په طالباني « ښاد ژوند» کې د ښځو برخه

لیکنه:مزدک پارسي

«د اسلامي امارت په حاکمیت کې، د ښځو د جبري ودونو او د نورو سنتي ظلمونو له ډلې یې په بدو کې ورکولو په برخو کې لازم اقدامات ترسره او د هغوی ټول شرعي حقونه ورکړل شوي دي. د ټولنې د نیمې برخې په توګه، د ښځو د اصلاح یعنې حجاب، عفت، له اختلاط نه ډډه کولو او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د ښاد ژوندانه رامنځته کولو لپاره مهم اقدامات ترسره شوي دي.» دا د طالبانو د مشر ملاهبت الله د اختریز پیغام یوه برخه ده. نوموړی ادعا کوي چې د نوموړي د ادارې په رژیم کې د ښځو «ټول شرعي حقوق» تامین شوي دي. هو! کله چې د ښځو انساني حقونه له هغوی نه واخلئ، د هغوی «شرعي حقوق» پرته له کوم عیب او نیوکې ټینګېږي. په کور کې زنداني کېدل، له زده کړو، کار، تفریح او ورزش، له نارینه و نه اطاعت کول، د اسلامي حجاب بشپړ مراعت کول- هغه مهال چې له شرعي محرم نه پرته له کور نه بهر لاړې شي- د اعتراض د حق نه لرل، اولاد زېږول او د محدودیتونو لوی لړلیک ټول «د ښځو په شرعي حقونو» کې شاملیږي. دا هماغه د ښځو لپاره د طالبانو د مشر د نظر وړ «ښاد ژوند» دی. په ډې ډول تحمیل شوي او مدیریت شوي ژوندانه کې، هر څه کېدای شي وموندل شي؛ خو په واقعي ډول د ښادۍ معنی نه.

طالباني ښادي ښځه محوره ده، هغه څه چې د طالبانو د ایډیولوژۍ اصلي محور تشکيلوي او د هغو مدافع دي، د ښځو ځپل دي: ښځې باید تر ممکن حد پورې په بند کې وي او وځپل شي. دا یعنې، طالبانو ښځې په بشپړ ډول جدي نیولې دي او پوهېږي چې هغوی د ټولنې نیمایي برخه ده. خو د ټولنې دا نیمايي برخه باید اصلاح شي؛ ځکه هغوی د تېرو «شلو کلونو د اشغال په دوره کې» بې لارې شوي دي. د طالبانو مشران د وحشي توب د پروژې د مدیرانو په توګه د ښځو د ځپلو او په بند کې اچولو له لارې هڅه کوي د هغوی پر ژوندانه «د اشغال منفي اغېزې» له‌منځه یوسي. ډېری دغه «منفي اغېزې» غیر اسلامي نه دي؛ خو طالبان په دې باور دي چې لا هم په هېواد کې اسلام په بشپړ ډول پلي شوی نه دی نو ځکه، ټولنه اصلاح ته اړتیا لري چې ښځې د دغې اصلاحي برنامې په سرلیک کې دي.

د هر ایډیولوژیک دنده د اصولو پر بنسټ او دغه راز چې انسانانو ته پکې زیان ونه رسېږي د هغوی اصلاح او روزنه د  انکار وړ نه ده. دغه احکام باید له کمۍ او کاستۍ پرته عملي شي تر څو انسانان «ښاد ژوندانه» ته ورسېږي. خو د طالبانو ایډیولوژیکه تګلاره دومره مفسده او وروسته پاتې ده چې حتی د مسلمانانو ډېری برخه نه یوازې هغه اصلاح کوونکې بولي، بلکې په دې باورمند دي چې دا وروسته پاتې، انساني ضد او د منلو وړ چلند دی. سربېره پر دې، طالبان تل وايي چې خپله وروسته پاتې او مفسده ایډیولوژي د افغانستان پر څه باندې ۳۰ میلیونو انسانانو له کوم جرح او تعدیل پرته پلي کړي. اوس چې د طالبان نېږدې دوه کاله کېږي پر افغانستان واکمن دي ښکاري له کومې فاجعې نه یې چې د افغانستان پر خلکو تحمیل کړې ده راضي او خوښ دي. ځکه د طالبانو مشر باورمند دی چې د ښځو لپاره د اسلام د شریعت تر سیوري لاندې د «ښاد ژوندانه» رامنځته کولو په موخه مهم اقدامات ترسره شوي دي.

