د ښځينه وو کرېکټ ملي لوبډلې، د جوړېدو لپاره د کرېکټ بورډ هڅې
راپور: محمد عزيز پردېس

کله چې افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ له نړيوالې شورا څخه بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، دغې شورا افغانستان ته د نورو شرطونو ترڅنګ، په هېواد کې د ښځينه وو کرېکټ لوبډلې د جوړولو او د ښځينه کرېکټ د ودې په اړه هم يو شرط ايښی ؤ.
تازه په تازه کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د ښځينه وو کړېکټ لوبډلې د جوړېدو لپاره په کابل کې ۴۰ نجونو تمرينات پيل کړل. د کرکټ بورډد وياند ښاغلي فريد هوتک په وينا،د ښځينه کرېکټ ملي لوبډلې ټول پړاوونه به د اسلامي او افغاني کلتور او دودونو په رڼا کې، ترسره شي او ددغو۴۰ نجونو نه به ۲۵ نجونې له تمريناتو وروسته ټاکل کېږي او وروسته به بل پړاو ته ځي.
له تېرو څو کلونو راهيسي په هېواد کې د ښځينه کرېکټ لوبډلې د جوړېدو خبره کېږي، خو د کرېکټ بورډ په وينا دا ځل د ښځينه وو کرېکټ لوبډلې جوړېدو ته پوره ژمن دي او هيله لري چې افغان ښځينه کرېکټ لوبډله هم د افغان نارينه کرېکټ لوبډلو ترڅنګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېواد بيرغ ورپوي.