ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب کړه.

م. ظریف صمیم

ولسي جرګې د کب د څلورمې نېټې په عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت سره د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه چې له دې مخکې یې دوه ځله رد کړې وه تصویب کړه.
د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټوله ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه او ۷۱۷ زره او ۹۰۱ افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
له دغو پیسو ۳۱۱ میلیارده او ۵۰۶ میلیونه او ۱۶۱ افغانۍ عادي بودیجه او ۱۶۱ میلیارده او ۵۳۵ میلیونه او ۷۴۰ افغانۍ پراختیايي بودیجه ده.
په هغه رپوټ کې چې د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون وړاندې کړی، وېل شوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په درېیمه مسوده کې د ولسي جرګې ډېری ملاحظات عملي شوي دي.
د ټیټ رتبه مامورینو په معاش کې د دوه زره افغانیو زیاتوالی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا او تېلو او ګازو په شان ادارو لپاره چې د ولسي جرګې له خوا نه دي تایید شوې د بودیجې نه بېلول په درېیمه مسوده کې اصلي بدلونونه بلل شوي دي.
په بودیجه کې د ملي دسترخوان پروګرام او د ولسمشرۍ د عملیاتي او حمایتي ادارې نه شاملول هم په دغه سند کې نور بدلونونه دي چې د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون یې رپوټ ورکړی دی.
د بودیجې مسوده له هغې وروسته چې د ولسي جرګې د مالي چارو د بودیجې د کمېسیون او نورو کمېسیونونو له خوا تایید شوه، د جرګې په عمومي غونډه کې رای ګیرۍ ته وړاندې شوه چې د اکثریت وکیلانو د تایید رایه یې واخیسته. له دې سره په یو وخت د ولسي جرګې غړي د ژمي په رخصتۍ ولاړل.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د بودیجې د تصویب لپاره د ولسي جرګې له دغې پرېکړې مننه وکړه. ولسمشر دا کار په خپل وخت د دولت د اساسي پروګرامونو په تېره بیا په ټول هېواد کې د پراختیايي پروژو لپاره مهم بللی دی.
ولسي جرګې دوه ځله د بودیجې مسوده رده کړې وه چې دا کار د ارګ او جرګې ترمنځ د جنجالونو لامل شو. ولسمشر غني یو ځل ویلي و چې د ولسي جرګې غړي د بودیجې په سند کې د دوه زره شخصي پروژو د شاملولو غوښتونکي دي.

ورته لیکنې

Back to top button