د طالبانو له نوي فرمان سره افغانستان کې د ژغورنې کمېټې ۳ زره ښځینه کارکوونکې وزګارې شوې دي

۸صبح، کابل: په موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو له نوي فرمان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د خپلو زرګونه کارکوونکو د وزګارېدو خبر ورکړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې، چې یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه خپور شوی ویلي دي، چې دغه بنسټ د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۱۲ زره کارکوونکي لري او له دې منځه درې زره یې ښځې دي.

دغې کمېټې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار له ممنوعیته ناهیلي شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په وینا د طالبانو له خوا لګول شويو محدودیتونو د افغانستان مخ په ځور اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی.

د ویلو ده، چې د ژغورنې نړیواله کمېټه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بېړنیو غبرګونونو، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې فعالیت لري. دغه بنسټ افغانستان کې خپل کار د ښځو په کار پورې تړلی ګڼلی دی.

ورته لیکنې

Back to top button