طالبانو نارینه هم له دا ډول رنځ راوړونکي ژوندانه نه بې برخې کړي نه‌دي. نارینه هم اړ دي چې ددغې ډلې د ورځ تربلې محدودیتونه په خپل ژوند کې وزغمي. محدودیتونه د ښځو او نارینه و د ژوندانه په ټولو برخو پورې اړه لري؛ د هغوی له سر او ږیرې نیولې تر نورو برخو پورې، هغه څه چې دغه محدودیتونه نور له زغم نه وباسي، اقتصادي ناورین او په هېواد کې د بیکاري او فقر د کچې لوړوالی دی. هېوادوال د سختو هڅو تر څنګ چې د خپل ځان او کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي، د طالبانو احماقانه او غیر ضروري قیودات هم باید ومني. دې ډلې ته دا مهمه نده چې خلک د خوړلو لپاره ډوډۍ لري کنه، او یا هم بیکاري او فقر په کومه کچه کې دی. ددې ډلې د مشرانو په اند خدای روزي ورکوونکی دی او د طالبانو جهاد ددې لپاره نه و ترڅو د خلکو ډوډۍ او کار تامین کړي. له ټولو نه خندونکې داده چې د طالبانو مشران فکر کوي افغانستان کې د بیکارۍ زیاتوالی تبلیغاتي بڼه لري چې بهرنیانو په لاره اچولی دی. دا خبره د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر کوي؛ هماغه کس چې باید د بیکارۍ او فقر ستونزې یې حل کړې وای.

د خلکو د اساسي ستونزو د حل لپآره د نه وړتیا لرونکي سیاستوال، ددې پر ځای چې خپلې کمزورتیاوې ومني، یا هڅه کوي چې خلکو ته په دوکه ورکولو ټولې ستونزې د بهرنیانو او د تېر دولت د مفسدینو په غاړه واچوي او یا هم یو مخ ید واقعیتونه نه مني.طالبان له دواړو تګلارو ګټه اخلي. کله ناکله په هېواد کې روانې ستونزې د بهرنیانو په غاړه اچوي او کله ناکله څومره فساد او ناورین چې په ټولنه کې دوام لري پام نه ورته کوي او د خلکو له ژوندانه نه مثبت انځور وړاندې کوي؛ هغه انځور چې هېڅ ډول واقعیت نلري.

د ګالوپ تازه نظرپوښتنې ښيي چې د افغانستان ۹۸ سلنه وګړي ځانونه د نړۍ بدبخته انسانان بولي. ددغې نظر پوښتنې ډیری ګډونوالو ویلي دي چې واک ته د طالبانو له رسېدلو وروسته، «له کوم څه نه یې لذت نه دی وړی، تازه څه یې نه دي زده کړي او ښه احساس نه لري» په اطمینان سره ویلای شو چې ښځې ددغو ناخوښو هېوادوالو په سر کې دي. ملا هبت الله په داسې حال کې افغانستان کې د ښځو له اوسني وضعیت نه خوښي څرګندوي چې د فارن پالیسي د راپور پر بنسټ، د طالبانو په زندانونو کې ښځې تر وهلو ټکولو او ډلییز جنسي تیري لاندې دي او ځیني وختونه په فجیج ډول وژل کېږي. یو شمېر قرباني شوې ښځې دغې رسنۍ ته ویلي دي چې طالبانو به هغوی ‎ په سینو او تناسلي اندامونو وهلې ټکولې ترڅو ونشي کړای د وهلو ټکولو نښې چاته وروښايي.

دا راپورونه باید کافي وي تر څو د هغه ناورین ژورتیا چې طالبانو د افغانستان پر خلکو په تېره پر ښځو راوستلی دی درک کړو. دا له وحشته ډک وضعیت د طالبانو لپاره «مقدس او پاک» هدف دی چې په ډېرې لېوالتتیا یې په افغانستان کې پلي کوي. طالبان ټینګ عزم لري ترڅو مونږ د خپل نظر وړ د اسلام د شریعت په پلي کولو اړ کړي نه دا چې مونږ ور وبولي. د وربللو ادبیات له زور او پوځي غوسې سره یوشان نه‌دی. په بللو سره تاسو ته بلنه درکول کېږي چې لاړ شئ؛ تاسو واک او اختیار لرئ چې لاړشئ کنه. د طالبانو د نظر وړ د ژوندانه په سبک کې د اختیار لپاره ځای نشته؛ تاسو به په جبر د هغوی د نظر وړ د ژوندانه سبک ته وړل کېږئ. هغوی تر دا مهاله په دې کار بریالي دي؛ خو د خلکو په تېره د طالبانو ددغې تګلارې پر وړاندې د ښځو مقاومت دوام لري. داسې ښکاري چې دغه مقاومت به پای ته ورسېږي. هر څومره چې طالبان د ځپلو بهیر ته دوام ورکړي، په هماغه کچه ددې ډېلې پر وړاندې په تازه شکلونو کې مقاومت دوام مومي.

 

ورته لیکنې

Back to top button