• د ښځو او ماشومانو حقونه

    امېندواره ښځه او د مېړه تنبیه؛ هغه مور چې ځان د خپل ماشوم قاتله بولي 

    د روغتون په یوې تیارې څنډه کې ناسته ده. د ژړا غږ یې راځي. یوازې ده او خپله چادري یې پر ځان پورې راچاپېره کړې ده. یوازې او یوازې ده. هېڅ شی له ځان سره نلري، پرته د ځان له جامو او د سر له چادري. په ملا کړوپه له ځایه پاڅېږي او پر یوې وړې څوکۍ کښېني. اسویلي کوي او د روغتون په دېوال خپل سر تکیه کوي. اوبه ورکوم، نه یې څښي. په ژړغوني غږ وايي: «نه مې غوښتل خپل ماشوم ووژنم، ما نه غوښتل چې خپل د وجود برخه له ځان نه جلا کړم.» زه چې له کیس خبره نه یم، لږ اطمینان ورکوم؛ خو آیا دا به شونې وي د هغې مور درد چې خپل ماشوم یې نالیدلی له لاسه ورکړی، کم کړي؟ هغه همداسې ژاړي. شاوخوا ته ګورم، څوک نشته. له هغې پوښتم چې څوک…

  • پرته د ټولي

    سينګارتون د زهرا هر څه و

    طالبان وسله په لاس د وروستۍ سرچینې د تړلو لپاره یې راغلي دي. د سینګارتون د دروازې تر شا یې صف درولی تر څو له هغې نه د ژوند وروستۍ هیله واخلي. دوه ډلې د سینګارتون ور ماتوي او په زور ننوځي. د غدیر ورځې او شپې دي. د ښار په هر ځای کې د واده مراسم په لاره اچول شوي دي او د سینګارانو بازار هم تود. د زهرا د سینګارتون سالون له مودو وروسته د واده د مراسمو له مشتریان ډک دی. د طالبانو په ننوتلو او د ټوپک د څوکې په ښکاره کېدلو سره چې ښځې یې په نښه کړې دي، ټول له وېرې په خپلو ځایونو مېخ کېږي او ناست دي. زهرا کار پرېږدي او ژر د فعالیت د امر جواز چې دوه اوونۍ وړاندې یې د دې ډلې په سپارښتنې د ډېرو پیسو په ورکولو…

  • ځانګړي

    د ښځو د میاشتني عادت نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې تنکۍ نجونې خپل لومړنی میاشتنی عادت څنګه تېروي؟

    د ښځو میاشتنی عادت یوه طبیعي میاشتنۍ دوره ده چې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ملیونه ښځې ورسره مخ کېږي. خو دا طبیعي بهیر په افغانستان کې د ښځو پر بدن د سانسور، د نرواکۍ د لید لوري د برلاسۍ او په ټولنه کې د ناسمو دودونو له امله تابو ګڼل کېږي. د میاشتني عادت شرم بلل د دې لامل شوي دي چې  په اړه یې خبرې کول هم  شرم او بې ادبي ګڼل کېږي. د ډېری نارینه وو لپاره د ښځو میاشتنی عادت د یوې معما په څېر دی او د ځینو ښځو لپاره د شرم وړ دی. د ټولنپوهانو په اند، د ټولنې کلتور کولای شي د انسان د بدن د فزیولوژۍ میکانیزمونه تر اغېز لاندې راولي. په نرواکې ټولنه کې د یوې ښځې بدن سانسور کیږي او د هغې په اړه خبرې کول او هغه څه چې د یوې…