ښځې او طالبان

لیکوال: ډاکټر یارمحمد تره کې

دادی څه کم دوه کاله کېږی چې ښځې له ټولنېز ژوند څخه څنډي ته شوی دی او د دوی شتون په ټولو دولتي، سیاسي او تحصیلي موسسو کې د تعلیق په حال کې دی.

په‌دې موده کې ډېرو ښځو د خپلو حقونو د اعادې لپاره هڅې وکړې. نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرطونه کېښودل. د نجونو د ښوونځیو د تړلو او د دولتي او غیر دولتی موسسو څخه د ښځو د کار د مخنیوي پر سر ډېرو نړیوالو ټولنو او هېوادونو خپل احتجاجونه طالبانو ته وړاندې کړل. خو د طالبانو لپاره د ښځو پرټولنیز ژوند او زده کړو بندیز ددوی سره کرښه وه. د ښځو پر وړاندې د سخت دریځ له امله طالبانو حتی د خپل رژیم د رسمیت نه پېژندلو پروا هم ونکړه.

دا څه دلیل دی چې طالبان په ټولنې کې د ښځو د شتون داسې دښمنان دي؟

آیا د ښځو د کار، زده کړو او ټولنېز ګډون مخنیوې دومره دوی ته مهم دی چې د هغه پرسر د نړیوالې انزوا پروا هم نلري؟

راځئ دې مسئلې ته لږ له بلې زاویې څخه ځیر شو.

۱۹۹۲زېږدیزکال: مجاهدینو کابل ونیو او ډېر ژر یې خپل منځي جګړې پیل کړې. مجاهدینو په ښارونو کې ډېر ژر د جګړو د دوام پر غولي، خپل شخصي کاروبار پیل وکړ.

د دوی د شخصي کاروبار دوی مهمې برخې وې:

  • د خلکو د کورونو د غلا، د کورونو د غصب ا و دوکانونو د لوټولو له لارې د پیسو او پانګې موندل؛
  • د هېواد په ښارونو کې د نویو ودونو کول او د کوروالۍ ژوند خپلول.

ډېر ژر مجاهدین له غرني او بی کوره ژوند څخه ښاري او مدني ژوند ته را واوښتل. هغو ښاري ښځو چې د د دوی سره یې ودونه کړي وو، خپل میړونه یې د وحشت ، تاوتریخوالي او وژنو پر ځای مدني او سوله‌ییز ژوند ته را ګډه کړل. د دوی په کورونو کې ماشومان وزیږیدل او مجاهدین د ماشوم په عصري روزنه، د دوی په تعلیم او اعاشه بوخت شول.

که څه هم چې د طالبانو واک نیول، په لومړی ځل د دوی د سوله‌ییز ژوند لړۍ ور وشړوله؛ خو دی مجاهدینو د سولې، مینې او کورني خوند لیدلی وو. دوی نه یوازې دطالبانو پر وړاندې د مقاومت زور له لاسه ورکړي و؛ بلکې په مورچلونو کې یې د کورنۍ غیږې ته د بېرته راتګ هیله ژوندۍ ساتله.

همداسې هم وشول. د امریکې له پوځي تیري سره دوی هم بیرته راغلل او دا ځل یې نه یوازې د سوله‌ییز ژوند د دوام هوډ درلود؛ بلکې نور یې د وسلې سره د همېش لپاره خدای په اماني کړې وه.

په حقیقت کې  تنظیمي مجاهدین د امریکې او د هغه د پلوي حکومت د اقتدار په وخت کې، بې‌وزره الوتونکې وو. په دوی کې نه زور وو او نه پوځي قوت. د دوی قوت نور د نویو کورنیو په جوړولو او د نوي ژوند په تنظیمولو لګېدلی وو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست حوادثو وښودله، چې په دوی کې یوازې همدومره قوت پاتې و، چې د هېواده وتښتي. دا د طالبانو لپاره یو ډېر لوی درس و.

