ولسي جرګه: د اوبو مدیریت او د بندونو جـوړول د افغانانو حـق دی

م. ظ. صمیم

د ولسي جرګې رییس وايي چې د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول د افغانانو حق دی. میررحمان رحماني د وري په اتلسمه نېټه دا څرګندونې د کمال خان بند د پرانیستلو په وړاندې د ایران د پارلمان د مصوبې او دغه هېواد د وکیلانو له غبرګون وروسته کړې دي.
څو ورځې مخکې د ایران پارلمان د ناستې بهیر یوه ویډيو خپره شوه چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د پرانیستلو په غبرګون کې د یوې طرحې تصویبول په کې ښودل شوي دي.
دا مصوبه د ایران دولت اړ باسي چې په افغانستان کې د نوموړي هېواد د اوبو د حق د تثبت، دوام او زیاتوالي لپاره سیاسي، اقتصادي او رغنیز اقدامات په پام کې ونیسي او په اړه یې پارلمان ته راپور ورکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې ورځې په غونډه کې د کمال خان بند د ګټې اخیستو او د افغانستان د اوبو د مدیریت په غبرګون کې د ایرانیو چارواکو څرګندونې د نړیوالو اصولو او تړونونو پرخلاف وبللې. د ولسي جرګې رییس وویل چې د اوبو مدیریت او د بندونو جوړول د افغانانو حق دی.
رحماني زیاته کړه: «موږ د یوې خپلواکې جغرافيې په توګه، د قانون او نړیوالو قوانینو پربنسټ کولی شو، د خپل هېواد د اوبو سم مدیریت وکړو او په ښه توګه ترې کار واخلو.»
میررحمان رحماني ټینګار وکړ چې افغانستان له خپلو ګاونډیو سره سوله ییز، له لاسوهنې پرته او د ښه ګاونډیتوب ژوند ته لیوالتیا لري.
د کمال خان بند د روان کال د وري په څلورمه نېټه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو. ولسمشر ددغه بند د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې افغانستان له ایران سره د اوبو هغه تړون ته ژمن دی چې د محمد موسی شفیق د صدارت پرمهال لاسلیک شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې له دې وروسته ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي، خو په بدل کې یې تېل غواړي.
د کمال خان بند پرانیستل چې په افغانستان کې له پراخ هرکلي سره مخامخ شول، خو په ایران په تېره بیا د نوموړي هېواد په پارلمان کې یې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button