوال د لونګیو او خولیو د بیې له ۳۰ تر ۵۰ سلنې لوړېدو خبره کوي او زیاتوي: «سپینې معمولي خولۍ مو د طالبانو تر راتګ مخکې په ۴۰ افغانیو پلورلې، خو اوس یې په ۶۰ افغانیو پلورو. ساده کندهارۍ خولۍ مو له ۸۰ تر ۱۳۰ افغانیو پلورلې، خو اوس یې له ۱۲۰ تر ۲۰۰ افغانیو پلورو. همداسې د ساده پاکستانۍ لونګۍ بیه له ۲۰۰ تر ۴۵۰ افغانۍ وه، خو اوس له ۳۰۰ نیولې تر ۶۵۰۰ افغانیو پلورل کیږي. دغه راز نیمه ورېښمېنې لونګۍ ۲۵۰۰ افغانۍ وې او اوس یې په ۴۰۰۰ ۸افغانیو پلورو او د خالصو ورېښمینو لونګیو بیه له ۴۰۰۰ افغانیو نه ۶۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»
بل خوا، د هرات ښار د هټیوالو په وینا، د لونګیو او خولیو د غوښتنې په زیاتېدو سره، هغوی هم په خپلو شیانو کې لونګۍ او خولۍ ورزیاتې کړې دي. د هرات د جامع جومات د شمالي واټ هټيوال حمیدالله وایي:« پخوا کلونو کې د لونګیو او خولیو پلور ډیر کم و، مجبور شوو چې نور یې رانه وړو. کله به مې چې خولۍ او لونګۍ راوړې یو کال به په هټۍ کې پاتې وې او نه به پلورل کېدې. مجبور شوو نوریې را نه وړو. خو کله چې طالبان واک ته ورسېدل، زموږ ډیری مشتریانو هره ورځ لونګۍ او خولۍ غوښتې. کله موچې ولیدل د خلکو غوښتنه ډیره زیاته ده، یوځل بیا مو همدا دوه قلمه مال اضافه کړ او ډیر پلورل کیږی. زه هره ورځ تر نورو شیانو لونګۍ او خولۍ ډيرې پلورم.
د ملایعقوب لونګۍ، د لونګۍ په سروونکو طالبانو برنډ
ملا محمد یعقوب مجاهد د ملا محمد عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر دی. د هغه په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کیږي چې لونګۍ یې پرسر ده. یوه له هغو لونګیو چې هغه په سر کړې ده، د طالبانو په منځ کې په برنډ بدله شوې ده. د طالبانو ډلې کسان چې ډیری یې لونګی په سر کوي، تر ډيره هغه ډول لونګۍ خوښوي چې د دې ډلې دفاع وزیر یې په سرکوي. دغه لونګۍ په طالبانو کې د«ملاصاحب» په لونګۍ مشهوره شوې ده.
د هرات د جامع جومات د شمالي واټ هټیوال محمد نعیم د خپل دغه قوماندان د لونګۍ له ډول نه، د طالبانو ډلې د کسانو د تقلید په تړاو داسې وایي:« ډیری طالبان په ځانګړې توګه هلمنديان او بادغیسیان چې کله د لونګۍ پېرلو ته راځي، وایي، د ملاصاحب یعقوب لونګۍ غواړو، دا لونګۍ تر نورو لونګیو اوس ډيره پلورل کیږي.» هغه زیاتوي:» د دې دورې طالبانو د پخوانیو طالبانو په پرتله ډير شیک دي. د طالبانو یوه قوماندان تر اوسه له ما څو ورېښمینې لونګۍ پېرلي دي او ډیری یې هغه لونګۍ پېري چې بیه یې تر شپږ زرو افغانیو ده.
د هرات په بازار کې د لونګیو او خولیو د بازار ګرمېدل د دې لامل شوي دي، چې د نویو لونګیو پر پلور سربېره، د وریښمینو او نیمه وریښمینو لیلامي لونګیو بازار چې له پاکستانه واردېږي، هم تود شي. د هرات د جامع جومات د سویلي کوڅې هټيوال محمد عثمان د لیلامي لونګیو د پلور ځانګړی دکان لري، هغه له خپل ورځني پلوره خوښ بریښي او وایي: پخوا مو لږ لونګۍ راوړې، د طالبانو له راتګ وروسته، د لونګیو پلور زیات شوی دی او ما هم زیاتې لونګۍ راوړې دي. ډیر پېرېدونکي مې طالبان دي او ډیری یې هغه لونګۍ پېري چې اوس د ملا یعقوب په لونګۍ مشهوره شوې ده. له بلې خوا د ورېښمینو لونګیو بیه لوړه ده، نور خلک یې په دې شرایطو کې د پېرلو وس هم نه لري.
د هرات په بازار کې د لونګیو او خولیو غوښتنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې پاکستانۍ لونګیو د هغو بازار نیولی دی. په هرات کې په ورېښم تارو د لونګیو اوبدل کېدو ملي شهرت درلود او پخوا یې خورا ښه بازار درلود، خو اوس یې د پراخو وارداتو له امله ځای پاکستانیو کم کیفیته لونګیو نیولی دی او د دغو مرغوبو تولیدي توکو سلګونه کارخونې تړل شوې دي.