ډیرو طالبانو په دوهم ځل واک نیولو کې کټ مټ د مجاهدینو په شان، پردوبنګلو او ښارې نجونو ته وږې سترګې نیولې وې. ځینو طالب مشرانو خو په همدا لومړي سر کې، دوه- درې ودونه وکړل او ځانونو ته یې د بسیا ژوند او مزو بسترونه وغوړول.

خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ مشران او د دوی بهرني مربیان په یوه لوی او ترخه حقیقت پوه ول. هغه دا چې طالبان به هم د مجاهدینو په شان د ښار په لومه کې بند او خسي شي!

د ۲۰۲۱-۲۰۲۲ حوادث په رښتیا سره چې ډېر چټک روان ول.

ډېری ځوان د منځنۍ کچې طالبان په ښارونو کې په دوستیو پسې ګرځیدل. کله به دې کور ته او کله دا بل کورته په غیر مستقیم او د تلاشۍ او یا د پوښتنې تر چتر لاندې ورتلل. خو اوس هغه د مجاهدینو وېره او د ټوپک زور نه و پاتې! اوس د کابل، هرات، مزارشریف او حتی کندهار او جلال آباد پېغلې پخپلو حقونو پوره خبرې وې. چې به یې ټوپک پر دوی را وړاندی کړ، په سبا به یې دغه کړنه په فیسبوک کې نشر شوې وه او طالب جان به بیا شرنې ته بدل شوې و!

طالب پوه شو چی دا لړۍ باید په سوله‌ییزه او احترام مخته ولاړه شی.

هو څو سوو طالبانو ښه ودونه او دوستۍ‌ګانې وکړې. ځینو په هلیکوپترو کې ورا راوړه او ځينو لکه د بدخشان طالب قوماندان، د خپل زوی په واده کې، اته لوی د پامير غوایان (غژګاوان) حلال کړي ول. د طالبانو د جهاد ثمره او د هغې بلې دنیا عوض یې په دی دنیا کې ورکړي وو.

د ۱۴۰۱ د وري مېاشتې په سر کې، د کابل پوهنتون زده کړې هم پیل شوې. د ولایاتو د پوهنتونو دروزاې هم خلاصې شوې. په ښارونو کې به نجونی وروسته له درسونو څخه د موټرو او بسونو ترمینځ روانې وې. دوی به د طالب وسله، د دوی ګارد، او زغره‌والو موټرو ته توجه هم نه کوله. هسې به یې د پوهنتون چپترونه په لاس کې، لوړنیولي او پر پښو به روانې وې. د دوی شتون په ښارونو او واټونو کې، د طالبانو په زړونو کې اورونه ولګول. دوی به له یوې خواه د خپلو مشرانو په لاس جوړو شوېو اصولو او د بلې خواه د مینې او کورواله ژوند جوړولو د تندې په څپو کې لاهو ول. د کابل پېغلې بې پروا په کوڅو کې د یوې موخې لپاره روانې وې او هغه د دوی د هویت پیژندنه او په ټولنه کی د دوی د ځای ټاکل وو. طالب حیران ول، چې نه د دوی وسله پر دې نجونو کار کوي او نه هم ببرې ږېرې. نه د دوی اوږده پرتوګونه او نه لنګوټې، په‌دې نجونو کوم تاثیر لری.

طالبانو ډيره هڅه وکړه چې د نجونو او هلکانو ټولګي جلا کړي او حتی د دوه وخته پوهنتونونو مهال وېش جوړ کړي. خو چې به دوی د پوهنتونو څخه کورونو ته تلې، دلته به یې په طالبانو لمبه بله کړه! پر دې برسېره د ښوونځیو ځوانې پېغلې هم نورې د پوهنتون لپاره تیاریدلې. دا بیا یو نوی پوځ وو، چې د طالب څخه یی لاره ورکه کړی وه.

