د ټکنالوژۍ شرکتونو په وتلو روسیه کې عامه انټرنټ د انزوا له ګواښ سره مخ دی

د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې د اوکراین کړکېچ له زیاتېدو او پر روسیې له بندیزونو وروسته، د ټکنالوژۍ ځینې شرکتونه له دغه هېواده وتلي، چې ورسره عامه انټرنټ د انزوا له ګواښ سره مخ شوی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ دا خبره دوشنبه د مارچ پر ۱۴ په خپل راپور کې کړې ده.
د دغه بنسټ په خبره، د ټکنالوژۍ شرکتونو داسې مهال روسیه کې خپل فعالیتونه ځنډولي، چې دغه هېواد د خپلواکو رسنیو او ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو د محدودولو په موخه خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.
د بشري حقونو د څار بنسټ په باور، د روسیې له لوري داسې چارې به روسان له نړیوال انټرنټ څخه د انزوا له ګواښ سره مخامخ کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د اروپا او منځنۍ اسیا مدیر هیو ویلیامسون ویلي: «میلیونونه روسان د حکومت د بې ساري سانسور په جریان کې د اوسنيو چارو او بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو په اړه د معلوماتو لپاره په انټرنټ تکيه دي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د ټکنالوژۍ بهرني شرکتونه باید روسانو ته خپل خدمات وړاندې کړي، تر څو هغوی انټرنټ ته لاسرسی ولري.
تر دې وړاندې اوکراین اروپا کې له یوې انټرنټي شبکې غوښتي و، چې پر روسیې نړیوال انټرنټ پرې کړي؛ خو دا غوښتنه یاد شرکت ونه منله.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال روسي ځواکونه د کیف پر لور د پرمختګ په حال کې دي. له بلې خوا اوکراینيانو د روسي ځواکونو د پرمختګ د کابو کولو په موخه سنګر نیولی دی.