په لوګر کې د یواناچسیآر په مالي مرسته، د دوو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

۸صبح، لوګر: د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یواناچسیآر) په مالي مرسته، دوه روغتیايي مرکزونه جوړېږي.
په لوګر کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نن چهارشنبه(وري ۳۰)، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند، د (چونې) په سیمه او د محمداغې ولسوالۍ په (سرخاو) کلي کې، د دغو دوو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو د پیل خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغو دوو روغتيايي مرکزونو پر جوړولو، درې سوه زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا ورکول کېږي.
ویل کېږي چې د سورخاو کلي روغتیايي مرکز ته ۲۰۰ زره ډالره او د چونې کلي روغتیايي مرکز ته سل زره ډالر ځانګړي شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې په يادو سيمو کې، روغتيايي مرکزونو په کرايي کورونو کې فعاليت کاوه.