ځوانو طالبانو ته د دوی د مشرانو د خوندورو ودونو او نویو کورونو د جوړولو وېډیوګانې هم را تلې. دوی په زړونو کې د همداسې ورځي په هیلې شپې سبا کولې. کابل ته تګ هغې بلې دنیا ته د تګ په شان وو. هرڅه رنګین وو. دوکانونه، د نجونو ټکري، د بازار ګڼه ګوڼه ، د خلکو خندا او د ښکلو ورځو نمانځل. طالب خو اصلآ په خندا او خوشحالۍ بلد هم نه وو. دده لپاره بس یوازې د بلې دنیا تقریر شوې وو. یوازې د بلې دنیا د ښکلا وعده ورکړل شوې وه. ده ته ددې دنیا د ګناهونو او د بلې دنیا عذاب ور په ګوته شوې وو. د مارانو او لړمانو درس ورته وېل شوې وو. ده ته یوازې د هغې دنیا د عوض په باب خبرې شوې وې. ددې دنیا د ښکلاوو او مینې وعده نه وه ورسره شوې. ددې دنیا عوضونه یوازې د شیخانو او لویانو دی.

د کابل د ۲۰۲۲ دوبی د مینې، خوږو میوو او میلو ښار وو. هره طالب ګزمه به یو وار د وظیفې په پلمه د نوي ښار، قرغې او پغمان زیارتونه کول. هلته به یې لږ آیسکریم او کباب وخوړ. لږ به یې سترګو ته اوبه ورکړې او بیرته به یې خپلو قوماندانانو ته د خیریت احوال ورکړ. دا لړۍ په ډيره چټکې روانه وه. له یوې خواه د لوړپوړو طالبانو دوهم او دریم ودونه او په‌دې ودونو کې د دولتي امکاناتو څخه پراخه ګټه اخیستنه او له بلې خوا د یوه خواږه کورني ژوند لپاره د ټیټ پوړیو طالبانو هیلې، له مشرانو څخه خوب تښتولی وو.

کابل میشتي طالب چارواکي، چې نور یې د هېواد چارې په لاس کې وې، کټ مټ د مجاهدینو په لار روان شول. د دوی لپاره نور جګړه کول بې معنی، او جوړ جاړی کول با معنی سیاسي کارونه ول. د دوی لپاره د ښوونځي پرانیستل هم بد کار نه وو. د دوی لپاره نور فتح راغلی وه. اوس باید دوی د خپلو غوښتنو او هیلو د فتحی مزل کړي وای. د ډېر سخت دریځو او کلکو مشرانو له خواه د سولې، مینې او خوند خبرې د خولی څخه راووتلې. مشاعرې، او پټې مېلمستیاوې جوړې شوې. ټنګ ټکور هم وشو.  ډېر ژر دوی خپل ځانونه د ټولنې خلکو ته عادی انسانان ور وپېژندل چې احساس لري او مینه غواړي.  دوی په منډه د دهشت او ځان وژنې څخه مدني او کورني ژوند ته ژمن شول. ډېر ژر دوی د فتحې او سولې په برکت، د خواږه او د مینې څخه ډک ژوند، ماڼۍ په فکرونو کې جوړی کړې. ځینو په زوره ، ځینو په رضا، ځینو په مینې او ځینو په زارۍ د مینې تارونه وغزول.

 خو اصلي خبر ه د بل چا په لاس کې وه. ډېر ژر پر دې مسئلې پټي غونډي جوړی شوې.

دوی ته د ځوانو وسله والو په زړونو کې د شک، د وسلې څخه د کرکې او د ټولنې، ښځې او کورنۍ سره د مینې راز څرګند شو. دا هماغه احساس و، چې جهاد یې په ګونډو کړي و او مجاهدین یې مدني ژوند ته را راوستلی ول. دا هماغه احساس دی چه د تنظیمونو څخه یې جګړه‌یز احساس اخستې او دوی یې په بی وزره الوتونکو بدل کړي وو.  دا ځلي د طالبانو اصلي مشرانو نشو کولای د تنظیمونو په سرنوشت اخته شي. او په اصطلاح د کور روزل شوې، پیشوګان ترې جوړ شي.

هو دوی پوه شول چې افغان ښځې نور د هر ډول جهاد، وسلو او تاوتریخوالي په وړاندې، تر ټولو لویه وسله په لاس کې لري. دوی کولای شی د طالبانو له لاسه وسله واخلي او دوی په کوروالۍ کې بند کړي. دوی په‌دې پوهیدل چې د ښځو او نارینه و ټولنېز معاشرت به، یو طالب هم له وسلو سره پرې نږدي. وسلې به په انبار ځایونو کې پرتې وي او مورچلونه به له انتحاریانو څخه تش شي. ځوانان به په مینه پسې د کابل، کندهار او هرات په کوڅو کې ګرځي. جهاد او امر بالمعروف به د وسله والو له ملاتړ او مرستې څخه بې‌برخې شي.

ځوان طالبان به زده کړو، سوله‌ییز کاروبار، او یا هم کروندې ته مخه کړي. دوی به له خپلو مېرمنو سره د ماشومانو په روزنه پیل وکړي. دوی به نور د خپلو ښځو په خوله وي او د جګړو مینه به یې په کورنۍ مینې بدله شوې وې.

هو همدا وېره وه چې د اصلي امیرانو پام یې یوې نوې او کلکې پرېکړې ته راواړاوه.  هغوی پوهیدل چې که د عصري او اصلاح شوېو طالبانو په خوله وکړي، نو په ډير کم وخت کې به ټول لښکر د کور والاشی او وسلې به ها خواه وغورځوي. دوی خبر وو چې د جهادي مشرانو سرنوشت په کومه خواه شو. لوی شیخ الحدیث بی‌کسه او بې مجلسه د سپین ږیرو په یوه روغتون کې پروت دی. پردي خو پریږده چې خپل هم ترې بیزاره دي. نور یې څوک حدیثونو او نصایحو ته غوږ نه نیسي. نور د فتواوو او اختتامیه دوعایو باندې په بنډل پیسې نه ورکول کېږي. اوس یې څوک په یوه حبه هم نه اخلي. هغه بل حجت الاسلام بیا د مهاجرینو د دفتر په انتظار ځای کې ناست دی او د خپل راتلونکې سرنوشت انتظار باسي. دا بل معلم نور د خپل ولایت د خلکو له خواه ترټل شوې دی او اوس د هغې ښځې لاس ته ناست دی چې ده به په پښو په کېبل وهله. د دوی رعیت نور د دوی وېناوو ته غوږ نه نیسي. دوی ته یوازې د دوی کورنۍ او مېرمنې ور پاتې شوي. هغه کسانې چې دوی یې له ټولو نارواو سره بیا هم ومنل او مینه یې ورکړه. دوی هغو کسانو ته پاتې شول چې تیزاب به یی پر مخ ور شیندل او ښوونځيو ته به یې اور ور اچاوه. افغاني ښځو دوی اهلي کړل او د وسلو څخه یې لیرې کړل. د کور په ژوند او د ماشوم په  روزنه یې روږدي کړل. ښوونځي، پوهنتون ،روزنتون او نندارتون یې ور وښود. دوی یې د مینې او کورنۍ په میو نشه کړل او وسلې یې ترې واخستې.

اوس د طالب شیخ څخه لاره ورکه ده. دوی د خپلو مدرسو د استادانو په مرسته په علاج پسې راووتل.

د ستونزې د حل لپاره هیېتونه کتار شول. د اکوړې، دیوبند، د حقانیې او د حنیفي استادان او شاګردان سره را ټول شول. په پای کې دی پرېکړې ته ورسیدل چې ددې ټولو علت افغان ښځه ده. دوی وویل چې افغان ښځه د عصريت او حقونو په پلمه زمونږ د طالبانو لپاره تر ټولو ستر غلیم دی. دوی به په تورو څڼو، شنو خالونو، رنګینو ټکریو او سپینو لاسونو، زمونږ د طالبانو د لاسه وسله اخلي او په انبار کې به یې اچوي.

طالب جان به یو په بل پسې په مختلفو پلمو د جهاد او تحریک د صفوفو څخه وځي او دوړه کېږی به. بله ورځ به زمونږ د شیخ داسی حال وې لکه د شیخ الدحدیث او حجت الاسلام چې حال دی. نو تر دی وړاندې باید ددې ستونزې چاره وشي.

فتواګانې او دلایل ورته ولیکل شول، د درواغو کمیټي او بیانونه ورته جوړ شول؛ ترڅو چې ښځې یې پخپلو کورونو کې بندیانې کړې.

نویو شیخانو او امیرانو دا وپتیېله چې طالب به هیڅکله دا کار ونکړي. طالب به د مینې او کورنۍ په لومه کې بند نشي.

د طالب شیخ په‌دې چل پوه شوې وو. که بیا ښځه د کوره راووتله، که بیا نجلۍ پوهنتون ته ستنه شوه؛ نو بیا به د طالب جان او وسلې یوه لاره ونه وېنې. طالب هسې هم جذباتي او ساده سړی دی. دی هسې هم مینې تر دې ځایه راوستی دی. طالب جان د هغې دنیا مینې را اخستې دی. ده ته دا ټول نعمتونه په هغه دنیا کې برابر دي. دی باید یوازې د هغې دنیا هیله او غوښتنه ولري! ښکلې کورنۍ، ښکلې حوره، ښکلي ماشومان، خوندوره ډوډۍ، ښکلي خواړه، ښکلي کالي او ښکلې ټولنه یوازې په هغه دنیا کې طالب جان ته منظور دي. دلته دی طالب ځان وژني او ځان دې الوزوي تر څو اصلي موخې ته ورسیږي!

خو که د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، ښځې دولتي کارونو ته ولاړې شي، په کوڅو کې د عطرو بویونه وپاشل شي او د ښکلو او رنګینو کالیو څپه خپره شي؛ نو بیا خو طالب د بلې دنیا نعمتونه په‌دې دنیا کې غواړي.  بیا خو طالب نور نه د شهادت شو او نه د شهامت.

دغه دلیل دی چې د شریعت تر نامه لاندې پر ښځو ټولنېز او سیستماتیک بندیز لګېدلی دی. دغه دلیل دی چې د ټولنې پر نیمایي نفوسو تکه توره تیاره را خپره شوې ده.

دا چې تر کومه به شیخ خپله فتوا جاري وساتي، خلک نه پوهیږي. خو له حالاتو څخه ښکاري، چې د کابل ښځه پر طالب بریالۍ ده.

دلته خبره ددې دنیا د مینې او خوند د قوت او د بلې دنیا د هیلو او برکت ترمینځه ده. دا دنیا حاضره او عیني ده. خو بله دنیا پراخه او ذهني ده. د ځوان طالب زړه او هیلې د دوو مختلفو روایتونو ترمینځ درزیږي. دا ټکر د هر طالب په زړه کې یو لوی انقلاب او یو لوی بغاوت را زیږولی دی.

دا انقلاب د هر پسرلي په را رسېدلو سره، نور هم را وخوټېږي. کال دوه به تیر شي؛ خو ددې ژورې انرژۍ توان به نور هم پسې ډېر شي. د زړونو دغه انقلاب به یوه ورځ د طوفان په بڼه ځان څرګند کړي.

هیله ده ددې انرژی د را سپړولو او ددې  انقلاب د سونامي د راتګ په وخت کې، د دوی وسلې په لاس کې نه وي.

پای

یادونه:

مقاله کې راغلي اندونه او فکرونه، لیکوال پورې اړه لري، ورځپاڼه د بیان آزادۍ اصل ته درنښت له مخې مقاله خپروي، او چمتو ده، چې د نورو لیکوالو او شناندو مقالې او څېړنې هم خپرې کړي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button